د ولسوالیو او قرارګاوو سقوط یا د جهاد نوی پړاو

أبوعابد

د ۱۴۳۶ هـ ق کال د شوال المکرم د میاشتې ۱۲ مه نیټه ده،د کورنیو او یوشمیر نړیوالو رسنیو مخونه په دې سرخطونو ډک دي،په سرپل کې د ۱۰۰ تنه پولیسو له تسلیمۍ وروسته د کوهستاناتو مهمه ولسوالۍ طالبانو ونیوله . د هلمند نوزاد ولسوالي کلابنده اود سقوط په ژۍ ولاړ ده. په کندز کې د اربکیانو ترواک لاندې یوازینۍ پاته سیمه اقتاش د طالبانو لاس ته ولوېده.د کونړ په مروره ولسوالۍ کې طالبانو ۸ پوستې فتحه او پراخې سیمې ونیولې او …

دا خبرونه اوس د رسنیو ورځنی ورد ګرځیدلی،پخوا هم د افغانستان له لراوبر څخه د طالبانو د بریدونو او بریاوو راپورونه ورکول کیدل، خوپه دې وروستیو کې د افغانستان په ټولو سیمو کې جګړې کاملا یو بېل شکل غوره کړی دی، د ولسوالیو سقوط، ددښمن د لویو قرارګاوو او غنډونو تسلیمي، د ډلې ډلې اربکیانو تسلیمي او د جهاد په پلوۍ اولسي قیامونه هغه څه دي چې په افغانستان کې روان جهاد یې نوي پړاو ته داخل کړی دی .

په تیرو څو اونیو کې که ددغسې سترو حوادثو بیلګې وړاندې کوو نو څو پیښې یی داسې راخلاصه کولای شو.

د روان ۲۰۱۵ میلادي کال د جولای په دریمه د میدان وردګو په جلریز کې د اربکیانو ۱۴ پوستې طالبانو ونیولې تر ۴۰ زیات اربکیان قتل او ټولې وسلې او مهمات یي طالبانو ته په لاس ورغلل، دغه اربکیان چې دکابل او بامیان تر منځ د لارې د امن ساتلو لپاره ګمارل شوي و، د طالبانو په ستر برید کې په بشپړه توګه له منځه لاړل چې د کابل رژیم خصوصا د حزب وحدت ډلګۍ ته یي سخت ټکان ورکړ.

د جولای په شپږمه د فاریاب په پښتون کوت کې طالبانو په یوه ستر برید سره ددښمن شپږ پوستې فتحه کړې او ډیرې سیمې یي ددولت له شتون څخه تصفیه کړې،په همدې ورځ د همدې ولایت په قیصار کې هم طالبانو یو مهم بازار او ۸ کلي له حکومتي قواوو څخه ونیول باید وویل شي چې فاریاب هغه ولایت دی چې د بغلان،کندز، هلمند سرپل او بدخشان غوندې په روان کې طالبانو په کې مهم پرمختګونه کړي دي .

ددې پیښې په سبا د جولای ۷ مه د هلمند په کجکي کې طالبانو دری پوستې فتحه کړې او لوی مقدار مهمات او وسلې په لاس ورغلې،د جولای په ۱۲ نیټه طالبانو د هیوادپه مرکزي ولایت بغلان کې دډنډ غوري ولسوالۍ مربوط د ګورکند مهمه پوځي قرارګاه ونیوله او په کې میشت پوځیان یي تیښته ته اړ کړل دا په دې ولسوالۍ کې دکابل رژیم وروستۍ پوځي مرکز و چې په سقوط سره یي په دې ولسوالۍ کې دولتي واک ته د پای ټکی کیښودل شول .د جولای په ۱۳ مه طالبانو د فاریاب په شیرین تګاب کې ۲۲ پوستې فتحه کړې او ۴۰ کلي چې پخوا د اربکیانو تر تسلط لاندې وي تر واک لاندې راوستل له دې پیښې دوه ورځې وروسته د همدې ولایت په المار ولسوالۍ کې طالبانو داربکیانو ۱۲ پوستې فتحه او ۴۲ کلي یي داربکیانو له واک څخه وایستل، د المار په نیول شویو سیمو کې یوه هم د قرایي په نوم ستراتیژیکه سیمه وه چې نیولو یي حکومت سخت وارخطا کړ ځکه له دې سیمې طالبان کولای شي په اسانه د فاریاب مرکز میمنه ښار تر برید لاندې ونیسي .

د جولای په ۲۵ نیته د بدخشان په وردوج ولسوالۍ په تیرګران سیمه کې دکابل رژیم یوه ستره قرارګاه په مکمل ډول طالبانو ته تسلیم شوه، په دې پیښه کې ۱۲۰ تنه عسکرو وسلې طالبانو ته وسپارلې چې په دې وسلو کې۱۰ میله پیکا ماشیندار، ۱۰ قبضې آر پي جي راکيټ، ۹۰ میله کلاشینکوف، ۳ میله دهشکې، ۲پايې هوان او یو توپ، له پريمانه مرمیو، مهماتو، نظامي توکو او ګڼو عراده جاتو سره شامل و .

له دغې قرارګاه سره د ۶ پوستې هم ونیول شوې، او د سیمې ۱۲ لوی کلي د حکومتي قواوو له وجود څخه په ټوليزه توګه پاک شول.

په وردوج کې د بشپړې قرارګاه سقوط حکومت له بشپړ حیرت او وارخطایي سره مخامخ کړ په پوره سپین سترګۍ یي ددې خبرې له منلو انکار وکړ او د بدخشان چارواکي یي له دې امله وګواښل چې ولې یي دا خبره رسنیو ته منلې ده .

د وردوج د قرارګاه سقوط په دومره ستره کچه د عسکرو د وسلو غورځولو لومړۍ پیښه وه، خو له دې پیښې دوه ورځې وروسته د جولای په ۲۷ ورته پیښه د سرپل ولایت په کوهستانات ولسوالۍ کې هم تکرار شوه په دې سیمه کې ۱۰۰ تنه اربکیانو په اتفاق سره اړخ بدل کړ، د حکومت له ملاتړ څخه یي لاس واخیست خپلې وسلې یي طالبانو ته وسپارلې او خپل تر ولکه لاندې کلي او مناطق یي هم د مجاهدینو په واک کې ورکړل له دې موقعیت څخه په استفاد مجاهدینو د کوهستانات ولسوالۍ په مرکز برید وکړ او یوه ورځ وروسته یي دغه ولسوالي په بشپړه توګه فتحه او د حکومت له واکه وایستله .

د کوهستانات ولسوالۍ په نیولو سره طالبانو د نورو ډیرو غنایمو تر څنګ ۱۳ عرادي پوځي موټر هم نیولي دي، باید ووایو چې له دولت څخه نیول شوې وسلې مهمات او په خاص ډول پوځي او زغره لرونکي وسایط د د طالبانو د جهادي عملیاتو په مؤثریت کې لوی رول اداء کړی دی.

د سږکال په سترو جګړو کې چې د دولت له واک څخه ګڼې ولسوالۍ او پوځي مراکز وتلي دي، طالبانو لسګونو عرادې هغه پوځي موټر هم غنیمت کړي چې په درنو وسلو سمبال دي او د خفیفه وسلو په وړاندې مقاومت کوونکي زغرې لري ،د جولای په ۲۸ نیټه چې طالبانو د کندز په ولایت کې د اربکیانو وروستۍ سیمه اقتاش چې ۶۵ کلي په برکي نیسي ونیوله،دغه راز یي په قلعه زال ولسوالۍ کې هم د پام وړ پرمختګ وکړ، حکومتي ویاندانو وویل چې طالبانو له هغو زغروالو وسایطو او درنو وسلو څخه استفاده کړې چې د چهاردرې او دشت ارچي په جګړ کې یي نیولې وې.

همدا اوس چې دا کرښې لیکم د دهیوادپه ختیځ کې د کونړ مروره ولسوالۍ او په جنوب کې دهلمند نوزاد ولسوالي د طالبانو تر درنو بریدونو لاندې او حکومتي ځواکونه په کې محاصره دي چې په غالب احتمال به سقوط وکړي، له دغو سترو فتوحاتو څخه ښکاري چې په هیواد کې جهادي بهیر د فتحو او بریاوو یو نوي پړاو ته داخل شوی دی چې ورځ تر بلې زور اخلي او شاید په نږدې راتلونکې یي پریکنده پایلې رابرسیره شي .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابو حفص
میلمه
ابو حفص

زه شخصي دطالبانو نوى پالسي يا تګلاره چې دولسواليو او قرارګاوو نيولو ته يې مخه کړي مخالف يم, ځكه په يو عادي جنګ ډير زيات مصارف كيږي, ډير مجاهدين پري قرباني او شهيدانيږي, او دا مصارف چې طالبانو داصلي دښمن (اشغالګر) په مقابل کې كارولي واى نو ډير فايده به پرې مرتبه واى. دامريكايانو لپاره همدا هم بس ده چې دطالبانو توجه يې دځان نه اړولې, او طالبان يې يو څو ولسواليو ته خوشاله كړي چې نن يې يوه ولسوالۍ ونيوله او سبا يي بله, كاشكي دا ولسوالي بيا همداسي ټينګي كړي چې تر اخره پورې دطالبانو لاس کې پاتې… نور لوستل »