افغانستان

هلمند: طالبانو له نوازد ولسوالي دولتي ځواکونه تېښتې ته اړ کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۷مه، ۱۳۹۴ل): له نږدې دوه ورځنۍ جګړې وروسته طالبانو د هلمند د نوزاد ولسوالۍ بشپړه تر خپل واک لاندې کړه.

تېره ورځ د هلمند ځايي چارواکو د دې ولسوالۍ پر تعمير او امنیه قومنداني د بريدونو خبر ورکړ او له مرکزي دولته يې د جدي مرستې غوښتنه وکړه.

نن له غرمې وروسته طالبانو دغه ولسوالۍ بشپړه ونیوله او د ځايي خلکو په خبره دم ګړۍ طالبانو په دې ولسوالۍ کې تصفيوي عمليات پیل کړي دي.

د هلمند چارواکو د نوزاد د سقوط په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو د سیمې د اوسېدونکو په قول د ولسوالۍ تعمیر دم ګړۍ د طالبانو په لاس کې دی او سپین بيرغ پرې رپېږي.

طالب وياند قاري محمد يوسف احمدي د پېښې پخلی کړی او وايي چې فعلاً د دوی ځواکونه د نوزاد ـ موسی کلا پر لاره پر امنیتي پوستو جګړه پیل کړې چې لا هم دوام لري.

احمدي رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې زياته کړې: «له نن سهار نه تر ۵بجو دنوموړې ولسوالي پر شاوخوا پوستو او نظامي مراګزو دجګړې په جریان کي ۸پوستې او د ولسوالي مقر ، پي آرټي ،ماموریت ، قومانداني فتح شول اوداسلامي امارت مجاهدینوله لوري دمګړی پرهغو پوستو او مراکزو جنګ روان دی چي دموسا کلا وخواته پر لویه لاره پراته دي.»

دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم د سرپل چارواکو د کوهستانات د سقوط خبر ورکړ او ورسره په څنګ کې د کندوز چارواکو د خان اباد د سقوط وېره ښکاره کړه.

د شنونکو په باور د طالبانو له لوري د ولسواليو پرلپسې نیول، له ولسي ملاتړه ناشونی دی، ځکه خو دولت باید د ولس د خپلولو هڅې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

الحمدالله ،
مګر د نن ټکې آخري تبصره صحي نده
د شنونکو په باور د طالبانو له لوري د ولسواليو پرلپسې نیول، له ولسي ملاتړپرته ناشونی دی، ځکه خو دولت باید د ولس د خپلولو هڅې وکړي.
نو آيا تاسې د اشغال دوام غواړئ ؟ چې دولت ته دا نصحيت کوې ، ملت پوه شوی دی او نور نه غوليږي .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x