ټولنیزه برخه

د مور رول د اولادونو په ښوونه او روزنه کې

 لیکوال: ذبیح الله وزیروال
zwazirwall@gmail.com

مور هغه الهي نعمت دی چې د اولادونو د ژوند د لمړی ورځی څخه دهغوی د ښوونی او روزنی په برخه کې مسولانه پاملرنه کوی او په دی اړه یې هر ډول ستونزو ته غاړه ایښی او دا د خدای تعالیٰ حکمت دی چې د اولادونو په روزنه او پالنه کې دمور حوصله ډیره پراخه کېږی که ماشوم د شپی وژاړی، نوموریې د خواږه خوبه ورته راپاڅیږی که وږی وي شیدې ورکوي او که د ژمی موسم وی ساړه یې کېږی، نو په بړستن کې یې پټوی اویا دیته ورته نورې کومې ستونزې ولري هڅه کوي چې هواره یې کړی.zabihullah

د ماشومانو لپاره دوه ښونځي وي، یو کور او بل ټولنه چې د کور په ښونځي کې مور هغه ښوونکی ده چې هر وخت ورته د ښووني زمینه برابروي لکه ښونځي ته دهغوي لیږل ،پاکي جامي وراغوستل او د کتاب،قلم او نور اړوند لوازمو برابرول ټول مور کارونه دی چې په افتخار سره سرته رسوي او د ماشومانو لپاره بل ښونځي ټولنه ده هغه چاپیریال چې ماشومان په کې غټیږی د ماشومانو په روزنه کې ډیر اړین رول لری خو کله نا کله په فاسقه او خرابه ټولنه کې د کورنیو دغړو دبی غورۍ له امله د ماشوم روزنه خرابیږی او په ټولنه کې ژوند ورباندي مستقیم تاثیر کوی.

مور هر وخت کوښښ کوي چې خپل اولادونه په ښوونه او روزنه سمبال د یو سالم شخص په توګه ټولنې ته وړاندی کړي ترڅو په راتلونکې کې په ټولنه کې د ژوند په ډګر کې د کوم مشکل سره مخامخ نشی او د ټولنی خلک دده ناپوهی څخه متضرر نشی.

کچېرته فکر وکړو چې یوه مور یو ماشوم نهه میاشتی په نس ګرځوی اویا په یوه شپه کې دیوماشوم سره که مریض او یا جوړ وی څومره تکلیف اوستونزو ته غاړه ږدي چې له همدی امله د مور حقوق نسبت پلارته په اولادونو باندی زیات دی.چې په حدیث شریف کې نبی علیه السلام څخه چا د مور په اړه پوښتنه وکړه چې وایې (چې مفهوم اومعنیٰ یې داسې ده چی د رسول الله صل الله علیه السلام څخه چا پوښتنه وکړه ای د الله رسوله د چا حقوق زیات دي هغه مبارک ورته وفرمایل دمور بیا یې ترینه پوښتنه وکړه چې بیا دچا هغه مبارک بیا ورته وفرمایل چې دمورپه دریم ځل یې بیا ترینه پوښتنه وکړه همداسي یې ورته اوویل په څلورم ځل یې بیا ورته اوویل چی د پلار) ددې حدیث څخه معلومیږي چې دمور حقوق د پلار په پرتله زیات دي ځکه مور د پلار په پرتله د اولادونو سره زیاتې ستونزي ګالي.

کله کله د مور هلی ځلی د وخت او حالاتو د مجبوریتونو اوتهدیدنو له امله د ناکامۍ او په بعضی حالاتوکې د کامیابۍ سره مخامخ کېږی چې کله کله دهغی د چپی خولی ناری او سورې د پوهانواو احساس لرونکو خلکو غوږونو ته رسیږی.

ځکه ویلای شو چې مور د اولاد په ښوونه او روزنه کې ډیر اړین رول دی ماشوم لمړۍ خبري دمورڅخه زده کوي، د ټولو څخه مخکې او لمړی خپله مور پیژنې او سترګی پسی اړوي او ورپسي ژاړی نو له همدی امله ویلاي شو چې مور د ماشوم لپاره د ټولو نعمتونو څخه اړین او ښکلی نعمت دي نو په مور لازمه ده چې له خپل ماشوم څخه داسی شخصیت جوړ کړي چې ټولنې ته منلو وړ وي.

که چېرته کوم ماشوم کومه غلطې وکړی نو موریې باید په ډیر حکمت سره هغي غلطې ته متوجه کړي ترڅو په اینده کې د بیا ځلي څخه یې ډډه وکړي او په تاوتریخوالي دی یې خپلی غلطۍ ته متوجه نکړي چې بیا یې ذهنونه خرابیږی .

په پرمختللې نړۍ کې مور هیڅ کله ماشوم په څپیړه نه وهي بلکې مور په ورځنیو کارونو،حرکاتو او سکناتو کې په مستقیم اوغیری مستقیم ډول اولادونو ته زده کړه ورکوي، هغوی ته داسی حرکتونو کوي چې ماشوم هر وخت د خپلی مور حرکات تمثیلوي او زده کوی یې ځکه یې د ژوند په هره برخه کې ځان رسولی دی نو په مور لازمه ده چې خپل ماشوم پدی وخت کې چې د ذهن کیسټه یې سپینه ده داسی چلند وکړی لکه د یو لوی انسان سره یې چې کوي که د ماشوم سره هرڅومره ښه سلوک وشی د هغه شخصیت باندی مثبته اغیزه کوی چې پدی اړه هوښیارانو ډیر متلونه هم ویلی چې وایې (زده یې کړه د مور په پیو هیر یې نکړئ په پیړو) نو د مور غیږ د انسانیت او شخصیت د جوړیدو لپاره لمړی ښونځي او زانګو ده ځکه مور د پلار په پرتله د اولادونو سره په کور ډیر وخت پاتی کېږی نو ځکه دغه لوی او دروند مسولیت ور په غاړه شویدی نو مور هغه شخص دی چې اولادونه یې د ژوند د لمړی ورځی څخه تر اوه کلونو پوری مکمل د هغی د څارنی لاندی وی، پدی اساس ویلای شو چې مور باید دخپلو اولادونو په ښوونه او روزنه کې ډیر فکر وکړی باید د خپلو کړو وړو سره ډیر اختیاط وکړي ځکه ماشوم د تازه لختې په شان دی چې کومی خواته یې کږوی کږیږی اویا د یو خالی کېسټی مثال لری چې په کور کوم کارونه کېږی او یا کورنی غړی دیو بل سره کوم چلند کوی هغه زده کوی او دده په ذهن کې ثبت کېږی او په راتلونکې کې یې په ټولنه کې په حرکاتو تمثیلوی چې باالاخره ځوان او په ټولنه کې دخپلی کورنۍ ،کلي،ولسوالی ،ولایت اویاهم د هیواد غړیتوب کوی او ددی سره ورته د ځینی صلاحیتونه په لاس ورځي که چېرته په سالمه او با ادبه او غیرتی کورنی کې ورته سمه تربیه او روزنه ورکړل شوی وی نو ځینی پریکړی چې دملت په استازیتوب کوی او دملت سرنوشت په کې ټاکې نو که روزنه یې سمه او غوره وی دملت ګټي او خیر به کې سنجوی او پریکړه به کوی نو واضیح خبره ده که مور خپلو اولادنو ته صحیح تربیه او روزنه وکړی نو ټولنه او مونږ اوستاسی به د هرقسم ضررونو او خطراتو څخه په امن کې خپل ژوند ته ادامه ورکوو او زمونږ حقوق او منافع به د کوم بهرني ګواښ سره مخامخ نه وی او نه به په ټولنه کې د خلکو په زړونو کې ویره او ترس موجود وی نو کله چې خلکو ژوند دخطراو ګواښ سره مخامخ نه وی نو داسې حال کې خپله په ټولنه کې سوله او آرامي راځی چې په سوله کې دخلکو ژوند ،مال ،حیا او ناموس خوندي ساتل کېږي چې همدغه د ټولني غوښتنه ده.

ددې پورته خبرو پایله او نچوړ داسې راوځې د یو نیکمرغه ، اسلامې او په ځان بسیا او دهر ډول تاوتریخوالې څخه خلاص په سوله او عدالت باندي ولاړ هیواد د هر فرد ، کورنۍ او ټولنې غوښتنه ده چې دا غوښتنه هغه وخت پوره کیږي چې هره مور په پوره مسئولیت سره ټولڼې ته په ښوونه ، روزنه ، وطن دوستۍ او بشردوستۍ په روحیه سمبال خپل بچیان رالوي کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x