
شعـــــرونه
غزل – امید عمرخیل
امید عمرخیل
دا هره اوښکه په زړګي زما درنه پرته ده
چې ېې له سترګو تویوم ډکه چینه پرته ده
یو څه آرام مې خپل زړګي ته تنهايي کې ګورم
کاږم نفس سلګۍ سلګۍ مې په سینه پرته ده
دیو سهار په انتظار کې کاروانونه درومي
نشته رڼا دغه هجران ته توره شپه پرته ده
د بیا ځوانۍ مې د لیدلو زه هنداره غواړم
ستا د پښو لاندې ماته شوې آینه پرته ده
ساه مې تنګیږي چې تړمه مې تڼۍ امیده!
زما ګریوان کې د وعدو لویه دېره پرته ده