دیني، سیرت او تاریخ

شراب قمار او لاټري

عبدالمالک همت

لوى څښتن سبحانه وتعالى په خپل سپېڅلي کلام ، قرآن کريم کي فرمايي:

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنْصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (90) إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلَاةِ فَهَلْ أَنْتُمْ مُنْتَهُونَ (91)[المائدة: ٩٠، ٩١].

ژباړه: اى هغو کسانو چي الله او د هغه پيغمبر رشتيني بولئ او په شريعت يې عمل کوئ!خبره داده چي شراب (د هر هغه مسکر، نشه يي او مستوونکي توکي ، د څښلو وي که د خوړلو چي عقل پټ او زايل کړي) خوړل. او قمار وهل (جواري او د هغه ټول ډولونه)، د بتانو قربان ځاىونه (هغه ډبرين بتان چي د عبادت لپاره به درول سوي وه او مشرکانو به يې د درناوي لپاره څاروي ورته ذبح کول) او د فال اچوني (د پچي اچوني او بخت ازمايني او غيب ويلو) غشي (او ډبري او پاڼي) ، (٦٢). دا ټول (له معنوي پلوه) ناولي (حرام) او د شيطان له خوا ښکلي درته ايسول سوي دي، ځکه نو له دې ناپاکو کارونو (ګناهونو) څخه ګردسره ډډه وکړئ، چي وژغول سئ (او جنت ته د تلو برى درپه برخه سي).

شيطان خو دا غواړي چي (تاسي ته) د شرابو او قمار (د ښه ايسولو)په ذريعه ستاسي په منځ کي د دښمنۍ او بغض زڼي وکري او (د شرابو په خوړلو سره ستاسي په نشه کولو او په قمار باندي په بوختېدو سره تاسي) د الله له ياده او لمانځه راوګرځوي. نو اوس وواياست چي آيا تاسي(له دغو شرابو خوړلو او قمار وهلو څخه چي دښمني او عناد زېږوي او بنده ګان د خداى له ياده غافله کوي او له ټولو عبادتونو، په تېره له لمانځه څخه چي په ټولو کي مهم عبادت دى تاسي راګرځوي) لاس اخلئ؟

دغه راز لوى څښتن فرمايي:

يسْأَلُونَكَ عَنِ الْخَمْرِ وَالْمَيْسِرِ قُلْ فِيهِمَا إِثْمٌ كَبِيرٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَإِثْمُهُمَا أَكْبَرُ مِنْ نَفْعِهِمَا وَيَسْأَلُونَكَ مَاذَا يُنْفِقُونَ قُلِ الْعَفْوَ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَتَفَكَّرُونَ (219)[البقرة: ٢١٩].

ژباړه: (اى نبي!) خلک (مسلمانان) (١). ستا څخه د شرابو(د راکړي ورکړي: څښلو، خرڅولو او رانيولو د حکم) په هکله پوښتنه کوي. (٢). او (دغه راز ستا څخه اى نبي!) د قمار (دحکم په هکله پوښتنه کوي). (٣). ته ورته ووايه چي په دې دواړو کي لويه ګناه ده(٤). (او د دين او دنيا او بدنونو، عقلونو او شتمنيو ډېر ضررونه اومفاسد پکښې دي، لکه درواغ، زوروني او د خلکو په منځ کي د عداوت او بغض خپرېده، د لوى څښتن له ياد او لمانځه څخه راګرځېده او داسي نور). او خلکو ته څه دنياوي ګټي هم پکښي سته، (لکه د شرابو سوداګرو ته ګټه(٥). او ځينو قمار وهونکو ته بې له زياره د شتو په لاس ورتلل او نور). خو ګناه او هغه خرابۍ او نقصانونه چي له دغو دواړو څخه راولاړيږي، د هغو تر ګټي ډېر زيات دي،(٦). او له تا څخه دا هم پوښتي چي: (په قرآن کي د الله د امر د پلي کېدو او د هغه د خوښۍ لپاره) څونه شته(يعني له خپلو مالونو څخه په څه اندازه مال) ولګوي؟(خيرات يې کړي؟)(٧). ته ورته ووايه چي: ” هغه څه(هغونه شته)چي ستاسي تر اړتيا زيات (او ورکړه يې درته آسانه) وي ولګوئ“.(٨).(او هغه څه چي تاسي ورته اړ ياست په خيرات کي مه ورکوئ او خپل ځانونه د تنګسې سره مه مخامخ کوئ). په دې ډول (څرګند بيان سره) الله خپل (آيتونه او شرعي) احکام په څرګنده توګه بيانوي، چي تاسي د هغو په اړه چي په دنيا او آخرت کي ګټه درته کوي له غور او فکر څخه کار واخلئ.(٩).

څرګندوني

لکه څنګه چي پوهيږو په خلکو کي شراب څښل او قمار وهل اوږد تاريخ لري. عرب هم په دې دواړو ناوړو چارو اخته وه. خو ځينو هوښيارانو هغه مهال لا له دغو دوو شيانو څخه کرکه او ډډه کول. رسول الله صلى الله عليه وسلم هم له دې ناوړو او د لوى څښتن له خوا د حرامېدونکو کارونو څخه سخته کرکه کول. د لوى څښتن اراده داوه چي دغه دواړه کاره حرام کړي، خو څنګه چي خلکو ته د دې چارو يو دم پرېښوول ستونزمن کار وو، نو لوى څښتن پر مسلمانانو باندي د پېرزويني له امله په دې هکله له تدريج([1]). څخه کار واخيست. او د اسلامي تشريع له ځانګړنو او ښو مزاياوو څخه دادي چي پر مسلمانانو باندي شرايع (احکام او قوانين) يو دم نه واجبوي، بلکي په دې هکله له تدرج څخه کار اخلي. البته دا يو ښه او بريالى روزنيز (تربيوي) سياست باله سي. پر دې بنسټ د شرابو خوړلو د عادت د پرېښوولو او له دې ستري بلا څخه د خلکو د ژغولو لپاره لوى څښتن څلور آيته نازل کړل.

لومړى يې د قرآن کريم د ١٦ (النحل ) سورې په (٦٧) آيت کي يوه لطيفه اشاره ورسول چي نشه کوونکي شراب ښه نه دي او له رزق حسن څخه نه بلل کيږي. په دې توګه يې د نشه يي توکو د حرامېدو لپاره مقدمه کښېښوول. د دغه آيت په نازلېدلو سره هوښيار خلک پوه سول چي شراب به يو وخت حرام کړى سي، ځکه نو د مسلمانانو مينه ور سره مخ پر کمېدو سوه. بيا لوى څښتن د البقره د سورې په پورتني آيت کي په يوڅه وضاحت سره وفرمايل چي د شرابو خوړلو په پايله کي له انسان څخه ډېر داسي حرکتونه تر سره کيږي چي ګناه وي او که څه هم په هغو کي څه ګټي هم سته، خو د ګناه امکانات يې زيات دي. بيا د نساء د سورې په (٤٣) آيت کي حکم وسو چي د نشې په حال کي لمونځ مه کوئ. بالاخره يې د مائدې د سورې په پورتنيو دوو آيتونو کي شراب ناپاک او شيطاني عمل وبلل او له هغو څخه د بشپړي ډډي کولو په هکله يې څرګند حکم وکړ. په دې ډول شراب او قمار په قطعي او بشپړه توګه حرام سول او اصحابو کرامو په غوڅه توګه ډ ډه ځني وکړه.

رسول الله صلى الله عليه وسلم شراب ” ام الخبائث“ (د ټولو خباثتونواوناولتياوو مورينه) وبلل، په هغو روږد يې د بت د عبادت کوونکي غوندي وګاڼه ، حد (جزا) يې ورته وټاکى او ويې ويل »:لَا يَدْخُلَ الْجَنَّةَ عاقٌّ وَلَا مَنَّانٌ وَلَا مُدْمِنُ خَمْرٍ ([2]) «

ژباړه: د مور يا پلار ازاري، بېوزلو ته تر ورکړي وروسته په احسان اچولو سره ډېر زوروونکى او د شرابو معتاد (د شرابو هغه څښونکى چي توبه يې نه وي کښلې) جنت ته نه ننوزي.

دغه راز د قمار وهلو د تحريم په هکله هم لوى څښتن له ورته تدرج څخه کار واخيست، يو وار يې د همدغي بقرې سورې د مورد بحث آيت په نازلولو سره د خلکوپام د قمار وهلو تاوانونو ته واړاوه او بيا يې د المائده سورې د (٩٠ او ٩١ ) آيتونو په نازلولو سره په قطعي توګه حرام کړل.

رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي»:مَنْ قَالَ لِصَاحِبِهِ: تَعَالَ أُقَامِرْكَ، فَلْيَتَصَدَّقْ ([3]) «

ژباړه: څوک چي خپل ملګري ته مازي ووايي چي راځه قمار در سره وکړم بايد (د ګناه په هکله د خپلي دې خبري د کفارې لپاره) خيرات ورکړي.

د قمار په هکله څه نوري لنډي خبري:

په نړۍ کي قمار بازان قمار په بېلو بېلو بڼو او ډولونو او په ډول ډول لارو او وسايلو وهي او اوسمهال دغه شومه ښکارنده، په تېره په لوېديزو هيوادونو کي ډېره دود سوې او پراخه سوې ده. زموږ په ټولنه کي قمار د سپو، چرګانو، زرکو، کرکانو(مړزانو) د جنګولو او د پتو(قطعه بازۍ) او په اخترونو کي د هګيو جنګولو له لاري تر سره کيږي. د دولت له خوا هم له ډېره وخته د سرې مياشتي د ” لاټرۍ“ په نامه قمار کيږي. دغه راز زموږ په هيواد کي د امريکايانو او نورو لوېديځوالو د نيواک راهيسي د ځينو بانکونو له لاري هم د سود تر څنګ قمار روان دى.

قمار په انساني ټولنو کي له ډېري پخوا زمانې څخه دود دى. اوس په کفري ټولنو، په تېره په امريکا کي قمار په داسي لويه کچه روان دى چي د وګړو د ژوند يوه برخه جوړوي او د يوه صنعت بڼه يې خپله کړې ده. په امريکا کي د شلمي پېړۍ په پيل کي قمار ممنوع اعلان سو، خو وروسته پر دولت باندي د لويو پانګوالو د فشارونو له امله په ١٩٣١ع. کال بېرته لومړى په نوادا ايالت او لاس وګاس کي قانوني سو او ور پسې د دې قانونيت لمن د امريکا ټولو ايالتونو ته خپره سوه.

اوسمهال د کفري هيوادونو په ګوټ ګوټ کي د قمار وهلو لويي لويي قمار خانې او د هغو شاوخوا ښکلي ښکي ګلبڼونه تر سترګو کيږي چي تر څنګ يې تفريحي مجموعې، هوټلونه، رسټورانونه او لوى پلورنځى هم شتون لري او دا ټول لويو پانګوالو او بانکوالو د زياتو شتمنيو په لګښت را ايستلي دي او زياتي پيسې په ګټي.

په دغو قمارځايونو کي چي دوى کازينو(Casino) ورته وايي د قمار او ساتيري ډول ډول ماشينونه او وسايل ايښوول سوي، لڅي ښځي پکښي نڅيږي او لوى کنسرتونه او نوري ډول ډول نندارې پکښي وړاندي کيږي. د لوېديزوټولنولوى بډي خوړونکي، اختلاس ګران، مافيايي غله او قاچاقبران لويو قمارخانو ته ورځي، شراب پکښي خوري، پر بربنډو ښځو خوند اخلي او لوى قمارونه پکښي وهي. البته نور کوچني کافران دغسي کارونه په نورو منځنيو او کوچنيو قمار خانو کي تر سره کوي .

لکه چي ومو ويل اوس قمار او فحشا د لوېديځوالو د ژوند يوه برخه ګرځېدلې ده. هغوى تقريباً ټول قمارخانو ته ځي او د شپې ډېره برخه په دغو ځايونو کي تېروي. قمار اوس د دوى دوديزه تفريح ګرځېدلې ده. دوى چي کله قمار نه کوي، بيا ډش، ويډيو او ټلويزيونونه ګوري او په کمپيوټري ساتېرويو اخته وي. اوس ان د دغو ټولنو کوچنيان او نوي ځوانان لا په دغه ناوړه نارغي اخته دي. لوېديځيان اوس دونه د قمار معتاد سوي دي چي که يو ساعت فرصت پيدا کړي هم قمار خانې ته ځان رسوي.
لوېديز دولتونه هم د قمار خانو په خپرولو او زياتولو کي پراخه ونډه اخلي.

د لاټرۍ د حراموالي په هکله:

لاټري (Lottery) د پچي اچوني له لاري د بخت ازميلو او د جايزې ګټلو ته وايي. د انټرنيټ په ويکيپيډيا کي ليکي چي:” لاټري د قمار يو ډول دى“. دا داسي قمار دى چي يو شرکت، ټولنه يا دولت د مثال په ډول پر يوه شى چي بيه يې پنځوس زره افغانۍ ده لاټري را باسي. شرکت يا دولت دوه زره پاڼي کاغذي ټکټونه، هر يو په پنځوس افغانۍ خرڅوي او په دې ډول سل زره افغانۍ لاس ته راوړي. بيا پر پنځوسو زرو افغانيو باندي د دغو سلو ټکټونو د خاوندانو تر منځ قرعه کشي کوي چي په پايله کي يې يوه تن ته پنځوس زره افغاني راوزي. په دې توګه د شي خاوند او د لاټرۍ ګټونکى بې له څه زياره پنځوس پنځوس زره افغانى تر لاسه کوي او نور (٩٩) تنه هر يو هغه پر ټکټ باندي ور کړي پنځوس افغانۍ بايلي. چي دا په څرګنده توګه د خلکو تېر ايستل، شکول او وړيا پيسې په لاس راوړل دي.

لاټري يوه لوېديزه ښکارنده ده چي څه له پاسه پنځلس پېړي دمخه په لوېديزو هيوادونو کي يو په بل پسې دود سوې او اوس په زياتو هيوادونو کي په ډول ډول نومونو په خورا لويه کچه پر لار اچول کيږي.

عربو پر دې قمار باندي د ” اليانصيب“ نوم ايښى دى او په زياتو عربي هيوادونو کي په ډول ډول نومونو پر لار اچول کيږي.
څنګه چي دا کار زښت زيات دنيوي او اخروي اضرار لري او په خلکو کي د قمار بازۍ روح ته وده ورکوي، نو د اسلامي نړۍ بېخي ډېرو عالمانو د دې قمار د حراموالي په هکله فتواوي ورکړي او د دې غير اسلامي چاري پر ضد يې د اعتراض ږغونه پورته کړي دي. د بكر بن عبد الله په نامه يوه اوسمهالي عالم په خپل کتاب”معجم المناهي اللفظية وفوائد في الألفاظ“ نومي کتاب کي چي په انټرنيټ کي پر ليکه سوى دى ليکي: زموږ په پېر کي يې قمار ته د ” اليانصيب“ نوم ورکړى دى چي په حقيقت کي دا تر قمار لا هم بتر دى.

په روائع البيان کي وايي:زموږ د مهال ” اليانصيب “ هم قمار بلل کيږي، د خير ښېګڼي په موخه وي، لکه ” اليانصيب الخيري“ (د سرې مياشتي لاټري) او که يوازي د ګټي د ترلاسه کولو په مقصد وي. له هر ډول لاټرۍ څخه تر لاسه کېدونکې ګټه خبيثه او ناولې ده او لوى څښتن پاک او سپېڅلى دى بېله سپېڅلتيا(حلالو) بل څه نه خوښوي. ([4] ).

په فقه التاجر المسلم کي وايي: د سوداګرو له خوا پر لار اچول سوې لاټري د شريعت د عالمانو له نظره د حرام قمار يو ډول دى چي هم تاجر او هم په لاټري کي برخه اخيستونکى پکښي ګنهکار کيږي او هغه څه چي د لاټرۍ په پايله کي تر لاسه کيږي نه دي حلال. په تېره دا کار په اقتصادي لحاظ هغو کوچنيو سوداګرو ته چي د قمار دغسي وسايلو ته لاسرسى نه لري تاوان رسوي. په دې ډول خلک له کوچنيو سوداګرو څخه مخ اړوي او له بازاره يې باسي او دا ډېر ستر اقتصادي تاوان دى. والله سبحانه اعلم. ([5] ).

نو مسلمانانو ته ښايي چي له د غه قمار او د قمار له نورو ډولونو څخه په کلکه ډډه وکړي او پوه سي چي دا د شيطان ډله په مسلمانانو کي خپروي چي په ديني او دنيوي ګټو کي يې فساد رامنځ ته کړي.

([1])- درجه په درجه ،ورو ورو، کرار کرار يا يو په بل پسې د يوه کار ترسره کول.

([2])- النسائي، کتاب الاشربة، الرواية في المدمنين، ٥٦٧٥ شمېره حديث او الدارمي(المکتبة الشاملة)، باب في مدمن الخمر،٢١٣٩ شمېره حديث. دغه حديث الباني صحيح ګڼلى دى او د دارمي محقق حسين سليم أسد الداراني يې اسناد جيدبللي دي.

([3])- بخاري، کتاب التفسير، باب ﴿ أَفَرَأَيْتُمُ اللَّاتَ وَالعُزَّى ﴾، ٤٨٦٠ شمېره حديث.

([4])- د محمد علي الصابوني روائع البيان ١ / ٢٨٠مخ، مکتبة الغزالي.

([5])- د محمد علي الصابوني روائع البيان ١ / ٢٨٠مخ، مکتبة الغزالي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x