
ملا محمد عمر مجاهد ژوندی دی
احمد ولي اڅکزی
د کابل حکومت د ۲۰۱۴ مېلادي کال د سپتامبر په ۱۹مه نېټه يو ځوان وياند د کامرو مخي ته راوست چي اعلان وکړي چي د طالبانو مشر په حق رسېدلی دی. د افغانستان د ملي امنيت دغه وياند هغه وخت وويل چي ګواکي ملا محمد عمر مجاهد د سيل د ناروغۍ له کبله په پاکستان کي وفات سوی دی. خو دا چي په دقيقه توګه د دغه خبر منبع چيري او څرنګه وه، ښاغلي حسيب صديقي يې تفصيل ورنه کړ.
د دغه لويي ادعا په تړاو وروسته کوم شواهد هم وړاندي نه کړل سول. نوموړي هغه وخت وويل چي طالبان پر درو برخو ويشل سوي دي چي د دغو ادعا سوو درې ډلو د مشرانو نومونه يې هم و ژورنالستانو ته وښودل. خو وروسته دا خبره نه روښانه سوه او نه هم تثبيت.
زوړ «خبر» په نوې بڼه
همدغه خبر اوس تقريبا يو کال وروسته يو ځل بيا د نړۍ والو او سيميزو رسنيو د سرليکونو زينت ګرځېدلی دی. خو د دې واري په هغه زوړ خبر کي لږ زياتوالی راغلی دی. هغه دا چي اوس افغان حکومت وايي چي « د دغه خبر د صحت معلومولو له پاره هڅي ادامه لري.»
دا که څوک د طالبانو دوست او که يې دُښمن وي، که د هغوی د مشر په هکله يو يا بل ډول نظر لري، که يې په احتمالي وفات خوشاليږي يا خفه کيږي، د هغوی ټولو سره دا يوه لويه او بدخونده ټوکه ده چي تکراريږي.
څه ضرورت؟
که افغان حکومت د دا ډول خبرونو په خپرولو سره غواړي چي طالبان دې ته مجبوره کړي چي د خپل مشر تازه او نوی ږغيز او يا ويډيويي پيغام خپور کړي، او په دې توګه هغه محدوده کسان چي په احتمالي توګه به و ملا محمد عمر مجاهد ته لاس رسی لري په حرکت راولي، په دې هيله چي د هغوی د محرک کېدو په ترڅ کي به استخبارات د طالبانو د مشر ځای پيدا کړي، نو فکر کوم چي منطقي خبره نه ده. هغه په دې خاطر ولي چي طالبان په دې توانېدلي چي تر دومره زياتو کالونو پوري د خپل مشر ځای مخفي وساتي او د دې وروسته به هم ښايي داسي غير عادي حرکت ونه کړي چي د هغوی د مشر له پاره تاواني وي.
خو که د افغان حکومت مقصد دا وي چي په دا ډول خبرونو خپرولو سره هغه پروسه چي دوی يې د سولي پروسه بولي او د قطر د دفتر د رسمي ملاتړ پرته په لاره اچول سوې ده، نو هم منطق نه لري. اول خو و سولي ته د افغان حکومت ژمنتيا د خپل ترکيب او خپلمنځي جنجالونو له کبله تر زيات شک لاندي ده. بيا که په دې تړاو ژمنتيا موجوده هم وای نو مهمه به دا وي چي د سولي په تړاو چي کوم تفاهم يا تړون رامنځ ته کيږي، هغه په عمل کي هم پلي سي. په عمل کي دا ډول يو احتمالي تفاهم يوازي هغه وخت پلي کېدای سي چي د دواړو اړخونو د حقيقي استازو او صلاحيت لرونکو له خوا رامنځ ته سي.
په سوله ملنډي وهل
د کابل د ادارې مليونران او ملياردران د مسکينو او بې وزله هغو افغانانو په احساساتو لوبي کوي، چي و سولي او آرامۍ ته يې سترګي ختلي دي. سوله هغه يو سپېڅلی او پاک څيز دی چي ورباندي ملنډي وهل حتی د کابل اختلاس ګرې ادارې ته لا هم نه ښايي.
کله چي څوک د افغان حکومت او د کابل د ادارې تيرو ژمنو او ادعاؤ ته وګوري، که هغه د ټاکنو په هکله وې، که د ټاکنو د بهير په هکله، که د کابيني د جوړښت په هکله، که د اداري فساد د له منځه وړلو په هکله، که د سرکښه واليانو د ليري کولو په هکله که که که ….. نو د دغه نوي زاړه خبر څخه صرف يوه معنی اخيستلای سي. هغه دا چي د تيرو دروغو په شان دا هم يو درواغ دي.
ملا محمد عمر مجاهد ژوندی دی
په دې توګه سره نو بېله دې چي چا په خپله ښاغلی ملا محمد عمر مجاهد په سترګو ليدلی وي، کولای سي چي اوس ووايي چي هغه حيات دی او په دې ترڅ کي حتی د طالبانو رسمي غبرګون ته د انتظار کولو اړتيا هم نسته. هغه په دې وجه ولي چي که يو اعتبار بايللې «نامعلومه» او د «نوم نه ښودلو په شرط» منبع په تکراري ډول سره درواغ ووايي، نو يو وخت يې خلک پېژني او د هر خبر څخه يې سرچپه تعبير اخلي.
د داسې منابعو د خبرونو څخه د هغه باوجوده هم سرچپه تعبير اخيستل کيږي چي ځان ته د نړۍ مخکښه رسنۍ خطاب کوونکي خبري ادارو هم دغه زوړر «خبر» د نوي «برېکنګ نيوز» په شکل خپور کړی وي. ژورناليزم په کتابونو کي بل ډول تعريف سوی دی او عملي څېره يې لکه وينو چي له بده مرغه د تيورۍ سره سر نه خوري.
اول خو یفینا امیرالمومینین حیات او صحت مند ده
که احیانا په حق مرګ وفات شوی وی الحمد لله امارت ‘ مبارزه ‘مفکوره او جهادی بهیر یی نه یوازی ژوندی بلکی د ځوانی اومستی شپی یی دی او د ټولو مسلمانانو په زړونو د ملا محمد عمر حاکمیت او د هغو په نیکو اعمالو او دعاو کی دده او کوړنی ونډه کفایت کوی. او اغیار ته دومره وایم چی دومره افراد یی په تیرو 20 کلونو کی روزلی چی تر ډیره د خپلی خاوری او مفکوری تحفظ کولای شي
اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته زمادیروعزتمندو ورونو او خوندوو مشرملا صاحب مونږته دیر محترم او دیر دقدر شخصیت دی او تل یی اسلام لپاره قربانی ورکړی او ملاصاحب تول کړه وړه تولو متدینو مسلمان ملیت ته لکه لمرسترګه روښانه او څرګنده دی. دی کی هیڅ شک نشته چی مشرملاصاحب خپل قیمتی ژوند دین اسلام لپاره وقف کړی وو او الله دی ورته په اخرت کی خی بدلی ورکړی او الله سبحان وتعالی دی جنت الفردوس ورته عطاکاندی او الله دی په خپل فضل او کرم ورباندی وکری اوپه خپلو رحمتونو باندی غرق کری آمین، لکه څنګه چی حالاتونه څرګندیږی مشر… نور لوستل »
مرګ حق او ژوند نعمت دۍ . زموږ مسلمانانو لپاره د حضرت ابوبکرصدیق رض هغه تاریخی وینا چه د سرورکاینات فخرموجودات سردارکونین د رحلت په آثنا کی یی غم ځپلو صحابه کرامو ته کړیده ، ورڅ ترقیامت پوری د مسلمانانو لپاره اطمینان او ډآډګیرنه ده . د محترم حریا شملزی صاحب د ځرګندونو په تایید ، ترځو چی د مجاهد لوی ملاصاحب یو پیرو هم ژوندۍ وی ، هغه په حقیقت کی د لوی ملاصاحب ژوند دۍ . دا یوحقیقت دۍ چه د هرمعنوی رهبر مړینه د هغه پرتګلاره باندی نه یوازی منفی اغیره نلری بلکه هنوز هم لا قوت… نور لوستل »
دا خبر هیڅ حقیقت نه لري اتل غازي امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد ژوندی دی الله دې تل راته ژوندی لري
زنده باد امارت اسلامي افغانستان
اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته زمادیروعزتمندو ورونو او خوندوو مشرملا صاحب مونږته دیر محترم او دیر دقدر شخصیت دی او تل یی اسلام لپاره قربانی ورکړی او ملاصاحب تول کړه وړه تولو متدینو مسلمان ملیت ته لکه لمرسترګه روښانه او څرګنده دی. دی کی هیڅ شک نشته چی مشرملاصاحب خپل قیمتی ژوند دین اسلام لپاره وقف کړی وو او الله دی ورته په اخرت کی خی بدلی ورکړی او الله سبحان وتعالی دی جنت الفردوس ورته عطاکاندی او الله دی په خپل فضل او کرم ورباندی وکری اوپه خپلو رحمتونو باندی غرق کری آمین، لکه څنګه چی حالاتونه څرګندیږی مشر… نور لوستل »
No problem Every one will be death no thing life,Just Allah always present & not die
لکه چی ویده یاستی او له هیڅ خبر نه یاستی. د ملا عمر د ځایناستی خبری په خپله طالبان کوی او تاسی وایی چی ملا عمر ژوندی دی. که ژوندی وی ډیر زر به ذبیح الله مجاهد دغه خبر تکذیب کړی وی. بس لږ ساړه خوری او دروغ مه وایاست. تاسی حتی له خپل مشر نه خبر هم نه یاستی چی د آی ایس آی سره بندی وو او همدی خلکو وواژه.
دا خلک براین واش دی ویده خو ډیر ښه وی یو وخت به ویښ شی خو دوی …………
اگر زنده بودن ملا عمر به خیر اسلام باشد خداوند زنده داشته باشیش ، اگر به خیر اسلام نباشد خداوند مغرفتش کند.
قدر منو اګر که د د ملاصاحب محترم د مرګ خبر دردونکی دی د هغی کمښت د امت له سره لویه ضایعه ده ځه له څو کالو پدی یقین یم چی ګران امیر المومنین نشته که چیرته قدرمن ملا صاحب ژوندی وی نو دا د خوشحالی خبر ده خو دا د عقل او منطق خبر نده چی نور چپ پاتی شی اوس باید د سکوت روژه ماته کری او امت اسلامی غمجن زرونه خوشحاله کری او که دا د ځینی مشاورینو مشوره وی چی ملا صاحب د چپ وی نو دا جهاد او امت سره ستر خیانت دی دادی اسلامی… نور لوستل »
محترم قاری صاحب هیله ده خفه نشی بیا نو په تا کی دری خبری دی یا داستخباراتو کس یی، یا داستخباراتو د تبلیغاتو لاندی تللی یی او یا هم د کوم حزب او یا تنظیم الشیاطین غړی یی چی موخه یی د واقعی مسلمانانو کمزوری کول د ځان په ګټه دیی کفارو په واسطه دی او بالاخره یی ځان ته ایل کول او د خپلو شیطانی او نفسانی خواهشاتو لپاره استعمالول دی زه وایمه که اوس امیرالمومنین خدای نخواسته شهید شوی او یا وفات شوی هم وی باید داسی وښودل شی چی ژوندی ده ځکه اوس جهاد تقریبا کامیابی ته… نور لوستل »
محترم قاری صیب دکاڑی کزخی دی راخکلی، زه ستا همنظزی یم چی ملا عمر نشته، او دملا عمر په موجودیت عقیده نلرم، امید دی هر هغه سوک چی په ملا عمر او دهغه په دائمی ژوند ایمان راوری، زما په خبرو خفه نشی.
میڑنی که ومری ھم خوجسدونه یی له دی فانی نڑی نه وکوچیژی البته دھغوی دتقدیس روحیه ژوندی اومیڑانی یی تاریخ په زرینوکرشولیکی.
درنولوستونكوسلامونه . دگډوله اوسوليدلي دولت دپنجابې شريكوال سره يوجعلي خبرخپوركړچي دافغانستان داسلامي امارت رهبراميرالمومنين ملا محمد عمرمجاهد دنري رنځ دناروغي له كبله وفات شوي دي داچي دمرگ نه دهيڅ ژوي خلاصون نشته مگرنه په داسي ښكرورودرواغو گورئ دنري رنځ ناروغي په ټوله نړئ كي يي كمپله ټوله شوي ده اودعلاج لپاره يي ډيري ساده طريقي رامنځ ته شوي چي په افريقاكي اوس هم داناروغي دمنځه تللي ده . خودافغانستان گوډاگي دولت غواړي چي په دي درواغوسره دخپلواكئ دلاري دسرښوندونكوپه ليكوكي درزپيداكړي اوهم دخپلومورال بايللو عسكروپه څيرمجاهدينومورال ته هم نقصان ورسوي دوي د دي نه بي خبره دي چي هغوي ديوهدف… نور لوستل »
خالد خانه ځه به درته څه ووایم ستا الفاظ ستا د دین نماینده ګی کوی ستا له الفاظو او اخلاقو معلومیژی چی د کومی عقیدی خاوند یی دلته هر کس د نظر ورکولو حق لری ماهم نظر واړندی کړ ستا توافق ورسره ضروری نده خو ښکنزل او بد رد ویلو حق بلکل نلری د منافق له صفاتو یو دادی چی کله خصومت وکری نو ښکنزل کوی جاسوس او د استخبارتو عمیل د ټولو علماوو په اتفاق سره کافر دی نو تا ماته کافر وویل ځه خپل رب ته عریضه کوم تر څو له تاسره حساب وکری او د دنیا په… نور لوستل »
بالکل قاری صاحب حتما به الله ته ورځو څوک چی الله ته په ورتګ او د قیامت له ورځی نه منکر وی هغه د قرآن په صریح نص چی قطعی الثبوت او قطعی الدلاله دی کافر ده يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ آمِنُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِي نَزَّلَ عَلَى رَسُولِهِ وَالْكِتَابِ الَّذِيَ أَنزَلَ مِن قَبْلُ وَمَن يَكْفُرْ بِاللّهِ وَمَلاَئِكَتِهِ وَكُتُبِهِ وَرُسُلِهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَقَدْ ضَلَّ ضَلاَلاً بَعِيداً سوره نسا آیت ۱۳۶ او همدا شان قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا أُولَئِكَ الَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ رَبِّهِمْ وَلِقَائِهِ سوره کهف آیت ۱۰۳- ۱۰۵… نور لوستل »
خالد جانه اوس خو د یقین وشو چی ملاصاحب مبارک شهید شوی او مونګ ته مشرانو درواغ وییل خو کله چی د کابل د سولی شورا تر وغوشتل حقیقت یی څرنګند کر انا لله وانا الیه راجعون بس نور ختم شوه نور به بحث نکووو الله د مبارک امیرالمومنین د نری اتل د جهاد او غزا سالار په جنوتونو ونازوی
زه هم همدا خبره تايدوم, د آی ایس آی سره بندی وو او همدوي وژلي دي, لكه بن لادن چی ورسره وو.
شه ده چی داموضوع واضح شی چی پاکستان او حکومت درواغ وائی اوکه طالبان . واقعی مسلمانان خو نشته چی تل رشتیاخبری وکی اوبل داچی ملامحمدعمرهم معلوم شی چی نردی که شجه اوکه هیچ نشته؟؟؟؟؟؟؟؟؟