مشرانو جرګه: د ملېشو جوړول د امنیتي ځواکونو پر مورال بده اغېز کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري۷مه ۱۳۹۴ل): مشرانو جرګه وايي چې د ملېشو جوړول د امنیتي ځواکونو په مورال بده اغېز کوي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم او د بلخ والي د طالبانو پر خلاف یو ځل بیا پخوانۍ «ملیشې» فعالې کړې دي.

مشرانو جرګې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دې جرګې مشر فضل هادي مسلمیار دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي ښاغلي نيکلاس هيسم سره په یوې ځانګړې لیدنه کې کړي دي.

مسلمیار ویلي چې هر ډول ملېشه جوړونه د امنیتي ځواکونو پر مورال بده اغیز کوي. مسلمیار ویلي، باید ټول لوري د ملېشه جوړونې کار پر ځای پریږدي.

دوستم چې په دې وروستیو کې فاریاب ته تللی، لوړه کړې وه چې په شمال کې د طالبانو له ماتولو وړاندې به بېرته کابل ته نه ګرځي.

جنرال دوستم نن بیا د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي د جګړې د ختمولو یواځينۍ لاره مذاکرات او تفاهم ښودلي دي.
شنونکي د دوستم وروستۍ څرګندونې د نوموړي ماتې بولي.

د یادونې وړ ده چې د دوستم او جنرال عطا د ګډو ملیشو عملیاتو پیل کېدو سره د عملیاتو له سیمې نه درې زره کورنۍ چې ډېری يې پښتانه دي له سیمو شړل شوي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د