ورزش

ملي لوبډله د پاکستان، زمبابوۍ او سري لنکا سره سیالۍ کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۷مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په اینده کې به د کرکټ ملي لوبډله د بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو لوبډلو سره سیالۍ وکړي.

د کرکټ بورډ اجراییه رییس شفیق الله ستانکزي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې د ملي لوبډله په نېږدې اینده کې له پاکستان، سري لنکا او زمبابوۍ سره د ۲۰ اوریزو او یو ورځينۍ سیالیو څو لوبې وکړي.

ستانکزي زیاته کړې چې د روان زیږدیز کال په اکتوبر کې به د زمبابوې په کوربه توب د افغانستان، زمبابوې او ایرلنډ لوبډلو ترمنځ درې ګونې نړیوالې یو ورځینۍ او شل اوریزې سیالۍ ترسره شي.

همدا راز د زمبابوې او افغانستان ملي لوبډلو ترمنځ به په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه توب پنځه یو ورځینۍ او دوه شل اوریزې سیالۍ ترسره شي او د ۲۰۱۶ کال په جنوري کې به د زمبابوې الف او افغان الف لوبډلو ترمنځ به په متحده عربي اماراتو کې څلور ورځینۍ او یو ورځینۍ سیالۍ ترسره شي. د ۲۰۱۶ کال په اپریل او می کې به په زمبابوې کې د افغان الف او زمبابوې الف لوبډلو ترمنځ څلور ورځینۍ او یو ورځینۍ سیالۍ ترسره شي.

د ستانکزي له قوله د اګست په میاشت کې به د پاکستان له کرکټ بورډ سره یو هوکړه لاسلیک کړي څو دغه هېواد سره څو سیالۍ وکړي.

د یادونې وړ ده چې افغانستان د څلورم ځل لپاره ۲۰ اورونو نړیوال جام ته وموندله.
د ۲۰اورونو نړیوال جام په ۲۰۱۶ز کال کې په هند کې ترسره کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x