ټولنیزه برخه

د مور د خوشحالۍ په لټه! ـ ۵

لیکوال: م.ش. کاموي

1) –  مور دې له نړې خبره ساته؛ د نړۍ له پېښو، خبرونو او ښکلو کيسو څخه دې مو خبروه، او هغه څه ورته وايه چې خوښوي ئې، ځکه پر ميندو د خپلو بچيانو خبرې ډېرې خوږې لږي.

2) –  د مور روزنه تل ستايه؛ پرته له رښې چې مور دې روزنه کې ډېرې تودې سړې تيرې کړي، نو ښائي چې ته هم د هغې د ورکړې ښه مننه او ستاينه وکړې، چې يوه اسانه لاره، ئې پر وړاندې د هغو کيسو يادول، چې مننه ئې پايله وي.

3) –  زما لويه نېمکرغي ستا خوشحاله ژوند دی؛ مور دې پدې پوهه کړه چې زما لويه ارزو ستا هوسا ژوند، له ما رضا کيدل دي، او دا هيله ورته ښکاره کوه چې ستا د نېکمرغۍ سبب دې زه وګرځم! نو کچېرې دې داسې وکړل، د مور ارزو دې پوره کړه، ځکه دا د ميندو ارمان وي چې، خوښۍ ئې د بچيانو لويه ارزو وګرځي.

4) –  کچيرې مور او پلار ئې ژوندي وي، نو پر ليدنه ئې بخل مه کوه؛ کچېرې دې د مور؛ مور او پلار ژوندي وي نو دهغوی پر ليدنه، ورسره پر نېکۍ کې سختي ونکړې، بلکې مور سره دې هم د هغوی پر ملاقات او زيارت کې مرسته وکړه، او کچيرې مړه وي، نو دعاوې او صدقې او هغه اعمال وکړه چې مړو ته ئې فائده رسيږي، او مور دې پرې خوښيږي؛ رسول الله صلی لله عليه وسلم فرمايلي: “يو انسان چې مړ شي، ټول عمال ئې قطع کيږي، مګر درې شيان: صدقة جارية، هغه علم چې خلکو ته ترې فائده رسي، نېک بچی چې دعاء ورته کوي”.

5) –  يو وقف ورته ځانګړی کړه؛ مور ته دې يو وقف ځانګړی کړه ترڅو ئې نېکۍ زياتې شي؛ د يوه مسجد جوړولو کې ورڅخه ګډون وکړه، يا د يتيمانو کفالت، يا د قرآنکريم د حافظانو پاملرنې اداره، يا د بې وسو او کمزورو سره مرستندويه ټولنه کې ورڅخه پيسې بندې کړه.

6) –  کله چې درته خپل ارمانونه يادوي؛ که مور دې درته خپلې ارزوګانې يا هغه څه چې خوښ ئې وي، نو مخکښې لدې چې درڅخه ئې وغواړي، د خپل توان په کچه ئې په ښه ډول ورپوره کړه.

7)  –  پر ټولو مصرفيتونو ئې وړاندې کړه؛ د مورليده او احتياجات پوره کول پر  نورو کارونو، ملګرو بلکې ستا پر بچيانو او ښځې هم وړاندې کړه.

8)  –  پر خپل کور دې مور ونازوه؛ مور نه دې وغواړه چې هميشه دې کورته راشي، او شپې ته پر پاته کيدو ډاډ ورکړه، ځکه دې سره مور ډېره خوشحاليږي، او د خپل زوی دا ډول مهرباني خپله نېکمرغي ګڼي.

9)  –  له ګردې کورنۍ سره په چکر ووځئ؛ مور دې له خپلو بچيانو، ورونو او خويندو سره په ګډه چکر ته وباسه، ترڅو ئې تفريح وشي، او هم خوشحاله شي.

10)  –  يو وخت او بل وخت ئې پر خپل دسترخوان نازوه؛ د مور ميلمستيا دې ځان او له نژدې قريبانو سره پر فاخر دسترخوان وکړه، دې شيانو سره د انسان علاقة کوم ځانګړي عمر پورې تړاو نلري، اګر که هغه به ئې نه غواړ خو ته بايد پوره ډاډ ورکړې.

11)  –  سوداګريزو بازارونو ليدنه پرې وکړه؛ کيداشي مور دې د لويو او قيمتي سوداګريزو بازارونو ليدو ارمان ولري، نو هغه ته شه،  چې دا ارمان ئې، ورپوره کړې.

12)  –  د نارينؤ ډالۍ ور وړاندې کړه؛ مور ته دې داسې يوه مناسبه ډالۍ وړاندې کړه چې هغه ئې ستا پلار ته ورکړي، چې دا د دواړو سره نيکي او احسان دی.

13)  –  پلار ستائنه؛ خپل پلار او دهغې نيکۍ دې د مور پر وړاندې ستايه، ځکه دې سره دې مور وياړي.

14)  –  د مور د چارو ستاينه کوه؛  د کور اداره کولو، او هم د خاوند سره ښه ژوندکولو باندې دې مور وستايه، دې سره ئې معنويات لوړيږي، او هم ئې پرځان ويسا زياتيږي.

15)  –  لوڼي تر ځامنو مور ته ډېرې نژدې وي؛ نو کوښښ کوه ترڅو ئې رازونه وساتئ، او خپل رازونه ورسره شريک کړئ، د هغې پر نفسياتو ځان پوهه کړئ، او لکه د ملګرې رويه ورسره وکړه.

16)  –  د سختيو پرمهال مور ځامنو ته ډېره اړه وي؛ د سختيو او تکليفونو پرمهال مور ځامنو ته ډېره اړتيا احساسوي، نو ښائې چې د خلاصولو لپاره ئې ځان تکړه کړئ، او دا کار بايد ټول ځامن په ګډه وکړي، ته تل مور سره اوسه، خپل ځواک، توانائي او نېکه رايه دې ورکړه.

17) –  پر خويندو دې مهرباني کوه؛ خويندو سره دې نرمي، مهرباني، او ورسره مينه او ښکلی سلوک کوه؛ هميشه يوه ډالۍ وروړاندې کوه.. دې سره دې مور خوښيږي، او مور طبيعتا له هغه ځوی سره ډېره مينه لري کوم چې پر خويندو مهربانه وي.

18)  –  د مور پر کارونو مه شرميږه؛ د مور پر ځينو هغو تصرفاتو چې د عمر سره ئې مناسب، خو چاپيريا او خلکو ترمنځ نااشنان وي د شرم او خجالت احساس مه کوه، بلکې وياړه پرې، او خوښي پرې څرکنده کړه، که څوک پرې خوښيږي خوښ دې شي، او که خفه کيږي خفه دې شي؛ مګر که د شريعت يا عام عرف سره ټکر او مخالف ؤ بيا ئې په ښه لاره د سمولو هڅه وکړه.

19) – بچيان دې، د مور سره پر مهربانۍ روږدي کړه؛ بچيانو ته دې مور سره د مهربانۍ لارې وښايه، مور ته ئې په جلا جلا مناسباتو کې د ډاليو سره ولېږدوه.

20)  –  د زوړوالي پر مهال ئې د لارې مرستندويه اوسه؛ د مور د زوړ والي پرمهال ئې لاس نيسه، او بوټان ئې پښو ته وړاندې کوه، لاره ورته ښايه؛ ته له بل هرچا ته، ډېر وړ ئې، چې د مور مرسته وکړی.

21) – د مور پر نېکی، دې بچيانو ترمنځ ډالۍ کښېږده؛ خپلو زامنو ترمنځ، يوه داسې ډالۍ هغه چاته ځانګړې کړه، کوم يو چې ستا مور سره نيکی، خوښی او خدمت کې ترنورو مخکيوالی کوي.

د مور د خوشحالۍ په لټه څلورمه برخه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x