
چاویل چې مړ دی/قاري سعيد
قاري سعید
چا ویل چې مړ دی عمر مړندی ژوندی دی
مات یي د ژوندون په تیغ د مرګ ناسي تندی دی
ورشئ د پامیر له هسکوڅوکو ځیني وپوښتئ
ورشئ د کوکچې له سویو کوکو ځیني وپوښتئ
ورشئ د سیستان له خړو خاورو یي تپوس وکړئ
ورشئ د سپین غر له سپینو واورو یي تپوس وکړئ
ورشئ د مرغاب او د هلمند څپوته غوږ کیږدئ
ورشئ د آمو او د ارغند څپو ته غوږ کیږئ
چیغې وهي مړنه دی ملا عمر ژوندی دی
مات یي د ژوندون په تیغ د مرګ ناسي تندی دی
دا دی د غزا او د تکبیر چیغې یي اورو
شړک یي د کمان او هم د تیر چیغي یي اورو
شور دی هلهله ده د غزا اسپې ششنیږي
چیغې د (امیرنا عمر) دي چې لوړیږي
غرونه غریو نیولي او جلګې له مستۍ ناڅي
څاڅکي د رحمت د شنه اسمان له تندي څاڅي
شوی د بوجهل د بچو خلاف پاڅون دی
کړی عمریانو په صلیب باندې شبخون دی
بیا د یرموک ورځ ده او د روم په سر ګوزار دی
بیا د وخت قیصر له عمریانو په چغار دی
تور صلیب راولوېد په ملا مات او مخ یي تور شو
بیا د یوه عمر مخکې یو بل قیصر نسکور شو
بیا یوه عمر د عمریت لاره تجدید کړه
پورته یي لوا له خراسانه د توحید کړه
ویښه یي نړۍ له درانه خوبه د غفلت کړه
پورته یي نعره د سپین قرآن د حاکمیت کړه
نور نو ټول امت او ټول اولس عمر عمر دی
نلرو بوجهل هر یو کس عمر عمر دی
هر کور عمرځای او هر سنګر عمر عمر دی
جوړ چې ترې مورچل دی هر کمر عمر عمر دی
پام ساته صلیبه ! عمر مړ نه دی ژوندی دی
مات یي دژوندون په تیغ د مرګ ناسي تندی دی
۲۰۱۵/۷/۲۹ میلادي
We all will be die not life till years years
واه واه قربا ن ستا له احساسه ګرانه شاعره ریشتا هم عمر نه مری عمر به نور تر قیامته ژوندی وی هو د هغه برحقه نادیه به نه غلی کیژی
واه واه واه واه واه، قاري سعيده الله دې اوږد عمر درکړي، زړه دې په دې شعر رايخ کړ، ژوند ژوند