افغانستان

طالبانو د «سولې» د «بلې ناستې» اوازې هم رد کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۸مه، ۱۳۹۴ل): دولتي سرچينو نن ـ پنجشنبه ـ له طالبانو سره د سولې د دویم ځل خبرو ورځ بللې ده او له څه مودې راهیسې يې د دې ناستې په اړه څرګندونې خپرولې.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي چې په لومړۍ ناسته کې د دې ناستې یادونه شوې وه او په خبره يې دا به تر هغې مخکينۍ ګټوره ثابته شي.

طالبانو پخپله تازه خبرپاڼه کې د سولې اړوند څرګندونې «اوازې» بللې او ويلي يې دي چې د دوی ټولې سیاسي چارې د سیاسي دفتر کار دی چې د دې ناستې په اړه په جريان کې نه دی.

د سولې په نامه لومړنۍ ناسته د اسلام اباد په مري ښارګوټي کې شوې وه، چې دولتي چارواکو له طالبانو سره مخامخ خبرې بللې، خو طالبانو هغه مهال هم دا ډول ناستې د سیاسي دفتر چارې وبللې او د دفتر کوم غړی په دې ناسته کې موجود نه و.

د طالبانو خبرپاڼه کاږي: «اسلامي امارت دخپل دريځ او کړنلارې له مخې دسیاسې مسائلو لپاره ځانګړی ارګان لري، په دې باره کې پخوا هم په مکرر ډول وضاحتونه خپاره شوي او د اسلامي امارت دريځ روښانه شوی دی.»

دولتي سرچينو نه دي ویلي، چې د سولې په نامه په دې دویمه ناسته کې به د طالبانو د استازو په پلمه څوک د غونډې په څنډه کې خپل مخاطب کېنوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حریا شملزی

الحمدلله الله دی طالبانو ته استقامت ورنصیب کړی پاکستان او د هغوی طالب شکله ملګری و شرموی

شاهین قریشی

الله ج دې ورته همت او صبر نصيب کړی او الله ج دې ورته اجر عظیم کړی انشاء الله په اسلامي امارت کې اوس داسې کسان ټاکل شوي دي چې د نړۍ په هيڅ ګوټ کې يې ساری نشته

حنیدالله افغان

یاالله ته دوخت دصحابه ؤ حافظ اوناصرشی
ټوله نړی ورته یوی خواته او اودوی بلی خواته
نیمچه مسلمانان ، مطبوعات ، فوځیان ، کفری مذاهب . داعش
خوبیاهم کلک ریښتینی اولکه داولی ورځی په خپل هوډ کلک ولاړدی
په ډیرادب داسلامی امارت له مشرانو غواړم
چی ترهرڅه مخکی په غرب پالو رسنیو بریدونه پیل کړی

عزام افغان

اللھم انصرھم علی اعدائھم ووفقھم لخدمت دینک والدولت وخلقک یارب.

توریالی هیمت

همدا مهال داسلامی امارت مجاهدینو ته ترهرڅه دمخه ضرور ده چی
د امریکا اوپاکستان په خوله غږیدونکی رسني وځپی

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x