نظــر

د ملا محمد عمر مجاهد مړینه که د امارت د استقلال غبرګون

ابوبلال

له هاغه وخت راهیسې چې په افغانستان کې د طالبانو اسلامي تحریک پاڅون سر راجیګ کړی نو میډیا یا رسنیو په ځانګړي ډول ددې تحریک او نظريئ دخاتمې او باطل ثابتیدو لپاره داسې مټې رابډوهلي چې په اسلامي تاریخ کې یئ ساری نه لیدل کیږي ؟؟؟؟

کله به یئ ویئل چې داد پاکستان دفوځ کسان دي کله به یئ ویئل دادپاکستان دګټو او مفادو لپاره راجیګ شوي زیاترو به داویئل چې داځکه پاکستان اکمالوي چې که کله حکومت جوړ او منظم شي نو دډیورنډ لانجمنه مسئله به هواره شي اوطالبان به دډیورنډ کرښه په رسمیت وپیژني ځینو به لاداویئل چې افغانستان به دپاکستان پنځمه صوبه یا ایالت وګرځي دا او دی ته ورته ډیرې داسې خبرې به اوریدل کیدې چې ځینو عامو خلکو به ګمان کولو چې طالبان شائید رښتیا هم دپاکستان لاسپوڅي یا کونجاړه خواره وي ؟؟؟

خو تاریخ وښوده چې کله دهیواد لس کم سل یانې نوي سلنه برخه دامارت ترواکمنۍ او حاکمیت لاندې راغله اوپه هیواد کې دامن سپین بیرغ په رپیدوشو په هیواد کې قتل غلا زنا رشوت پاټک سالاري ټوپک سالاري لواطت بچه بازي دچا عزت حیاء او ناموس ته سپک کتل دلارو مسافر زورول دا هرڅه داسلامي نظام په حاکمیت اودشرعي حدودو په جاري کولوسره ورک شوه او په هیواد کې دامن فضا قایمه هیوادوالو دهوساژوندساواخیسته دین مال عزت ناموس یئ خوندي شوه همدالامل وه چې دهیواد ټولو اولسونو دامارت ملاتړاو دطالبانو سره اوږه په اوږه دنظام په پلي کیدوکې ملګري شوه

د وخت په تیریدوسره کله چې دبامیانو دبودامجسمو دنړولو پریکړه وشوه دپاکستان په شمول ګاونډیو اودنړۍ زیاتره هیوادونویئ پرخلاف داخطارونو او اقتصادي اوتجارتي بندیزونودلګولو خبرداری ورکولو خو دلوی خدای په فضل دامارت دمدبرانه او خپلواکو مشرانو دخپل روښانه اوحقیقي دریځ په خپلولو اودخپلې پریکړې په عملي کولو سره دټولو هیوادونو زورواکو اوغاصبو قوتونوڅخه داستقلال څرګندونه وشوه ؟؟؟؟

د پاکستان پخواني فوځي مشر جنرال مشرف په خپل کتاب کې لیکلي چې زه تراوسه په دې فکرکې یم اوسوال راسره ملګری دی چې دافغانستان په جنګ کې مجاهدین مونږ استعمال کړه اوکه مجاهدینو مونږ استعمال کړو دی وایئ چې ما به فکر کاوه چې که چیرته په افغانستان کې مونږ یو کار عملي کول وغواړو نوزما دیو تیلیفون یا امرپه کولوسره بایدهغه حکم عملي شي خوچې کله داسامه بن لادن په سرلانجه راپورته شوه نومونږ دعلماؤ یوهيئت افغانستان ته ولیږلواوهلته په کندهارکې یئ دملا محمدعمرمجاهدسره ولیدل خوپه پای کې مشرملاصیب دبن لادن دایستلو یا امریکاته دورکولو څخه انکار وکړو نو تردې وروسته زه په دې عقیده شوم چې هغوی مونږ استعمال کړي یو ؟؟؟

همدارازدامارت دحاکمیت پرمهال ډیرې داسې مسئلې اوپیښې رامنځته شوي چې دامارت داستقلال دریځ ترې روښانه کیږي خودانو بیا اذهانو پورې تړلې ده چې یوڅوک دحقیقت اورښتیاؤ ترخوا ودریږي اوڅوک بیاهم لمرپه ګوته دپټولو هڅه کوي ؟؟؟

امارت دخدای په فضل له لومړي وخت څخه یواسلامي ملي تحریک اوداستقلال څخه برخمند وه اودی او وي به انشاءالله ….. خبره رانه اوږدیږي دامارت دسقوط څخه راواخله ترنن تاریخ پورې په ډیروسختوشرائطوکې دپاکستان په شمول دهیڅ کوم زبرځواک اواشغالګر هیواد سره امارت دروغې جوړې ترنامه لاندې داسلام اوهیواد او ددې غیورملت په سر سودا ونه کړه اونه یئ دبوسولاندې اوبه تیرې کړې چې همداداسلامي احکاموپراساس ولاړدریځ یئ له لومړۍورځې خپل کړی نن هم الحمدالله په هماغه دریځ محکم اوټینګ دی اوهمدالامل دی چې دامارت دحقانیت له امله تریوې ورځې بلې ته دامارت په عظمت اوعزت کې پرمختګ کیږي اودعامو مسلمانانو په زړونو کې ځای نیسي ؟؟؟

که چیرته امارت هم ددوی دوینا اوعمل سره سم ددیموکراتانو او تش په نامه ازادخیالو تګلاره خپله کړې وای نو نن به داسلام په تاریخ کې دامارت نوم دامارت دمشرانو نوم دمسلمان په ټنډه تور داغ وای خولله الحمد دامارت مشرانو دومره دبصیرت اوحکمت په خپلولوسره اسلام اومسلمانان په نړۍ کې یو ځل بیا یو مستقل خپلواک ازاد اوپه ازادۍ میئن ملت ثابت کړو چې دادی پایله اونتیجه یئ زمونږ دسترګوپه وړاندې ده ..

اوس راځو ننۍ موضوع ته چې په تمامورسنیئوکې دایوه خبره ښه په کلکه اوزغرده زمزمه کیږي چې ګني خدای مه کړه ملامحمدعمرمجاهد له نن څخه دوه یا درې کاله وړاندې وفات شوی دی ؟؟؟؟

رابه شو لومړی دې ټکي ته چې دهیوادپه شمول دګاونډیو اودنړۍ دزیاتو هیوادونو استخبارات له تمامې تیکنالوجۍ سره په سیمه کې میشت دي اوکارکوي دوی له دومره لویئ پیښې اوکیسې څخه دادومره کاله ولې خبر نه وه دوی خو دچاخبره په ساعتونو کې دهیواد اوسیمې دهرولایت اوولسوالۍ له پیښو ځان خبرساتي اودعوې کوي چې مونږله اسمانه دځمکې پرمخ څوسانتي شی هم لیدلی اوکتلی شو جاسوسان خویئ دچاخبره هرکلي اوکورته ورسیدل ولې دومره لویه پیښه ستاسونه پټه پاتې ده ؟؟؟

بله داچې که بالفرض ملامحمدعمرمجاهد وفات شي نو تاسو څه فکرکوۍ چې آیا دجهاد مفکوره به ختمه شي نه هیڅکله نه ….. زما په فکر کله چې طالبانو په قطر کې دسیاسي دفتر دخلاصولو اعلان وکړو نوپاکستان هڅه وکړه ترڅودادفتر په پاکستان کې پرانستل شي مګر دامارت دتجربه لرونکیومشرانو په فکر پاکستان دامارت لپاره سازګار اومناسب ادرس نه وه نوځکه یئ ددفترمشرطیب آغا ته اخطارونه ورکړه او دطیب آغا ورونه یئ ونیول شکنجه یئ کړه خوطیب آغا اونورومشرانو ددې اخطارونو پرواه ونه ساتله اوخپل کار ته یئ دوام ورکړو چې دادی لاس ته راوړنې یئ زمونږ پروړاندې دي ؟؟؟؟

داځل نوپاکستان له موقعې څخه په ګټې اخیستو یوواربیا دڅو پخواني طالب مشرانو په را ټولوسره غواړي دامارت دسیاسي دفتر اهمیت اواستقلال وتروړي مګر امارت اوسیاسي دفتر دخپل استقلال اوخپلواکۍ په موخه څو ځل مطبوعاتو او رسنیئوته وویئل دپاکستان دمري مرکچیان زمونږخلک نه دي اونه دامارت نمایئندګي کولی شي خو رسنۍ چې زیاتره دکفري هیوادولپاره کارکوي داخبره نه رابرسیره کوي پاکستان بیاهم په سپین سترګۍ دمذاکراتواوخبرو په نوم غواړي په امارت خپل سیاسي فشارزیات کړي اوخپل ټاکلي مرکچیان دامارت دغړو په توګه وړاندې کړي چې نړۍ ته اوافغانستان دولت ته وښايئ چې مونږ دسولې طرفداریو اودادی طالبان مودرته خبروته کښینول خوچې مقابل لوري ته ګوري نوامارت خپل کار پرمخ بوځي ؟؟؟

او عملیات اوجنګونه دوام لري اودسیاسي دفتر له خوا دپاکستان دخبرو سره مخالفت هم ښکاره دی نوپاکستان هڅه کوي ترڅودرښتینومجاهدینو ترمنځ داختلاف په اچولو سره ځان ته ځای پیداکړي چې له یوې خوا دنړۍ اوامریکا څخه ډالر ترلاسه کړي اوبلې خواته نړۍ اوافغانستان ته ځان سوله خوښی او دجنګ مخالف ثابت کړي؟ ؟؟ دپاکستان دغه تګلارې ته په کتلوسره ویئلی شوچې دملامحمدعمرمجاهددمرګ اوازه دپاکستان یوه دسیسه ده اوغواړي له دغه لارې له امارت اسلامي څخه دازادۍ اواستقلال غچ واخلي دا یواځې دامارت داستقلال غبرګون ګڼلی شو نور هیڅ نه مجاهدین دې دداسې بې اساسه تبلیغاتوپروړاندې دیووالي اواتحاد کوښښ وکړي ترڅومودڅوارلس کالوقربانۍ اوسرښندنې بې ځایه نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x