افغانستان

غزنی: ترافيکي پېښه کې نهه تنه ووژل شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۸مه، ۱۳۹۴ل): د کابل ـ کندهار په لویه لاره غزني ښار ته څېرمه ترافيکي پېښې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون نهه تنه وژلي.

د غزني د ترافيکو مديريت وايي چې په پېښه کې دوه ماشومان، دوه مېرمنې او پنځه سړي ځای پر ځای وژل شوي دي.

د غزني د ترافيکو مدير احمد اله احمدي وايي چې پېښه نن سهار شاوخوا اوه بجې د روضې کوتل کې را منځته شوه.

د احمدي په خبره یو ۳۰۳ موټر د روضې په کوتل کې له سراچې موټر سره وجنګيد، چې د سراچې ټوله سپرلۍ يې ځای پر ځای ووژله.

د کابل ـ کندهار په لویه لاره د ۳۰۳ موټرو د چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله ګڼې ورته پېښې رامنځته شوې دي، چې ډېری وخت يې موټر چلوونکي د نشې له امله ملامت بلل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

موټر چلوونکي نشه نه دي، بلکې دا د خدای په قهر اخته مست دي. په دې قحط الرجال حکومت کې بیا د تپوس هم هیڅوک نشته.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x