دیني، سیرت او تاریخ

د مسلمانانو حقونه – درېيمه برخه

ژباړه: محمد لقمان حامد

په خاوند د میرمنې حقونه

قرانکریم د میرمنو په اړه وایي: فان اطعنکم فلا تبغوا علیهن سبیلا (الایه) یعني که چرته ستاسو میرمنې ستاسو پیروي کوي نو تاسو په هغوئ پورې د تور لګولو لاره مه لټوئ.

تفسیر: که چرته میرمن د خپل خاوند حقونه په ښه توګه تر سره کوي نو د خاوند لپاره دا جایز نه دي چې په خپلې میرمنې بې له کومې وجې د تور لګولو لاره غوره کړي، یا یې وهي، او یا ورته سپکې سپورې کوي،(ترمذي).

حضرت عمرو بن الاحوص جشمی رضی الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: تاسو خبر اوسئ چې له خپلو میرمنو سره ښه چلند او ښه رویه غور کړئ .(ترمذي). حضرت عمرو بن الاحوص رضی الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: په تاسو د میرمنو دا حق دی چې تاسو په خوراک،او جامو کې له خپلو میرمنو سره ښه چلند وکړئ (ترمذي). فقهاؤو لیکلی چې د میرمنې په خپل خاوند باندې څلور حقونه دي:

۱: د میرمنې د خوراک، څښاک ذمه د خاوند پر غاړه ده .
۲: د میرمنې جامې پوره کول .
۳: د میرمنې هستوګن ځای .
۴:خاوند به اثال له خپلې میرمنې سره په څلورو میاشتو کې یوځل کوروالی (هم بستري) کوي . له دې څخه زیات د ضرورت په اندازه کوروالی کول جایز او غوره دي .

یادونه: د خاوند لپاره دا جایز نه ده چې خپله میرمن له کومې شرعي وجې پرته ووهي، او شرعي وجې درۍ دي:

۱: که چرته میرمن د خپل خاوند له پاره ځان نه ښا‌‌ءيسته کوي نو خاوند خپله میرمن وهلی شي .
۲:که د خاوند له پوهولوسره سره بیا هم میرمن یې لمونځ نه کوي نو خاوند خپله میرمن وهلی شي .
۳: که چرته یې میرمن له پردو سړو څخه پرده نه کوي او بې حیایي کوي نو خاوند ځپله میرمن وهلی شي .

ګټه: په بخاري او مسلم شریف کې له حضرت ابو مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: په خپله کورنۍ او اولاد باندې خرچه کول هم صدقه ده، لکه څنکه چې په صدقه باندې ثواب ترلاسه کیږي نو همداسې په خپل اولاد باندې د الله تعالی د خوشحالئ او رضاء له پاره مال خرچ کول هم ثواب لري . همداراز په بخاري او مسلم کې حضرت سعد بن وقاص رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: ته چې د خوراک کومه ګوله د خپلې میرمنې په خوله کې کیږدې نو الله تعالی په دې سره هم ثواب درکوي .

دخپلوانو حقونه (خپلوي پالنه)

د خپلوي پالني په اړه قرانکریم وایي: والذین یصلون ما امرالله به ان یوصل و یخشون ربهم و یخافون سوء الحساب . (الایه). ژباړه: او هغه خلک چې یوځای والی کوي د هغه شي چې الله تعالی یي امر کړی او ویریږي له خپل رب څخه او د بد حساب اندیښنه کوي . د مشهورو تفسیرونو په وینا له دې څخه مراد خپلوي پالنه (صله رحمي) ده یعني له خپلو خپلوانو سره خپلوي پالنه کول او د هغوئ حقونه پوره کول که چرته هغوئ ستا سره د کومې وجې نه خپلوي پریږدي بیا هم تاته په کار ده چې له خپلوانو سره خپلوي ټينګه وساتې نو دې ته خپلوي پالنه او صله رحمي ویل کیږي.

قرانکریم بل ځای وایي: وبالوالدین احسانا وبذي القربی. د مور او پلار سره او د خپلو خپلوانو سره ښه کوئ . داراز قرانکریم واي: يٰٓأَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِى خَلَقَكُم مِّن نَّفْسٍ وٰحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالًا كَثِيرًا وَنِسَآءً ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ الَّذِى تَسَآءَلُونَ بِهِۦ وَالْأَرْحَامَ ۚ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَيْكُمْ رَقِيبًا[سُوۡرَةُ النِّسَاء : 1]. اې خلكو له خپل هغه رب څخه ووېرېږئ چي تاسي يې له يو تن څخه پيدا کړئ او له هماغه تن څخه یې د هغه جوړه منځ ته راوړه او له دې دواړو څخه یې په نړۍ کښي ډېر نارينه او ښځي خواره کړل. له هغه خداى څخه ووېرېږئ چي په وسيله يې تاسي يو له بل څخه خپل حقوق غواړئ، او د خپلولۍ او پيوندونو له غوڅولو څخه ډډه وکړئ. باور ولرئ چي الله پر تاسي څارونكى دى.

له حضرت ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: څوک چې په الله تعالی او د اخرت په ورځ ایمان لري هغه دي خپلوي پالنه غوره کړي. (بخاري و مسلم). له حضرت عبدالله بن عمرو بن العاص رضی الله عنهماڅخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي: خپلوي پالونکی هغه څوک نه دی چې د احسان په بدله کې احسان ورسره وکړي بلکه خپلوي پالونکی هغه څوک دی چې له چا سره څوک خپلوي ختمه کړي او دی بیا هم خپلوي ورسره ساتي . الله تعالی دي مونږ ټولو ته د اسلامي حکمونو قدر کولو او په هغو باندې د عمل کولو توفیق راکړې .آمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x