fbpx

طالبان له خلکو سره اوږه په اوږه د عامه ګټو پروژې پلي کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۸مه، ۱۳۹۴ل): د غزني په قره باغ ولسوالي کې واکمن طالبان پر نظامي فعالیت سربېره د خلکو په مرسته د عامه ګټو پروژې پلي کوي.

د قره باغ په پڼي کلي کې خلکو د طالبانو په همکارۍ د هغه شان (آبده) جوړولو چارې سرته رسولې دي، چې د دوی په خبره له څو کلونو راهیسې ویجاړ پروت و.

Qarabagh-Taliban-Project-1

دغه شان (حوض) چې د پڼي کلي اوسېدونکو ته يې  ګڼې اسانتياوې را منځته کړې، له څو کلونو راهیسې ویجاړ پروت و، چې کلیوالو ترې سمه ګټه نه شوای اخیستلی .

د پڼي کلي یوه اوسېدونکي روح الله نن ټکي اسیا ته ویلي، چې دوی به نور کله د دې حوض څخه د خپلو پټيو او کرکېلو د خړوبولو لپاره له ګڼو ستونزو سره لاس و ګریوان ول؛ خو اوس ټول کلیوال ډېر خوښ دي، چې دا ستونزه یې ختمه شوه.

د نوموړي په خبره : « د کليوالو او طالبانو په ګډه همکاري او د طالبانو د موسساتو د کمیسیون په اجازه او د هغوی تر نظارت لاندې د دې شان د جوړولو چارې شاوخوا یوه میاشت وخت په بر کې ونیو او اوس ګټې اخستنې ته چمتو شوی.»

Qarabagh-Taliban-Project-5

روح الله زیاتوي، چې په دې څه باندې یوه میاشتنۍ پروژه کې طالبانو پنځو تنو ته د کار زمېنه برابره کړې وه.

د پڼي کلي اوسېدونکي د طالبانو له دې اقدامه خوښ برېښي او د دوی په خبره د دولت په دیارلس کلن ډالري بهیر کې دوی ته هېڅ پاملرنه نه ده کړې او یوازې د خپلو جیبونو په ډکولو اخته دي ، خو طالبانو ډېر ژر د کلیوالو په غوښتنه د شان د جوړولو امر ورکړ او عملاً يې همکاري ورسره وکړه.

د سیمه یېزو طالبانو یو مشر قومندان بصیر په سېمه کې زموږ همکار ته ویلي، چې دغه پروژه د خلکو په غوښتنه،  د دوی تر نظارت لاندې او د یوې غیر دولتي مؤسسې په مالي ملاتړ بشپړه شوې.

همداراز مولوي ناصر چې د غزني ولایت لپاره د طالبانو د مؤسساتو د کمیسیون رئیس بلل کېږي، د ټلیفون پر کرښه د نن ټکي اسیا د همکار د دې پوښتنې په ځواب کې ایا رښتیا هم طالبان له ولس سره د عامه المنفعه پروژو په ترسره کولو کې همکاري کوي؟. وویل :« بلې هو، اسلامي امارت د خپلو تشکیلاتو په اډانه کې د مؤسساتو د چارو لپاره ځانګړی کمیسیون لري، چې دا مهال د هيوادو په زیاترو ولایتونو کې د ولس لپاره د عامه ګټو پروژې پلي کوي. »

ښاغلي مولوي ناصر همداراز زیاته کړه، چې دا مهال دوی د غزني په ډېری هغو سېمو کې چې د دوی تر واکمني لاندې دي، خلکو ته ورته پروژې وړاندي کوي.

نوموړي د ساري په توګه وویل، چې یوازې په قره باغ ولسوالۍ کې اوس مهال د سرکي مکتب لپاره د چهاردیوالي او د شیراباد د سیمې لپاره د یوه ښوونځي د جوړولو چارې خلک د دوی په همکاري د امنیت په فضاء کې پر مخ وړي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم طالبانو په ګنو سیمو کې د عام المنفعه پروژو د تطبیق هڅې کړې دي، چې د ولسي ملاتړ په لا غښتلتیا کې يې جوت ځای ورته نیولی.

په دې لړ کې تېر کال د کندوز په دشت ارچې کې د طالبانو له لوري رغول شوې لويې لارې د طالبانو او ولس د ګډ کار لویه بېلګه بلل کېږي.

Qarabagh-Taliban-Project-9

Qarabagh-Taliban-Project-7

Qarabagh-Taliban-Project-6

Qarabagh-Taliban-Project-3

Qarabagh-Taliban-Project-2

Qarabagh-Taliban-Project-‍10

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
نور
میلمه
نور

دا ویلای شی چې څو فیصده یې پکې اخیستې ده؟

حامد
میلمه
حامد

د طالبانو تبلیغ څنګه خپلواکي ده چې دا ويپ پاڼه د هغه ادعا لري

خاکسار فاریابی
میلمه
خاکسار فاریابی

ماشاءالله ډیرښه