دیني، سیرت او تاریخ

روژه اونوی ساينسي څېړنې (۵)

 ۴: زړۀ اوروح صفاکوی:
په روژه کې دانسان زړۀ اوروح دټولوپلیتوکړونوڅخه لیرې وی نوځکه روژه زړۀ اوروح صفاکوی، دبدن غذاداده چي کله یوانسان خوراک وکړی اودروح غذاعبادت دی اودنفسی خواهشاتوڅخه لیری والی دی، چي دکال ترټولومیاشتوپه روژه کې تزکیه دنفس ښه صورت نیسی۔ چي داخپله وجنت ته ددخول لاره اومسیر دی۔

۵: روژه دجهنم لپاره سپر(ډال) دی:
حضرت ابوهریره رضی الله عنه فرمایی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: چي دهرعمل ثواب لس چنده څخه تر۷۰۰ چنده پوری دی، اوخدای جل جلاله وایی چي روژه زمالپاره ده اوزه ئې اجرورکوم اوروژه ددوږخ لپاره سپر(ډال) دی۔
چي ددې حدیث شریف څخه موخه داده چي الله جل جلاله وانسان ته بې حسابه ثوابونه ورکوی۔ چي دهغه حساب اواټکل دانسان له فکراوتصورڅخه لیرې ده۔
۶: روژه يوعبادت ده اوهرعبادت شکردی:
روژه عبادت ده اوعبادت شکردی چې داهم یونعمت دالله دی، روژه یوامانت دی دالله جل جلاله له لوری چې وموږته راکول شویدی اواوس الله جل جلاله موږپه دې کی ازمایی(امتحانوی) چې ایاموږپه دې امانت کی رښتنی یو اوکه خاینان یو؟؟؟ چې په دې امانت کی دخوراک ،څښاک، جماع اونوروڅخه منع اوبندیزدی اودې بندیزټوله ورځ په برکی نیولې ده، نودازموږکاردی چې دالله په دې امانت کی څه بایدوکړو؟ اوڅنګه ئې وسرته ورسوو؛ په دې امانت کی ټوله بدن اونفس دواړه شامل دی، دبیلګې په ډول سره که موږپه یوځای کی یواځی ناست یواوهیڅوک راسره نه وی یاوږی شواویاهم تږی شونوبایدڅه وکړو؟ امانت به ساتو؟ اوکه به ئې له لاسه ورکوو؟ که مودنفس په خوله وکړل نوموږخاینان شو، اوکه مودالله دحکم سره سم څه وکړل نوموږصادقان شو؛ چې په واقعت کی داامانت (روژه) دمکافاتو اومجازاتو په منځ کی دی.
۷: روژه انسان دحيوانيت څخه وملائيکوته نژدې کوی.
ژوی(حیوانات) یواځی خوراک، څښاک اونفسی خواهشات پوره کوی چې داځانګرتیاوې په انسان کی هم شتون لری، نوپه دې میاشت کی پرانسان باندی دالله له لوری داڅیزونه بندشی چې په واقعت کی انسان دحیوانیت څخه وملائیکوته نژدې شی، چې پایلې به ئې داراووځی چې عبادت به کوی، ښکلی کارونه به کوی، اووخپل ورب اوخالق ته به ځان نژدی کوی چې دانودنفس دځنځیرونوڅخه خلاصیدل دی، کله چې یوڅوک دنفس دغلامۍ څخه ازادشونووالله ته نژدی کیږی،اودنفس څخه په دې بیلوالی راځی چې خوراک، څښاک اوشهوت کنترول دی، علماء کرام، زاهدان، حکماء اوروحانین وایی که یوڅوک غواړی چې تالیف وکړی نوخوراک ، څښاک اوشهوت دی کم کړی، داځکه چې تالیف سپیڅلې دنده ده نوځکه دنفس څخه لیری کیدل غواړی.
۸: روژ شهوت ضعيفه کوی:
دروژې بل حکمت اوفلسفه داده چې شهوت ضعیفه کوی، هغه ځوانان چې ودونه نلری نوروژه ورته غوره درملنه ده ترڅوشهوت ئې کنترول شی، داځکه چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:
ای دځوانانوټولنې! که تاسی توان ولری نوودونه وکړی اوکه تاسی توان نلری دودونو، نوروژې ونیسی.
یواځی شهوت پوره کول داهم دحیوانانوځانګړتیاده، اوالله جل جلاله غواړی چې  ددې عبادت په وجه موږدحیوانانوددې خاصیت څخه لیری کړی اووخپل ځانته مومتوجه اونژدې کړی.
۹: روژه دفقيرانواومسکينانوسره دخواخوږۍ مياشت ده:
کله چې روژه ونیول شی اوسړی وږی اوتږی شی نودانسان سره دنوروږو تږومسکینانو، بی وزلواوفقیرانواحساس پیداکیږی دهغوسره دخواخوږۍ مینه ورسره پیداکیږی، دهغوسره مرسته کوی، لاس ورغځوی اودترحم مزی ورته غځوی، اوکه نس موړوی نوبیاموړدوږی په حال څه خبردی، کله چې دمحتاجانوسره دهمدردۍ فکرپیداشواووده ئې وکړه نووعبادت ته ئې خپله دماغ جوړیږی، حکماء وایی چې کله نس ډک شی نوعقل کډه وکړی، داانسان حکمت کارپریږدی، اواعضاء ئې سره سستې شی، چې عبادت خپله پاتی کیږی؛ اوبل لورته که نس ډک نه وی نوزړه صفاوی، فکرروښانه وی، اودالله جل جلاله وذکرته انسان حساس  اولیوال وی، اوبیاانسان کوښښ کوی چې هرڅه دعقل سلیم په رڼاکی ترسره کړی.
۱۰: په روژه کی عقل پرشهوت باندی غلبه پيداکړی:
په روژه کی عقل پرشهوت باندی غلبه پیداکوی، چې علماء کرام ودغه سړی ته چې عقل ئې پرشهوت باندی غلبه پیداکړی وی ورته (خیرالناس) یعنی غوره دخلکووایی، چې ددې سړي په سترګوکی حیاوی، زړه ئې دتزکیې په جال کی وي، اودټولوګناهونواوجرایمو څخه په واټن اونفرت کی وي، عبادت اوټول ښه اومشروع کړنې ورته خوږخوندجوتیږی، اودروح غذایی بولی، وبل لورته دالله جل جلاله درحمت دروازې هم پردې سړی خلاصیږی، اودی به تل دبرکتونواوفیوضاتوپه څاڅکوکی پټ وی، چې داڅومری دویاړموقع اوځای دی.
۱۱: وروژې ته (رياضة الروح) او(علاج النفس) وايی:
روژه وروح ته ښکلا، ځلااوغذاورکوی، نوځکه وروژې ته (ریاضة الروح) وایی، داچې په روژه کی ټولې کړنې دنفس خلاف دی نوځکه وروژې ته (علاج النفس) وایی، کله چې په یوه کال کی یوه میاشت روح ښادشی، اونفس تزکیه شی، نوددې اغیزې ترډیره پوری پاتی کیږی، اوکه دکال په منځ کی بیانفلی روژې ونیول شی نوداخونورعلی نورشو، داځکه چې وشهوت اونفس ته به دومره موقع نه وی چې انسان ګمراه اودتیاروپه ګرداب کی ئې ډوب کړی، نوروژه نفس قبضه اوقیضه کوی، اووبل لورته روح تقویه اووده ورکوی.
په دې مياشت کې ټول الهی کتابونه نازل شويدی
۱: په دې میاشت کې دلومړی ځل لپاره پرسیدناابراهیم علیه السلام صحیفې نازلې شوې۔
۲: دروژې پرشپږمه تورات پر سیدناحضرت موسی علیه السلام نازل شو۔
۳:دروژې پر(۱۸) زبورپرسیدناحضرت داودعلیه السلام نازل شو۔
۴: دروژې پر(۱۳) انجیل پرسیدناحضرت عیسی علیه السلام باندی نازل شو،
۵:په دې میاشت کی قرانکریم داووم اسمان څخه واول اسمان ته نازل شو۔
نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور

عبد الغفار جُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x