fbpx

روژه مو مباركه شه! – قتيل خوږياڼى

عبدالروف قتيل خوږياڼى/ مرحوم

روژه نيول د نا مسلمانو په څېر يوازې د خوراک لږوالى او زياتوالى نه دى، بلکې د مسلمان روژه له هغو معاملاتو او عباداتو سره تړاو لري، چې مسلمانانو ته د الله تعالي نعمتونه ورياد وي او يا يې په بشپړ قناعت د تر لاسه كولو هڅې روانې ساتي.

د روژې نيولو سپېڅلې روحيه داده، چې مسلمان د رب العزت امر په سمه توگه په ځاى کوي او دېرش ورځې په ايماني او احتسابي توگه روژه نيسي.

په ايماني او احتسابي توگه د روژې په نيولو كې د مسلمانانو تېرځانگړي گناهونه بخښل کيږي، د جنت دروازې ورته بېرته كيږي او د دوزخ له اور ژغورل كيږي؛

نو دا څومره د خوښۍ او خوشحالۍ خبره ده، چې د اسلام د يوه رکن د تر سره كولو له كبله سړي ته سړيتوب او مسلمان ته مسلماني ور په برخه شي.

مسافر او ناروغ، ماشوم او ليونى په روژه خوړلو د الله پاك له بښنې او ښېگڼې بې برخې نه پاتې كيږي.

د روژې له خوشالۍ هغه څوك برخمن وي، چا، چې  له مادي او معنوي زيان رسولو ډډه كړې وي، د چاغيبت يې نه وي  کړى او په چا يې توراو بهتان نه وي لگولى، په پاک طعام او خوړو يې پېشلمى كړى وي او د خداى ج د رضا د حصول لپاره يې په سپيڅلي نيت روژه نيولې او ماته كړې وي.

د اختر د ورځې په خوښيو کې د گډون کولو له خجالت څخه هغه څوک خلاص وي، چې لاس يې د غلا لپاره د چا مال او د بې حيايۍ لپاره د چا ناموس ته نه وي اوږد شوى، په پښو د نواهيو د اجرا کولو لپاره تللى نه وي او خپل مخ يې پخپله تورکړى نه وي( د ځينو بې همتانو په څېر يې روژه خوړلې نه وي).

مسلمان که په هرهېواد کې اقامت ولري روژه نيول ورباندې فرض ده.

دا عذرنه منل کيږي، چې زه په امريکا، جرمني يا نورو بهرنيو هېوادونو کې اوسيږم او روژه راباندې نه کيږي؛ ځکه، چې له اسانتياوو يې بې برخې يم.

دغه رازکسان د مسافرو په ډله کې؛ ځکه نه شي راتلاى، چې هلته له خپلو ماشومانو سره له څو کلونو را پديخوا ميشت دي، گټه كوي او د هغه هېواد مقيم گڼل کيږي.

ځينې بې همتان داسې هم شته، چې له داکتر څخه د ناروغۍ په پلمه د روژې خوړلو سند ترلاسه کوي او يا په روژه كې د سفر نيت كوي.

روژې ته په دې توگه چل جوړولو کې هم روژه خور او هم داکتر يو شان گهنگاران دي او څارنه يې هم د  بد اخلاقۍ حكم نه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د