
نومیالی عالم او شیخ الحدیث شیخ عبدالستار جان وفات شو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۸مه، ۱۳۹۴ل): له خواشینۍ ډک خبر مو ترلاسه کړ، چې نوموتی افغان عالم شیخ عبدالستار جان نن له غرمې مخکې د خيبر پښتونخوا د مرکز پيښور ښار په رحمان روغتون کې د ورپيښې ناروغۍ له امله په حق ورسید.
شيخ عبدالستار جان صاحب رحمه الله د مولوي غفارجان اخنذاده صاحب زوی په قوم حسين خيل د کابل ولايت د موسهی ولسوالۍ اوسيدونکی و.
نوموړي اويا (۷۰) کلن و او ټول عمر يې په علم ، تدريس ، هجرت او جهاد کې تير شوی و.
مرحوم شيخ صاحب رحمه الله په هيواد کې دننه او له هيواد څخه بهر هم په ډيرو نورو ديني مدارسو کې د تدريس مقدسه دنده پر مخ بيولې وه.
نوموړی د افغانستان د ټولو علماء کرامو ، ديني طالب العلمانو او ولس په منځ کې د زيات محبوبيت څخه برخمن ؤ .
د نوموړي جنازه نن مازديګر پنځه بجې په ټل ښار کې ادا کېږي.
انا لله و انا الیه راجعون