افغانستاننړۍ

اسلام اباد کې پولیسو د افغان مهاجرینو کورونه ونړول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۸مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې پولیسو د افغان مهاجرینو کورونه چې له ټول ساز و سامانه ډک وو ړنګ کړل.

که څه هم افغان مهاجرینو د دوی د کورنو د ړنګولو خلاف کلک غبرګون وښود خو پولیسو پر دې سربېره ډيری شمېر کورونه د بلډوزر پر مټ وران کړل.

پاکستاني تلویزون ډان نیوز په خپل یوه راپور کې وايي چې د افغان مهاجرینو ددغه خټين کورونو د ورانولو لپاره د اسلام اباد ښاروالۍ عملیات پیل کړي دي.

راپور زیاتوي چې د کورنو د ړنګولو پر مهال ډيری پولیسو سیمه کلابنده کړه او هغه مهال چې د ښاروالۍ بلډوزرو د افغان مهاجرینو د کورونو په ړنګولو پیل وکړ نو د ځايي خلکو د سخت غبرګون سره مخ شول.

د کورونو د ویجاړولو پر مهال ښځې بامونو ته پورته شوې، پولیسو مخې ته یې قران ونیو چې کور یې ړنګ نه کړي خو پولیسو سربېره پر دې د دوی کورونه ړنګ کړل.

ډان نیوز راپور له مخې پولیسو هغه ښځه نیولې چې د قران په پار يې له دوی څخه غوښتل چې کور یې ړنګ نه کړي.

پاکستاني چارواکي وايي چې دغو مهاجرینو ته یې دوه ځل خبرداری ورکړی و څو دغه سیمه پریږدي. دوی وايي چې د اسلام اباد استیناف محکمې ورته حکم کړی څو «غیرقانوني» ودانۍ ړنګې کړي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو سره د پولیسو لخوا بد چلند زښت زیات شوی دی. د سیمې اوسیدونکي وايي چې پولیس یې د قانوني کارتونو سربېره نیسي او بډې ترې اخلي.

د افغان مهاجرینو د کورونو د ړنګولو په اړه تر دې مهاله په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او د کډوالو چارو وزارت غبرګون نه دی ښودلی.


Afghan Women stage protest against CDA operation by dawn-news

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خاکسار

حسبناالله ونعم الوکیل

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x