fbpx
iftar

روژه په خوله سنګر ساتل

د صحابه وو ژوند

د مولوي عبدالحق حماد ژباړه

حضرت انس رضي الله عنه  وايي: موږ په يو سفر کې له پيغمبر صلی الله عليه وسلم  سره وو، ځينو ملګرو روژه نيولې وه او ځينو نه وه نيولې، دغه ورځ ګرمي ډېره زياته وه  او په ملګرو کې د زيات سيوري والا هغه څوک و چې په يوه څادر يې ځان ته سيورى جوړ کړى و، ځينو په خپلو لاسو له لمره ځان بچ کاوه، يوځای موپړاو وکړ؛ نو روژه تيان پرېوتل او بوزه تيانو (چا چې روژه نه وه نيولې) کيږدۍ ولګولې او سپرليو ته يې اوبه ورکړې؛ نو پيغمبر صلی الله عليه وسلم  وويل: نن ټول ثواب بوزه تيانو وګاټه.

ابو قلابه رضي الله عنه  وايي: څو تنه صحابه له يوسفر نه راستانه شول او خپل يو ملگرى يې ډېر وستايه وېل: د فلاني غوندې غوره سړی موږ بل څوک نه دی ليدلی، چې روان به و، قرانکريم به يې لوست او چې پړاو به مو واچاوه؛ نولمونځونه يې کول، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  پوښتنه وكړه چې: د هغه اوښ ته ګيا اونورکارونه به يې چا کول؟ اصحابو وويل: موږ! پيغمبر صلی الله عليه وسلم  ورته وويل: نو تاسو تر هغه غوره ياست!.
ابو درداء رضي الله عنه  وايي: موږ (دجهاد) په يو سفر کې پيغمبر صلی الله عليه وسلم  سره ملګري وو، په هغه ورځ دومره ګرمي وه چې ځينو خلکو له لمرنه دژغورنې په موخه پر سرونو لاسونه نيولي وو، په هغه ورځ هم پيغمبر صلی الله عليه وسلم اوعبدالله بن رواحه رضي الله عنه  روژه نيولې وه.

نوموړی په يوبل روايت کې وايي چې دا درمضان مياشت وه

ابو سعيد خدري رضي الله عنه  وايي: موږ به د رمضان په مياشت کې پيغمبر صلی الله عليه وسلم  سره غزا ته تللو؛ نو ځينو ملګرو به روژه نيوله او ځينو به نه نيوله؛ خو نه به روژتيان له بوزه تيانو خپه کېدل او نه به بوزه تيان له روژه تيانو خپه کېدل؛ خو ټولو به ويل چې که څوک په ځان کې وس او همت ويني، هغه لپاره روژه نيول غوره ده.

ابن عمر رضي الله عنه  وايي: عبدالله بن مخرمه رضي الله عنه  په “يمامه” غزاکې سخت ټپي شو اوپرځمکه پروت و، زه چې ورغلم نوموړي پوښتنه راڅخه وکړه وېل: دروژه ماتې وخت نه دی؟ ماويل: دی ، وېل: دا لوښی واخله لږ اوبه  راته راوړه چې روژه پرې ماته کړم ! زه په اوبوپسې ولاړم؛ خوچې بېرته راتلم نوموړي لوی څښتن جل جلاله ته روح سپارلی و . (إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّـا إِلَيْهِ رَاجِعونَ).

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د