افغانستان

ګډ حکومت کې اداري فساد «دوه برابره» شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۸مه، ۱۳۹۴ل): د ګډ حکومت له نږدې لس میاشتې پوره کېدو سره د هېواد په ګوټ ـ ګوټ کې په دولتي ادارو کې فساد د پخوا په پرتله دوه برابره شوی دی.

که څه هم د پخواني ولسمشر حامد کرزي دوره د ادارې فساد له امله افغانستان د مفسدو هېوادونو په سر کې ودراوه، خو ګڼ سوداګر او په دولت کې د قضيو پر مخ وړونکي وايي چې د ملي وحدت په نامه جوړه شوې اداره تر پخوانۍ هغې دوه برابره مفسده ده.

د تاج محمد تمکين په نامه يو تن چې خپل ځان سوداګر معرفي کوي، پخپله فیسبوک پاڼه د نمونې په توګه د خپلو مالونو د لېږد په برخه کې وايي چې د لویو لارو پر سر په ناقانونه توګه ترې د پخوا په پرتله دوه برابره پیسې اخیستل کېږي.

د نوموړي په خبره له پاکستانه د دوی را واريدېدونکي توکي که قانوني وزن ولري هم، نو د تورخم په تله کې ترې د پخوا دوه برابره یعنې ۱۲۰۰۰افغانۍ اخیستل کېږي.

په ورته توګه د ننګرهار ګمرک هم ترې ۱۲۰۰۰ افغانۍ اخلي، چې پخوا يې ترې شپږ زره افغانۍ اخیستلې.

تمکين وړاندې لیکي چې وروسته دوی خپل مالونه په څلورو وړو موټرونو کې له جلال اباد نه پلازمېنې کابل ته لېږي، چې د هر موټر پر ترې په کابل کې ۳۰۰۰ افغانۍ اخیستل کېږي.

د محمد وارث حیدر په نوم بل تن وايي چې په ننګرهار ګمرک کې د مشرانو جرګې د رییس فضل هادي مسلمیار کسان ټاکل شوي دي، چې په خبره يې مسلمار ترې هره پنجشنبه خپل حساب غواړي.

په ورته توګه په پلازمېنه کابل کې هم خلک په دولتي ادارو کې د فساد له لوړېدو شکایت کوي، د کابل ښار یو تن اوسېدونکی، چې د کاردان خصوصي پوهنتون محصل دی، وايي چې د خپل موټر پر سر ترې درې سوه ډالر رشوت واخیستل شو.

محمد الله وايي چې له چا سره يې پر دوکان شخړه رامنځته شوه، د کابل امنیه قومنداني کې يې یوازې د عریضې د قبولي لپاره ترې درې سوه ډالر واخیستل.

د هغه په خبره وروسته يې دعوه همداسې پرېښوده، ځکه چې د دعوې پرمخ وړلو لپاره يې د لګښت وس نه درلود.

که څه هم دولتي سرچينې د داسې پېښو په مهال له رسنیو سره له خبرو نه ډډه کوي، خو په کابل ښار کې د اتمې امنیتي حوزې يو چارواکی مني، چې په دولتي ادارو کې فساد لوړ شوی دی.

نوموړي د نوم نه ښودو په شرط د نن ټکی اسیا همکار ته ومنل او په خبره يې دوی پخپلو ټاکلو معاشونو ګوزاره نه شي کولی، ځکه خو مجبور دی چې له خلکو نه پیسې وتروړي.

یاده دې وي په ګډ حکومت کې د سرپرستۍ مقررۍ او د خپلوي پالل هم د اداري فساد په برخه کې بې اغېزې نه دي پاتې شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x