افغانستان

تېره میاشت نږدې ۳۰۰ دولتي کارکوونکي له دندو زړه توري شول

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۸مه، ۱۳۹۴ل): د روان ميلادي کال په تېره میاشت کې نږدې ۳۰۰ دولتي کارکوونکي له خپلو دندو زړه توري شوي او ګڼو يې د طالبانو ملاتړ کړی دی.

دغه څرګندونې طالبانو د خپل بلنیز کمیسیون د جولاي میاشتې په راپور کې کړې دي.

طالبانو ویلي چې د دوی د دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسیون د خپلې بلنې په لړ کې په تېره میاشت کې ۲۹۹ تنه دولتي کارکوونکي له دندو لاس په سر کړي دي.

طالبانو ته په تسلیم شويو کسانو کې ګڼ لوړپوړي پوځي مامورين هم شامل دی، چې دوی يې لنډ شهرت، دنده، د دندې ځای او د تسیلمي کره نېټه پخپله برېښنا پاڼه کې خپره کړې ده.

د طالبانو د دا ډول څرګندونو پر وړاندې ګډ حکومت پرلپسې خاموشي غوره بللې ده، که څه هم تر دې وړاندې په جون میاشت کې طالبانو د تر ټولو ډېرو دولتي مامورینو خبر هم ورکړ.

دوی د جون د میاشتې په راپور کې د ۵۸۵ تنو د تسلیمي خبر ورکړ، چې د دوی د بلنيز کمیسیون د میاشتنیو راپورونو پر اساس تر ټولو ډېر کسان په همدې میاشت کې تسلیم شوي و.

پوځي شنونکي د طالبانو له لیکو سره د یوځای کېدو دلایل، په پوځی برخه کې کمزروې روحيه، خپل منځي بريدونه د دولتي دستګاه ناسمه پاملرنه او د ولس نه ملاتړ په ګوته کوي.

ياده دې وي څو ورځې وړاندې هم په بدخشان کې ولایت کې تر سلو ډېر دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم او وروسته ټول یو ځايي خوشي شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x