fbpx

ملا محمد عمر مجاهد وفات شوی، طالبانو رسما ومنله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۸مه ۱۳۹۴ل): د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد د مړینې خبر طالبانو رسما تایید کړ.

پرون رسنیو خبر ورکړ چې د طالبانو مشر ملا عمر مړ شوی خو طالبانو دغه خبر رسما تایید نه کړ.

نن ټکی اسیا د طالبانو د رهبرۍ شورا هغه اعلامیه چې په دې اړوند خپره شوې، کټ مټ نشر ته سپاري.

د عالیقدرامیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهد رحمه الله د وفات د اعلان په اړه داسلامي امارت د رهبري شوری اودمرحوم دکورنۍ اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

إن الحمد لله؛ نحمده، ونستعينه، ونستغفره، ونتوب إليه، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله؛ فلا مضل له، ومن يضلل؛ فلا هادي له. ونشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، ونشهد أن محمداً عبده ورسوله، صلى الله عليه وعلى آله وأصحابه وسلم تسليماًکثیرا.

أما بعد. فقد قال الله تبارک و تعالی:

وَمَا كَانَ لِنَفْسٍ أَنْ تَمُوتَ إِلاَّ بِإِذْنِ الله كِتَابًا مُّؤَجَّلاً وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ الدُّنْيَا نُؤْتِهِ مِنْهَا وَمَن يُرِدْ ثَوَابَ الآخِرَةِ نُؤْتِهِ مِنْهَا وَسَنَجْزِي الشَّاكِرِينَ۱۴۵وَكَأَيِّن مِّن نَّبِيٍّ قَاتَلَ مَعَهُ رِبِّيُّونَ كَثِيرٌ فَمَا وَهَنُواْ لِمَا أَصَابَهُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَمَا ضَعُفُواْ وَمَا اسْتَكَانُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الصَّابِرِينَ۱۴۶وَمَا كَانَ قَوْلَهُمْ إِلاَّ أَن قَالُواْ ربَّنَا اغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَإِسْرَافَنَا فِي أَمْرِنَا وَثَبِّتْ أَقْدَامَنَا وانصُرْنَا عَلَى الْقَوْمِ الْكَافِرِينَ ۱۴۷ آل عمران.

ترجمه : او هیڅ یو کس لره دا واک نشته چې مړ شي مګر دالله تعالی په حکم سره په لیکل شوې ټاکلې نیټه به مري،او څوک چې ددنیا اجر غواړي نو له همدې یي برخه ورکوو او څوک چې داخرت اجراو ثواب غواړي نو له هماغه یعني اخرته یي ورکوو،او زر به شاکرینو ته ښه بدله ورکړو. او ډیر داسې نبیان دي چې په خوا کې یي ډیر خدای پالونکي جنګیدلي دي خو دالله په لاره کې د ور رسیدلو مصیبتونو له امله نه سست شول،نه کمزوري شول او نه یي سرټیټی وکړ او الله همداسې صابرین خوښوي.او ددوی له دې پرته بله خبره نه وه چې ویل به یې: اې زموږ ربه ګناهونه مو راوبخښه او په خپلو چارو کې زموږ تیری راوبخښه او پښې مو ټینګې کړه او پر کافرانو نصرت او بریا راکړه .

مرګ حق دی موږ پردې ایمان لرو چې له الله تعالی پرته هر موجود د مرګ سره مخ کیږي،حتی دالله تعالی تر ټولو محبوب مخلوق د دووجهانونو سردار حضرت رسول اکرم محمد صلی الله علیه وسلم هم د مرګ څکه کړې او له دنیا څخه یي رحلت کړی دی.

همدې حقیقت ته په پام سره د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه او د ملامحمد عمر مجاهد کورنۍ اعلانوي چې داسلامي امارت مؤسس او زعیم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د ورپيښې شوې ناروغۍ له امله خپل روح ملک الارواح ته وسپاره او له دې فاني جهان څخه یي د ابدي نړۍ په خوا سفر وکړ. انالله واناالیه راجعون .ورحمه الله تعالی رحمة واسعة

ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله علیه د اسلامي امت یو ویاړلی او مخلص رهبر و،چې په ډیرو سختو شرایطو کې یي د اسلامي حاکمیت لویدلی بیرغ راپورته کړ، د اسلامي امارت تر نامه لاندې یي یو بشپړ منظم او د اسلامي سیاست په اصولو برابر شرعي نظام تأسیس کړ،الله تعالی دده په توسط نه یوازې دافغانستان په سطحه مؤمنانو ته د اسلامي نظام نعمت ورولیدبلکې درست جهان ته یي د واقعي اسلامي حاکمیت نمونه وړاندې کړه.

دا څو کرښې شاید د نوموړي د ویاړمنو کارنامو د احتوا تاب ونلري،نوځکه اصلي خبرې ته ځو او هغه داچې عالیقدر امیرالمؤمنین رحمه الله نور له دې دنیا رحلت کړی،په دې شرایطو کې زموږ دنده دا ده چې له نوموړي راپاتې امانت اسلامي امارت هماغسې وپالو لکه ده مرحوم چې پاللی و،هماغسې اسلامي شریعت ته التزام وکړو،هماغسې مخلص او په الله تعالی متوکل واوسو،هماغسې قربانۍ ته حاضر او د حق په لاره کې مؤمن، متعهد،متوکل،صابر،ثابت او له الله تعالی څخه ویریدونکي واوسو تر څو الله تعالی همداسې ددې ستر بار د پورته کولو او تر منزله رسولو توفیق راکړي،او همداسې مو د دنیا او اخرت په سرلوړۍ او بریا ونازوي .

مرحوم ملامحمدعمر مجاهد چې دامریکا په مشرۍ دنړیوال کفري یرغل له ټول فشار او تعقیب سره سره په هیواد کې اوسېده اوپه تیرو څوارلسو کلونو کې حتی د یوې ورځې لپاره هم له افغانستان څخه بهر پاکستان یا کوم بل هیواد ته نه دی تللی او له خپل میشت ځای څخه یي د اسلامي امارت چارې رهبرې کولې چي دنوموړي په دي ستر استقامت او له هیواده په نه وتلو کره شواهد او دلایل مو جود دي څه موده وړاندې د ورپیښې شوي ناروغۍ له امله چې دناجوړي په وروستیو دوه اونیو کې سختي زیاته شوه او په حق ورسید.

عالیقدر امیرالمؤمنین رحمه الله که جسما یو شخص و مګر په معنوي لحاظ نوموړی یو خوځښت،یوه نظریه او د یوه مقدس ارمان حامل و،که څوک غواړي د هغه روح خوشاله کړي او له هغه سره د وفا ثبوت وړاندي کړي،نوباید د نوموړي له میراث اسلامي امارت سره وفا وکړي،د اسلامي نظام د اعادې لپاره په دې شرایطو کې په حیث د مسلمان دازموږ د فرد فرد وظیفه ده چې د اسلامي امارت د قوت،وحدت ، پراختیا او بریا لپاره ټولې هڅې په کار واچوو، ددې ګډ کور بنیادونه لا پاخه کړو،ځکه زموږ د مسلمان اولس او مجاهد قشر عزت او سرلوړي یوازې د همدغه صف په قوت سره تضمیندلی شي .

مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله اسلامي امارت د یوه ستر خوځښت په حیث په داسې ډول ودان کړی او روان کړی چې ترشا یي جوړ او محکم بنیادونه ، مخلص او باتدبیره ملګري او منظم تشکیلات پرې ایښي دي لهذا مجاهدین او ټول مسلمانان دي مطمئن اوسي،چې دا کاروان به د اسلامي امارت ټول مسؤلین او افراد د الله تعالی په نصرت او دمسلمانانو په ملاتړ د عالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله له ارمانونو سره سم منزل مقصود ته رسوي ان شاءالله تعالی و ماذالک علی الله بعزیز

داسلامي امارت د مشرتابه ، رهبري شورا اودعالیقدرامیرالمؤمنین رحمه الله دکورنۍله پریکړې سره سم به سر له نن یعني د ۱۴۳۶ هـ ق کال د شوال له ۱۴ څخه تر دریو ورځو پورې په ټولو سیمو کې دعلماء کرامو ،د مساجدو د امامانو،قومي او جهادي شخصیتونو،داسلامي امارت د مسؤلینو،مجاهدینو او عام اولس لخوا د مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله روح ته د دعاء په خاطر دقران کریم د ختمونو ،فاتحو او دعاګانو مراسم ترسره کیږي،او له الله تعالی څخه به مرحوم امیرالمؤمنین ته د مغفرت او اسلامي امارت ته د استحکام او بریالیتوب دعاګانې کیږي .

په پای کې باید یادونه وکړو چې د مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد مورنی ورور ملا عبد المنان اخنداو د مرحوم ملامحمد عمر مجاهد مشر زوی مولوي محمد یعقوب له ټولومسلمانانو څخه خصوصي غوښتنه کوي چې د مرحوم ملا محمدعمر مجاهد په مشرۍ د اسلامي امارت په واکمنۍ کې که ددوی کوم ډول حقوق تلف شوي وي، نو ټول دې ورته عفو وکړي او په دعاګانو کې دي تل یاد ساتي،موږ په دې ستر غم کې ټول مسلمان امت او په خاص ډول دافغانستان مجاهد ولس له ځان سره شریک بو لو اوټولو ته له الله تعالی څخه دتصلیت او صبرجمیل غوښتونکي یو . والسلام

دافغانستان د اسلامي امارت رهبري شوری او د عالیقدر مرحوم ملامحمدعمرمجاهد کورنۍ
۱۴۳۶ هـ ق کال د شوال المکرم ۱۴مه
۱۳۹۴هـ ش کال د اسد ۸ مه
۲۰۱۵میلادي کال د جولای ۳۰ مه

avatar
30 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محب الله صافی
میلمه
محب الله صافی

الله دی دهغه کور نۍ ته دزړه صبر ورکړی انشاء الله جهاد به روان وی او انشاء الله له اسلامی امارت به نظام رانشی دملا صاحب ارمان به پوره کوه او دهیواد څپيڅلو شیهدانو ارمان به پوره کوه خپلی قربانی او دینو دویدو به رنګ راوړی انشاء‌الله چې‌ په وطن کی به اسلامی نظام راتلونکی والا دی الله دی نور هم فتوحات زیات کی ماشاء الله سږ کال ډير زیات فتوحات په وطن کی روان دی او بیا هم دملا صاحب دکورنېو سره په غم کی شريک یو .‌
روح دی وی ښاد یاد دی وی تل الهم امین ثم امین

مولوی دیوبندي
میلمه
مولوی دیوبندي

انالله وانا اليه راجعون، اللهم اجرنا في مصيىبتنا واخلفنا اميرا خيرا منه. اللهم اغفر له وارحمه اللهم تقبل منه جهاده وجميع اعمال خيره و تجاوز عن سيئاته اللهم اجزه عناوعن كل رعيته ما هو اهله.

محب الله صافی
میلمه
محب الله صافی

او انشاء‌الله داسلامی امارت څخه بل نظام به په وطن کی رانشی الله به اسلامی امارت را ولی

kadir mohmand
میلمه
kadir mohmand

إِنَّا لِلَّـهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ مشر وفات نموده اما الله (ج) و طالبان زنده هستند و در سورة البقره میفرمائید ( اللَّـهُ لَا إِلَـٰهَ إِلَّا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ ۚ لَا تَأْخُذُهُ سِنَةٌ وَلَا نَوْمٌ ۚ لَّهُ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۗ مَن ذَا الَّذِي يَشْفَعُ عِندَهُ إِلَّا بِإِذْنِهِ ۚ يَعْلَمُ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ ۖ وَلَا يُحِيطُونَ بِشَيْءٍ مِّنْ عِلْمِهِ إِلَّا بِمَا شَاءَ ۚ وَسِعَ كُرْسِيُّهُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ ۖ وَلَا يَئُودُهُ حِفْظُهُمَا ۚ وَهُوَ الْعَلِيُّ الْعَظِيمُ ﴿٢٥٥﴾ خدائی بجز الله وجود ندارد و او زنده‌ی پایدار (و جهان هستی را) نگهدار است. او را نه چرتی و… نور لوستل »

قاری حسیب
میلمه
قاری حسیب

إِنَّا لِلَّـهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ ګرانه ملاصاحب نور مو اوشکی وچی شوی د غم د اظهار لپاره الفاظ نلرم نه پوهیژم ځه ولیکم الله د مل شه ګرانه ځه پوهیدم چی ته موجود نه یی پوهیدم ستا ضمیر ځینی کارونه چی ستا ملګرو کول نه منل باید هر چا دا احساس کرای وی رب د په جنتونو ونازه د تاریخ ستره انسانه او غیرته مشره الله د مل شه

خفګان!
میلمه
خفګان!

انالله او انا الیه راجعون
البته ډير خفه یم چې ومی نه لیدو کاش چې یو ځل می لیدلې وئ دا دخدای ظالم
طالبان دی اولس ته اووس ډاد وکړي چې مونږ ریښتیا هم تیر ۱۴ کاله جهاد د خپل امیر لاس لاندې کړې سره له ثبوتونو او که ثبوت وړاندې نه کړي نو ودې شرمیږي او پاتې طالبان دی له بل چا سره بیعت وکړي

ابراهيم
میلمه
ابراهيم

إنا لله وإنا إليه راجعون، اللهم أجرنا في مصيبتنا وأخلف لنا خيرا منها.
من كان يعبد الملا محمد عمر فإنه قد مات، ومن كان يعبد الله فإن الله حي لا يموت..

ahmad
میلمه
ahmad

اناالله وانا الیه راجعون ۰نورالله مرقد هو ۰الله ج دی ګرانه مشره جنتونه نصیب کړه بیشکه چی پښتون وی بیشکه چی غیرتمد مسلمان وی او کوم تخلص یالقب دمجاهد دی چی په ځان ایښی وو دخپل مصداق برابر تاسره جوړیده ریښتنی مجاهد وی ۰مړ کیدی خو به هسی هم یو وخت خو ښه په نره لاړی سپیڅلی تاریخ دی پریښود۰لیکل رانه هیر شول په کومو الفاضو دی یاد کړم الله دی اخرت ښایسته کړه الله چ دی دجهاد صف لا پیاوړی او ثابت قدمه ولری اتفاق او وحدت دی مجاهدینو دی الله ددغه اسلامی شورا تر سیوری قایم او دایم… نور لوستل »

Khalid
میلمه
Khalid

( كل من عليها فان ويبقى وجه ربك ذو الجلال والإكرام (آیت ۲۶ او ۲۷ سوره الرحمن)
انا لله وانا الیه راجعون اللهم اجعل قبره روضه من رياض الجنه ولا تجعله حفره من حفر النار اللهم اغفر لهم وارحمهم
واجعل مثواها الجنه اللهم تقبل منهم صالح الاعمال کالجهاد فی سبیلك ضد اعداء دينك وسائر الاعمال الصالحه اللهم ارحمه رحمة واسعه وانزل عليه رحمتك وغفرانك ولطفك وكرمك

نصیب الله
میلمه
نصیب الله

اللهم اغفره وارحمه ووسع داره واکرم نزله واجعل جنه فردوس ماواه ونزله

مسلم أحمد
میلمه
مسلم أحمد

رحمه الله رحمة واسعة وأسکنه فراديس جنانه واخلفني خيرا منها
الله تعالی دې ملا صيب وبښي او الله دې ورته جنت الفردوس وکړي

مولوی دیوبندي
میلمه
مولوی دیوبندي

خدای ناترسوایمانونه مولکی چی نسته دهغه ورونړوتایدکړه تاسی وایاست چی داڅورلس کاله جهاد که موده ده غه موجودګي کړی دی ثبوت وړاندی کړی خبیسانوټوله وخت موپه دغه بی ایمانی کی تیرکړی خدای مووشرموه

مولوی دیوبندي
میلمه
مولوی دیوبندي

ته کونه وه ابوبکرته ښوره وی والله دهغه فسکی فه افغانستان کی وه ولیده

زلمي ملت
میلمه
زلمي ملت

د خپلواکۍ امامه!
رب العزت دي د جنتونو سردار کړه. په والله که څه ليکی سم , امامه! په رب دي سپارم.
هر کارنامه دي ژړا راولي اوښکي مي وچي دي

Suliman Zahid
میلمه
Suliman Zahid

امت مسلمه د عمر ثالث له برکاتو بی برخی شو ، الله(ج) د مسلمان امت له داسی مشرانو څخه نه بی برخی کوی ، د نړی یواځنی مسلمان مشر وه چه د زمانی طاغوت په مقابل کی ودرید او د هغه دجالی زور او دبدبه یی چلنج کړه، هغه د وخت صلاح الدین ؤ ، د نړی مسلمانانو ته یی جرآت ورکړ، هغه د یومسلمان په صفت مسلمانی ټولنی ته خپل مسولیت ادا کړ ،خو د هغه حق به په ټول مسلمان امت باقی پاتی وی .انالله و انا الیه راجعون.. الله (ج) د وبخښی او په جنت فردوس کی… نور لوستل »

محمد
میلمه
محمد

که واقعیت اولیکم زه او ما سره ملگری تول پری سخت خفه دی خدایه ده ته جنتونه، کورنی ته او د دنیا مسلمانانو ته د زری صبر ور نصیب کری امین

سعدالله
میلمه
سعدالله

لله ما أعطی وله ما أخذ
انا لله و انا الیه راجعون
من به این امید زنده بودم که روزی بیاد و پاهای امیر المومنین را ببوسم، اما خدا از امشب به بعد زندگی برام معنا ندارد…

قاري أكبر خان
میلمه
قاري أكبر خان

إنا لله و إنا إليه راجعون. رحمه الله رحمة واسعة وأسكنه فسيح جناته. اللهم تقبله في الشهداء و اجزه عنا خير الجزاء و أجمعه في جناتك الخلد مع النبيين و الصديقين و الشهداء و الصالحين. اللهم آمين!

قاري أكبر خان
میلمه
قاري أكبر خان

إنا لله و إنا إليه راجعون.
رحمه الله رحمة واسعة وأسكنه فسيح جناته. اللهم تقبله في الشهداء و اجزه عنا خير الجزاء و أجمعه في جناتك الخلد مع النبيين و الصديقين و الشهداء و الصالحين. اللهم آمين!

اونخیوال وردګ
میلمه
اونخیوال وردګ

اِنا لله واِنا الیه راجعون
دزړګي سره!!
دسترګو توره!!
دخپلواکئ امامه!!
دوخت اتــــــــله!!
ثالث عمـــــــــــره!!
زمـــــــا امیـــــــره!!

په مــرګ می والله که پیرزو وي خو دا د الله ج فیصله وه
الله ج جنت الفردوس درته نصیب کړي
الله ج دخپل دیدار درته نصیب کړي.

حامد
میلمه
حامد

در ملا عمر جهاد پرته د افغانستان د ویجاړولو څخه کوم بل لاس راوړنه نه ده درلودلی پّه هر حال اوس دخدای تعالی په وړاندي باید خپل ځوابونه ورکړي. نن ټکۍ آسیا که آزاد او بی طرفه ده دا ټکي به هم خپور کړيږ

mayak.khan
میلمه
mayak.khan

دعالیقدرمرحوم آمیر المؤمنین دوفات اوزمونږدمابعد په أړه::كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ ثُمَّ إِلَيْنَا تُرْجَعُونَ -//كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ * وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلالِ وَالإِكْرَامِ “//وَمَا مُحَمَّدٌ إِلَّا رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ ۚ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَىٰ أَعْقَابِكُمْ ۚ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللَّهَ شَيْئًا ۗ وَسَيَجْزِي اللَّهُ الشَّاكِرِينَ// قدر من مجاهد ملا محمد عمر ته دې الله تعلی دخپلې لوروبني له مخې اعلی جنت نصیب کړې اوالله تعلی دې قبر دجنت بڼ ورته وګرځوي پدې کښې هیڅ شک نشته چې دعالیقدر له نړی څخه تلل یوه داسې ضائعه نده چې پټۍ ئې ناشونې ده… نور لوستل »

ساپي
میلمه
ساپي

انالله وانااليه راجعون .
داچي مرگ په هرژوي پوردي اواداء كول يي لازمي دي
خودومره وايم چي يوغيرتي ،ايمانداره اوواقعي مسلمان اوافغان دفاني دنيانه ابدي دنياته وكوچيده الله ج دي دانبياوپه صف كي ودروي اوكورنئ اوداسلامي امارات مجاهدينواومشرتابه ته دي صبرجميل اويوالي ،اتحاد،اتفاق توفيق وراعطاء كا.

زبیر احمدي
میلمه
زبیر احمدي

الله دی یې د ټولو مسلمانانو او شهیدانو سره وبخښی او پیروانو ته دې یې الله د انتظام او اهتمام قدرت ورکړی چی د هغه مرحوم پاک آرمانونه په سیاسی او نظامی مبارزه سره پلی کړی ، آمین.

Hikh wikh
میلمه
Hikh wikh

انا لله وانا اله راجعون  د اسلاميت – انسانيت – شهامت – تقوا -جهاد فى سبيل الله   سردار ، دمظلوم بشريت د حق او عدالت غو ښتنى دكاروان سالار  او دمستضعف بشريت غمخوار اميرالمؤمنين حضرت ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله عليه د رحلت  او دفاني دنيا نه ابدي دنيا ته تګ  ټول اسلامي امت ، افغان ملت د اسلامي امارت  سلحشورو مجاهدينو ، منسوبينو ، مشرانو او دخادم اسلام والمسلمين محترمى كورنى ته تسليت ، تعزيت وايم او جميل صبرورته غوا ړم او دالله تعالى (ج) ددربارنه ورته په جنت فردوس  كى داوسيدو  دپاره دعا كوم ، يا… نور لوستل »

سنګر پښتون
میلمه
سنګر پښتون

د اسلامي امارت د دروند مشر عالیقدر ملا محمد عمر مجاهد پر مړینه د زړه له تله خفه يم، هغه د اصحابو کرامو وروسته يو ځل بيا داسې اسلامي خلافت رامنځته کړ، چې د پخوانيو اسلامي خلافتونو کيسې مو عمل کې وليدې.
د دغه دروند مشر او زعيم پر وفات کېدو ژوره خواشينې څرګندوم، د ده کورنۍ او د افغانستان ټول مجاهد ملت ته د جميل صبر غوښتنه کوم او له پاک ربه غواړم، چې په ټول ملک کې سر تاسري سوله خپره، ټول افغانان يووالی غوره او يو بشپړ اسلامي خلافت رامنځته شي.

ځلاند ستوری
میلمه
ځلاند ستوری

البقاء لله انا لله وانا الیه راجعون الله تعالی په امیرالمؤمنین رحم وکړي او الله تعالی د یې اقرباوو او ټولو مسلمانانو ته د زړه صبر او استقامت ورپه برخه کړي ، ټول مخلوق به مري خو اوس د الله تعالی ټول مسلمانان په تېره بیا افغانان او طالبان له بدبختي او تشطط څخه وساتي ، ټولو طالبانو وروڼو ته په کار ده چې له اختلاف او بېلتون څخه ډډه وکړي ، ډېرې حساسې شېبې دي او هر ډول دښمن اوس غوږونه څک نیولي شومې هیلې لري غواړي طالبان د اختلاف له لارې (خدایه مه کړې) مات کړي . دا… نور لوستل »

یاسین
میلمه
یاسین

انا لله وانا الیه راجعون، دروند ، عزتمن، غیرتمن او دپنځلسمې هجري پیړۍ مجدد شخصیت عالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد رحمة الله علیه ته دی لوی الله جنت الفردوس ورکړي والله که مي پرمرګ پیرزو وو، خوهر موجودپناه کیږي نوموړي ته هم خامخا پردغه لاره تلل اړین وو، درنې کورنۍ اونوی زعامت ته دی لوی الله صبرجمیل اودده پرقدم قدم ایښودل ورپه برخه کړي آمین.

خاکسار فاریابی
میلمه
خاکسار فاریابی

لبقاء لله انا لله وانا الیه راجعون الله تعالی په امیرالمؤمنین رحم وکړي او الله تعالی د یې اقرباوو او ټولو مسلمانانو ته د زړه صبر او استقامت ورپه برخه کړي ، ټول مخلوق به مري خو اوس د الله تعالی ټول مسلمانان په تېره بیا افغانان او طالبان له بدبختي او تشطط څخه وساتي ، ټولو طالبانو وروڼو ته په کار ده چې له اختلاف او بېلتون څخه ډډه وکړي ، ډېرې حساسې شېبې دي او هر ډول دښمن اوس غوږونه څک نیولي شومې هیلې لري غواړي طالبان د اختلاف له لارې (خدایه مه کړې) مات کړي . دا… نور لوستل »

شهاب
میلمه
شهاب

انا لله و انا لیه راجعون
الله ج دی محترم ملا محمد عمر مجاهد ته د فردوس جنت ورکری الله دی هغه ته ددی ستر ی بریا دامریکایی استعمار شکست افتخار د میزان په تله کی حساب کری
مونژ د هغه کورنی اوتول اسلامی امت ته د الله ج دصبر جمیل او اجر عظیم غوشتونکی یو