نظــر

هلمندى قاضي

اصلي نوم يې رانه هېر شوى، خو دومره مې په ياد دي، چې دغه قاضى صاحب د هلمند و .

هغه له ګڼې اوږدې ږيرې سره اوږدې څڼې هم لرلې، د طالبانو په وروستيو کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې په دنده ګومارل شوى و .

هغه مهال لارې ډېرې خرابې وې، تر سروبي پورې چې له کابل ښاره شاوخوا ٧٥ کيلومتره واټن دی ، لږ تر لږه د يوه تېز رفتاره موټر لپاره درې ساعته په کار وو .

خو قاضي صاحب به هر سهار وختې پاڅېده ، له دوه نورو طالبانو سره په خپله زړه کرولا کې وظيفې ته تلو او مازيګر قضا به بېرته خپل اتاق ته راغى .

هلمندى قاضي صاحب د کابل په قلعه فتح الله کې په يوه دوه پوړيزه ژيړ رنګه کور کې ، چې خداى خبرد چا به و؟ له څو نورو طالبانو سره اوسېده .
هغه مهال دغه شان کورونه چې اصلي مالکان به یې له وطنه وتلي  وو، تحت تامین بلل او د تحریک خلک به په کې بې غمه پراته وو.
قاضي صاحب کوژده کړې وه ، خو په دوه کاله دنده کې يې د واده پيسې نه وې برابرې کړې .
هغه مهال د نن په څېر نه و، چې په څو مياشتو کې دې داسې یو با صلاحیته او نظام ته نږدې سړی شتمن شي.
قاضي صاحب، که څه هم نابلدو کسانو ته ، سر ناخلاصى ښکاريده خو په تول پوره انسان و .
هغه وخت خلک له طالبانو نه وېرېدل، د ډېرو کسانو ورسره راشه درشه وه او ده هم ورته پوره درناوى درلود.
له ده سره زما لومړی معرفت د شهر نو په انصاف هوټل کې شوی و، هلته زه د چا میلمه وم او د ده هم دې هوټل کې اتاق و.
چای څښلو ته پیاله په لاس زموږ د کوربه اتاق ته راغی او ویل یې پلمیټې ( شیریني) لرې؟
همدلته موتعرف وشو.
وروسته  قلع فتح الله  ته لاړ.
يو مازيګر قضايې کورته ( چې دوى اتاق باله ) لاړم ، اوږدې څڼې يې پر اوږو پرتې وې په يوه لاس کې يې نيم پياز او بل کې يې وړه چاړه نيولې وه، چاړه په پياز کې ښخه وه او تريخوالي يې د قاضي صاحب له سترګو اوښکې بهولې .
هغه وخت بډې خوړل ډېری خلکو ته  يو لوى عذاب ښکارېده ، چا ورته په اسانه زړه نه ښه کو او هضم هم يې هم د نن په څېر د حلوا د پستې مړۍ غوندې نه و .
نو همدا لامل و چې ډېرو لويو کسانو هم عادي ژوند درلود .
چې څنګه يې راپام شو ، سرې سترګې يې راواړولې : خداى دې راوله ، يواځې يم پټاټې به په ګډه سره وخورو .
ماښام لمانځه نه وروسته څو نور طالبان هم را پيدا شول او بيا په ګډه ډوډۍ ته سره کيناستو .
مولوي صاحب غږ کړ : الوکانو ! پټاټې مو خوشې دي ؟ زما اعاشه خو د موټر تيل هم نه پوره کوي، خوا به نه بدوئ .
هلمندى قاضي صاحب چې طالبانو ورته مولوي صاحب وايه ، څو دقيقې موږ سره ناست و او بيا بلې خونې ته لاړ .
پنډ دوسيې يې مخ ته وغوړولې او بيا تر نيمې شپې پرې چاپير و .
د امريکا د ګواښونو پر ضد د ملا محمد عمر راډيوي بيان مو هم د همده په خونه کې واوريد او بيا مو سره ونه ليدل .
وخت تېر شوى و، دا مهال په هواکې ځاى – ځاى ، ب ٥٢ الوتکې ګرځېدې، طالبانوکابل پرې ايښى و، کابل ښاريانو په ګودامونو او نورو دولتي زیرمو چور ګډ کړى و، د شمالي ټلوالې کسان لکه د نړيوالې جګړې فاتحان سرې سترګې ګرځېدل، ځينو دوکاندارانو هم له سره برګ دسمالونه تاوکړي وو او په غور او فش کې وو .
د درېيمو مکروريانو په څلور لاري کې ( چې اوس ورته د شهيدعبدالحق چهار راهي وايي ) ولاړ وم .
د خپلسرو وسلوالو ننداره مې کوله چې دولتي موټرو کې ښکته او پورته کېدل .
يو نا څاپه،يوه بې باډۍ ډاټسن راغله په ليدلو مې سر وچورليد نږدې و چې د سړک په منځ کې ولويږم .
په موټر کې يو تن چې اوږده ږيره او تورې څڼې يې پر اوږو پرتې وې ، لاس تړلى ولاړ و، شاخواو ترې نور وسلوال راتاو و، ډېرې مې ورپسې سترګې وځغلولې خو دهغه څڼې باد رپولې او پناه شو .
له هغه وخته دادى شاوخوا اوه کاله پوره شول ، خو هغه حالت راته اوس هم ياديږي او اوس هم شکى يم چې دا به هماغه هلمندى قاضي صاحب و او که بل څوک ؟؟
 یادونه:
دا خاطره ما څلور کاله وړاندې لیکلې وه، هغه وخت مې د دې قاضي صاحب نوم هېر شوی و، اوس را یاد شو مولوی عبدالستار فاروقي نومیده. که هر چاته یې په اړه معلومات وي را سره شریک دې کړي. د نیکو خلکو که په هره ډله کې وي قدر په کار دی.

 محمد نعمان دوست ، کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x