fbpx

د يووېشتمې پېړۍ اتل

لیکوال: طارق بدر

تخنيکر سټوډيو ته د ننوتلو اشاره راته وکړه، په مخامخ لويه هنداره کې مې لونګۍ سمه کړه، ږېره مې بیا ږمنځ کړه، دغاړې کالر مې سم کړ، څادر مې په اوږه کړ، واسکټ مې ژر بدل کړ، خړ واسکټ خوند نه کاوه، تور له سپينو جامو سره ښه ښکارېده، سټوډیو ته ننوتم، مېز ته نېغ ودرېدم، لاس کې مې تشې ورقې په مخته ايښي مېز کېښودې، په مخامخ لوی سکرين کې مې سترګې وګنډلې، له موضوع خبر وم، ځکه خو مې نن خپلې خپرونې ته را بېړه وه، نږدې دوه میاشتې مې يې خبرتياوې خپرولې، فیسبوک، ټویټر، راډيو او تلویزون کې يې لا له وړاندې اعلانونه خپاره شوي و، خلکو به پرلپسې زنګونه راته وهل: بدر صاحب! «د يووېشتمې پېړۍ اتل» خپرونې ته په تمه يو، اعلانونه يې خوند کوي.

ما به يواځې مننې او کور وداني ورته ویل، «د يووېشتمې پېړۍ اتل» خپرونه له ملي تلويزونه زما په کوربه توب نوې شروع کېدله او په اعلانونو کې مې يې ټينګار کړی و، چې دې خپرونه کې به د «عصرعمر» له خپلو خلکو سره په ژوندۍ بڼه خبرې کوي، د بریا زارونه به وايي، د سختيو کیسې به کوي او د يووېشتمې پېړۍ اتل د لقب په اړه به يې احساسات پوښتو…

تخنيکر اشاره راته وکړه، چې ځان اماده کړم، دوه دقیقې وروسته خپرونه شروع کېږي، ده په ماوس کلیک وکړ، او په مخامخ تلویزون کې چې له لوی سکرين سره څنګه ته اېښی و، سپین بیرغ ورو – ورو په رپېدو شو، نرمه ترانه ورسره ورو – ورو لوړېده:
سر پورته کوه د خپلواکۍ بیرغه ورپه

ځار موکړې له تا تنکۍ ځوانۍ بیرغه ورپه
ځار مو کړې له تا تنکۍ ځوانۍ بیرغه ورپه!

وروسته په سکرين زما د خپرونې ځانګړی زیګنال پیل شو، عمري سرښندونکي له بمونو ډک موټرونه د کفارو په پنډ غالو ور ننباسې لوخړې پورته شې د تکبير کرېږه وشي ورسره جوخت، د لمبو او لوخړو په منځ کې د اميرالمومنین تیت انځور ښکاره شي چې په څادر کې نغښتی د طالبانو په بدرګه د کابل ښار کې روان وي، ترانه لوړه شې:

يې د عصر خليل، يې د عصر عمر
موږه لر یو که بر، یو ستا پوځ ستا لښکر

د ترانې په منځ کې زما غږ د اميرالمومنین له تیت انځور سره را لوړ شي:

« د يووېشتمې پېړۍ اتل!

په دې خپرونه کې د يووېشتم قرن، بې نمونې مشران درپېژنو، د باروتي ځوانانو وروستي غږونه اورو د دوی د کورنیو احساسات ګورو، او خپل موجود نسل ته د ناټو شرموونکې ماتې مخې ته ږدو!

د يووېشتمې پېړۍ اتل!»

د ترانې له ټيټېدو سره د کمرو ګروپونه ولګيدل، د لونګۍ شمله مې له شا نه رامخکې کړه، په مخامخ لوی سکرين مې لیکلی متن پیل کړ:

« د ملي تلویزون درنو ليدونکو السلام عليکم ورحمه الله وبرکاته!

نحمده و نصلی علی رسوله الکریم!

د يووېشتمې پېړۍ اتل، لومړی خپرونه مو د یووېشتم قرن اوسپنیز انسان، د زړونو فاتح او د دې عصر عمر ته ځانګړې ده!
ګرانو لېدونکو، په دې خپرونه کې په ژوندۍ بڼه د عاليقد امير المومنین تر کوره ځو، له دوی سره خبرې کوو، د ناټو پر وړاندې د مبارزې ستړې ترې پوښتو، د زغم، ترحم او مشرۍ د بريا رازونه ترې پوښتو، د دې ستر انسان پر اطاعت وياړو، ستاسې انتظار پای ته رسوو او دوه دقیقې وروسته به موږ د عالیقدر اميرالمومنین له کوره په ژوندۍ بڼه ستاسې په چوپړ کې يو!

د سکايپ غږ مې را ویښ کړم، موډیم مې کمپیوټر کې بند و، سکايپ کې انلاين پاتې وم، د ملګري زنګ مې و، د دروند انسان، د بې جوړې مجاهد، د ستر رهبر عاليقدر امير المومنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات، سوی پیغام يې راسره شریک کړه، زما خوب نيمګړی پاتې شو!

رب العلمين دې د عالیقدر امیرالمومنین د يووېشتمې پېړۍ باروتي سرښندونکي همداسې سره متحد لري، او د ستر رهبر ټولې قربانۍ دې قبوله شي!

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
محب الله صافی
میلمه
محب الله صافی

اللهم امین اثم امین

حریا شملزی
میلمه
حریا شملزی

الله تعالی دی د امیر المومنین سعیی قبولی کړی کورنی او پاته شونیو لکونو مینه والو ته دی الله د صبر او زغم توان ورکړی تر ټولو مهمه دده د لاری تعقیب او ساتل دی چی هغه به دد روح ته خوښی وربخښی امیر المومنین په ډیرو ښو او صافو متصف و که د نوموړی اتل له ټولو اوصاپو نه مهم د امارت مشران په خپل وجود کی حس کړی تر ډیر به دغه سپیڅلی لړی روانه وی -1 تقوی د الله تعالی او درسول الله د اوامرو پوره اطاعت -2 له قومی تعصب نه پاک بین الافغانی تګ الاره… نور لوستل »

زلمي ملت
میلمه
زلمي ملت

د خپلواکي امامه !
درد دي زغمی نشم کاش لوي څښتن زما هم تاته درکړي وه

إنا لله وإنا إليه راجعون

محمد
میلمه
محمد

الله ده ته او د اسلام په لارکی تولو مجاهدینو ته مغفرت ورنصیب کری