fbpx

د سنګر، دفتر او منبر طالبه!

صلاح الدین همام

تر هر څه لومړی د امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد درنې کورنۍ او ټول افغان مجاهد ولس ته د نوموړي د وفات تعزیت وایم. الله جل جلاله دې یې له انبیاوو، شهداوو او صالحینو سره حشر کړي.

له کومې ورځې چې په افغانستان کې د امریکايي استعمار پر ضد وسلوال جهاد پیل شوی، دښمن هڅه کړې له هرې وړې او لویې موقع څخه د مجاهدینو په لیکو کې د تفرقې او اختلاف لپاره استفاده وکړي، خو د الله جل جلاله په فضل، مجاهدینو دښمن ته په دې برخه کې داسې شرموونکې ماتې او غاښ ماتوونکی شکست ورکړي لکه څرنګه چې یې په نظامي، سیاسي او فرهنګي ډګرونو کې له ماتې سره مخ کړي دي.

دښمن غواړي چې مجاهدین د الله جل جلاله له بندګۍ څخه د ملا محمد عمر مجاهد بندګۍ ته راواړوي. نو ځکه خو داسې څرګندونې کوي چې ګواکي د ملا محمد عمر په وفات سره به د مجاهدینو صف د ګډوډۍ ښکار شي. خو دوی دې واوري چې د امارت مجاهدینو لکه څرنګه چې د ملا محمد عمر مجاهد اطاعت کړی همداسې د امارت د نوي امیر مطلق اطاعت په ځان واجب بولي.

طالبان په دې پوهیږي چې د مسلمانانو د واحد صف ساتنه داسې فرض ده لکه د صلیبي اشغال پرضد جهاد. هغه مجاهدینو چې د الله جل جلاله د امر د پرځای کولو لپاره ۱۵ کاله سرونه په لاس کې نیولي وو، څرنګه به د الله جل جلاله بل امر (چې په اتحاد او اتفاق منګولې ښخول دي) تر پښو لاندې کړي او انشعاب ته به غاړه ږدي؟!!

ډیره د تعجب خبره ده چې د ځینو امریکايي الاصله افغانانو له خولې اورو چې د ملا محمد عمر وفات به په طالبانو کې ستونزې پیدا کړي، بحران به رامینځته شي، او داسې نور. دوی ته وایم چې د طالبانو تحریک د مادي او شخصي منافعو پر اساس ولاړ نه دی تر څو د اشخاصو په مړینه ټکنی او متضرر شي. د اسلامي امارت مجاهدین د ملا محمد عمر د رضا لپاره جهاد نه کوي او نه د ملا محمد عمر بندګي کوي، بلکې د الله جل جلاله بندګان دي او د الله جل جلاله بندګي کوي. هغه څوک چې د اشخاصو بندګي کوي خپل جهاد او مبارزه دې د هغوی تر ژونده منحصره وساتي. اما هغه څوک چې د الله جل جلاله بندګي کوي نو الله جل جلاله تلپاتې (حي لا یموت) دی، آن که د امارت ټول مشران وفات او شهیدان شي هم مونږ به خپل جهاد ته ادامه ورکوو.

زه د یو عادي طالب په توګه هغه چا ته چې منافقین یې د ملا محمد عمر د وفات په پلمه سرکشۍ ته هڅوي، د یو مسلمان ناصح ورور په توګه وایم چې دښمن غواړي تا د سپیڅلي جهاد د کونډو او یتیمانو آه ته برابر کړي. دښمن ستا په لاس تبر درکوي او د هغو مجاهدینو پښې درباندې وهي چې تر پرونه مو له یو سنګر او یو منبر څخه اوږه په اوږه د صلیبي دښمن پر وړاندې مبارزه کوله. د انسي او جني شیطانانو وسوسو او دروغژنو طمعو ته هیڅ کله غوږ کښینږدې. دښمنانو ته په زغرده ووایه چې زمونږ صف یو دی، امیر یو دی، هدف او غایه مو یوه ده، د مبارزې لاره او تګلاره مو یوه ده. یوازې د الله جل جلاله د رضا هڅه وکړه او د بندګانو د خوشالۍ پروا مه ساته. پر دې باور ولره چې بیا به همدا ولس له تا څخه ځاریږي او راتلونکي نسلونه به دې نوم په درنښت یادوي.

د هغو کسانو انجام څنګه شو چې د امارت د واحد صف څخه ووتل؟ زه نه غواړم نومونه یې واخلم، خو تاسو وګورئ چې څومره یې ځانونه بې حیثیته کړل؟ د دې هر څه لامل دا وه چې د جهاد د شهیدانو، کونډو، یتیمانو او اسیرانو ارمانونو ووهل. دا خو یې دنیوي شرمندګي شوه، د قیامت د ورځ شرمندګۍ ته دې انتظار باسي.

هغه څوک چې د امارت له مشرتابه څخه د ځانځانۍ سر راپورته کوي په دې باید وپوهیږي چې د ځان د ذلت پرته بله هیڅ ګټه نه شي ترلاسه کولای. دښمن هم باید په دې وپوهیږي چې د مجاهدینو د واحد صف د ویشلو هڅې به بیرته د همدوی د شرمندګۍ باعث ګرځي.

هغه پخواني مجاهدین چې خپلو نفسي خواهشاتو ته یې د جهاد پر واحد صف ترجیح ورکړې، تر نن ورځ پورې هر یو له جهاد سره د خپل کړي خیانت په اندازه د الهي جزا قیمت پرې کوي، تاسو یې ګورئ چې نه یې د خپلو دوستانو په مینځ وقار او حیثیت پر ځای پاتې دی او نه یې دښمنان په سړیو کې حسابوي.

ایا ته څه فکر کوې، که خدای نخواسته په دغسې لغزش کې راګیر شي، ایا الله جل جلاله به دې معاف کړي؟ الله جل جلاله خپل حقوق بخښي خو د بندګانو حقوق کله هم نه بخښي. څه فکر کوي چې که دغه حقوق د الله جل جلاله د هغو بندګانو پورې اړه ولري چې د اسلام او قرآن د حاکمیت لپاره یې خپلې وینې تویې کړي وي، د کلمة الله د اعلاء لپاره یې سرونه شیندلي وي او د الله جل جلاله د رضا لپاره یې ستړیاوې، زندانونه، بې کورۍ، لوږې او تندې پر ځان منلي وي؟!!! په دې کې شک مه ګڼه چې د دغسې بندګانو له هیلو او ارمانونو سره لوبې په دواړو دنیاوو کې په ډیره درنه بیه تمامیږي.

تاسو د میلیونو مسلمانانو له مینځ څخه الله جل جلاله د عصر د ستر فرعون د ماتې لپاره غوره کړئ، پام کوئ چې د الله جل جلاله د دغه نعمت له کفران سره مخامخ نه شئ. تاسو د افغانستان په تاریخ کې د ویاړ او میړانې یو نوی باب ورزیات کړ، پام چې دغه تاریخ مو لکه د پخوانیو مجاهدینو په څیر زیانمن نه کړئ.

ډاډه یم چې د اسلامي امارت مشرتابه به لا زیات د دښمن توطیو ته کلک متوجه اوسي او د خپل حکیمانه او مدبرانه سیاست پر مټ به نه پرېږدي چې دښمن خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي، اسلامي امارت لکه څرنګه چې د جګړې په ډګر کې د دښمن پزه په خاورو سولولې، د خپل جهادي صف له وحدت او یووالي څخه یې هم ښه په نره دفاع کړې او په آینده کې به هم د دښمن هره دسیسه بیرته د هغوی پرمخ ورولي.

avatar
6 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حریا شملزی
میلمه
حریا شملزی

الله دی امیر المومینین ته لوړ درجات ورنصیب کړی تاسو ته دی الله د مفیدی لیکنی او توصی اجر درکړی
طالبانو ته دی الله تعالی دعمل توفیق ورکړی
کوم خلګ چی د طالب په نامه د امارت په سپیڅلی وجود کی زهر پاشی الله دی د غمجنو زړونو په وجه نیست او نابود کړی له امارت سره جفا د الله له دین سره جفا او خیانت د مرتکبین یی د مرګ مستحق ګرځی

Khalid
میلمه
Khalid

ماشالله ډیر اعلی صلاح الدین همام صاحب

محب الله صافی
میلمه
محب الله صافی

انشاء الله چې دامارت کوم نوی امیر وټاکل شی مونژ به دهغه اطاعت په ځان واجب بولو نو ټولو ملګرو څخه هیله کیکی چی دنوی امیر اطاعت په ځان واجب کی
الله دی امیرا المؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله دانبیاؤ او اصحبانو سره یو ځای کی امین

qasam ahrar
میلمه
qasam ahrar

له لله جلاجلاله څخه وامیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد ته لوړ درجات غواړو او مسلمانانو ته د صبر ، اتفاق او ټنګ غزم لرلو دعا کو لکه څنګه چی صلاح الدین همام صاحب لیکی دی همدغسی دری واړه د سنګر دفتر او منبر طالبه مو یو موټی غوښتی دی بیا به انشاالله دا تحریک خپل منزل ته رسیږی

اونخیوال وردګ
میلمه
اونخیوال وردګ

ما شا الله
قربان دشم لیکوال صاحب

زلمي ملت
میلمه
زلمي ملت

ثالث عمره!
امت يتيم سو
, زما امامه پدې نه يم خفه چې ولي مړ سوي?
ځکه د ذی السلم جانان (ص) خبره راته ياده چې وايي:
” الموت تحفة المؤ من ”
مګر د فرعونيانو خوشحالي د ستا په مرګ مي زړه ذري ذري کړو, الله لايزال دي د فضل او کرم معامله وکړي…آمين
إنا لله وإنا إليه راجعون