شهید او شهادت (شپږ ویشتمه برخه)

ليكوال: م. محمد نعيم

امام ابن جریر طبري رحمه الله په خپل تفسیر کې وايي: (“والشهداء”، وهم جمع”شهيد”، وهو المقتول في سبيل الله، سمي بذلك لقيامه بشهادة الحق في جَنب الله حتى قتل )

ژباړه: شهداء د شهید جمع ده، او شهید د الله په لاره کې وژل شوي ته ویل کېږي، شهید ځکه ورته ویل کېږي چې تر هغه یې د الله جل جلاله په لاره کې د حق شاهدي ور کوله تر دې چې ووژل شو.

او په تفسیر السعدي کې راځي: ( { وَالشُّهَدَاءِ } الذين قاتلوا في سبيل الله لإعلاء كلمة الله فقتلوا) .

ژباړه: او شهداء هغه کسان دي چې د الله جل جلاله په لاره کې د الله جل جلاله د دین د لوړوالي لپاره جنګېدلي وي او بیا وژل شوي وي.

امام الماوردي په خپل تفسیر ( النکت و العیون ) کې وايي: (وأما الشهداء فجمع شهيد ، وهو المقتول في سبيل اللَّه تعالى).

ژباړه: او هر چې شهداء دي، دا د شهید جمع ده، او شهید د الله تعالی په لاره کې وژل شوي کس ته ویل کېږي.
امام ابن عطية په خپل تفسیر المحرر الوجیز کې د نوموړې آیت په تفسیر کې وايي: ( والشهداء المقتولون في سبيل الله ، هم المخصوصون بفضل الميتة ، وهم الذي فرق الشرع حكمهم في ترك الغسل والصلاة ، لأنهم أكرم من أن يشفع لهم ، وسموا بذلك لأن الله شهد لهم بالجنة ، وقيل لأنهم شهدوا لله بالحق في موتهم ابتغاء مرضاته ، ولكن لفظ ، { الشهداء } في هذه الآية يعم أنواع الشهداء )

ژباړه: او شهداء د الله جل جلاله په لاره کې وژل شوي کسان دي، او د دوی ځانګړنه د غوره مرګ ( شهادت ) له امله ده. دوی هغه کسان دي چې شریعت یې له نورو خلکو سره په حکم کې توپیر کړی، په غسل او د جنازې په لمانځه کې؛ ځکه دوی له دې ډېر لوړ دي چې څوک یې شفاعت وکړي، او شهیدان ځکه ورته ویل کېږي چې الله جل جلاله د دوی لپاره د جنت ګواهي کړې، داسې هم ویل شوي چې شهیدان ځکه ورته ویل کېږي چې دوی په خپل مرګ سره د الله جل جلاله د رضا لپاره د الله جل جلاله د حقانیت ګواهي ور کړې، خو د( شهداء ) ټکی په دې آیت شریف کې د شهیدانو ټول ډولونه سره رانغاړي. یعني یوازې د هغو کسانو په معنی نه دی چې د الله جل جلاله په لاره کې وژل شوي وي. بلکې د شهیدانو نورو ډولونو ته هم شامل دی.

د یادونې ده چې امام ابن عطیه رحمه الله له هغو علمای کرامو څخه دی چې په شهیدانو د جنازې دلمانځه کولو قایل نه دي. ځکه یې ویلي چې په شهیدانو لمونځ نه کول ددوی خصوصیت دی. او زمونږ په مذهب په شهیدانو د جنازې لمونځ کېږي. چې تفصیل یې په لومړیو برخو کې تېر شو.

صوفیه کرام په دې ځای کې د ( شهداء ) له ټکي بله معنی اخلي، امام الوسي رحمه الله په خپل تفسیر کې داسې راوړي:
(مرتبې څلور دي، چې ځینې یې له ځینو څخه ښکته دي:

لومړی د انبیاوو مرتبه ده، چې الهي ځواک ور سره دی. د دوی مثال داسې دی لکه یو څوک چې یو شی له نېږدې څخه ویني. ځکه خو الله جل جلاله زمونږ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په اړه فرمايي: { أفتمارونه على مَا يرى } [ النجم : 12 ] ژباړه: آیا دی ( رسول الله صلی الله علیه وسلم ) د هغه څه په اړه ، چې دی ( رسول الله صلی الله علیه وسلم ) یې وینې؟ درواغزن ګنئ، جنجالونه او بحثونه ور سره کوئ؟

دوهم د صدیقینو مرتبه ده، دوی د الله جل جلاله په پېژنده کې له انبیاوو علی نبینا وعلیهم الصلاة والسلام څخه وروسته دي، ددوی مثال داسې دی لکه یو څوک چې یو شی له لېرې څخه ویني. او دا خبره د حضرت علي کرم الله وجهه موخه وه، کله چې پوښتنه ترې وشوه: آیا الله تعالی دې لیدلی؟ ویل: دداسې رب عبادت به مې نه وی کړی چې لیدلی مې نه وای! بیا یې کړل: سترګو په ښکاره نه دی لیدلی، خو زړونو د ایمان په حقایقو لیدلی.

دریم د شهیدانو مرتبې دي، دوی هغه څوک دي چې یو شی په دلایلو پېژني، مثال یې داسې دی لکه یو څوک چې یو شی له نېږدې څخه په هنداره کې ويني، او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم موخه وه چې ویلي یې دي:” اعبد الله تعالى كأنك تراه ” ژباړه: د الله جل جلاله داسې عبادت وکړه لکه ته یې چې وینې.

او څلورم د صالحینو مرتبې دي، دوی هغه څوک دي چې یو شی په غوڅ تقلید سره پېژني، مثال یې داسې دی لکه یو څوک چې یو شی له لیرې په هنداره کې ويني. او د رسول الله صلی الله علیه وسلم موخه همدا وه چې فرمایلي یې دي: ” فإن لم تكن تراه فإنه يراك ” ژباړه: که ته داسې نه وې چې الله ووینې، نو بېشکه چې هغه تا ویني! دا خبره امام راغب کړې او امام طیبي او نورو را نقل کړې ده.)

په هر صورت دا د ځینو علمای کرامو او صوفیه کرامو نظر او تفسیر کېدی شي چې په خپل ځای کې د درناوي وړ دی، خو لکه څه رنګه چې ډېری مفسرینو کرامو فرمايلي، دلته له شهیدانو څخه په لومړي سر کې هغه کسان مراد دي چې د الله جل جلاله په لاره کې وژل شوي وي. او لیرې نه ده چې نور هم پکې شامل وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د