نظــر

که ملامحمد عمر مجاهد نه وای راپاڅیدلی ..

قاري سعید

ـ د زرداد په پاټک به اوس هم انساني سپیان غپیدل.

ـ شفیع دیوانه به اوس هم کابلیان په دیوالو میخ کول.

ـ قمبرلنګ به اوس هم له کابلیو ښځو تیونه غوڅول.

ـ اسد مارخور به اوس هم د شاه شهید په کوڅو کې د جنسي داړه مارۍ لپاره ګرځیده.

ـ کومندان صالح به اوس هم د پاشمول په پاټک هراتي هلکان کوزول.

ـ تجارتي باربري موټر به اوس هم د عام سرک په ځای د دکندهار د ریګ په دښتو تر ویشه رسیدل.

ـ ګیلم جمو به اوس هم د شمال په خلکو سپږې خرڅولې

ـ که ملامحمدعمر مجاهد نه وای تر اوسه به د کابل او نورو ښارونو ولاړ دیوالونه څه بلکې شاوخوا غرونه هم د جګړو له زوره نړیدلي وای.

ـ تراوسه به د جنګلک او سروبي بند د ملي زیربناوو په شان د کابل او نورو سیمو ټول ملي تاسیسات پرزه په پرزه او خښته په خښته ټوټه شوي، لیلام شوي او د لاهور او کارخانو په کباړیانو پلورل شوي وای.

ـ اوس به د کوڅه په کوڅه او کلي په کلي جګړې له زوره دلته انسانان نه وای پاتې، بلکې د جګړه مارو، پوډریانو او ټوپکیانو یو ځنګلي نسل به د افغانستان د مالکیت دعوه دار وای.

ـ اوس به افغانستان نه وای، بلکې د هزارستان، سیافستان، دوستمستان، زردادستان او مسعودستان په نوم به ګڼ مختلف پاټکستانونه اباد وی.

ـ که د ملا محمد عمر پاڅون نه وای اوس به موږ او تاسو د فیسبوک لیکلو په ځای په پوستو کې د چرسو په پخولو ورځ اړولی.

ـ که د ملاصاحب پاڅون نه وای اوس به موږ د څوارلس کلن جهاد، هجرت، جهادي ثمره، اسلامي نظام او داسې نورو خبرو په ځای په دې غم کې وای چې څرنګه د خپلو شهیدانو قبرونه راوسپړو تر څو د پاکستان د هډوکو له سوداګرو ورباندې د چرسو لپاره پیسې پیدا کړو.

او که د ملامحمد عمر مجاهد پاڅون نه وای … نور به څه شوي وای؟ هیله تاسو خپل نظرونه راسره شریک کړئ .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

بلکل همداسی به وو اسلام یوازنی دعزت دین دی

مولوی دیوبندي

بلکل هم داسی ده خوکئی داسلام دښمنان ومنی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x