افغانستان

طالبانو ملا اختر محمد منصور خپل نوی مشر اعلان کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۹مه ۱۳۹۴ل): طالبانو د خپل مشر ملا محمد عمر مجاهد له وفات وروسته د هغه مرستيال ملا اختر محمد منصور خپل مشر وټاکه.

د طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميه کې راغلي، چې د ملا محمد عمر مجاهد له وفات وروسته د طالبانو رهبري شورا، علماوو او مشايخو له سلامشورې وروسته ملا اختر محمد منصور خپل نوی زعيم وټاکه.

اعلاميه زياتوي، چې اختر محمد منصور د ملا محمد عمر مجاهد تر مشرۍ لاندې د امارت مرستيال و او په ډېر تحمل، صبر او مېړانه يې خپل مسؤوليت پر مخ بوولی او علماوو نوموړی د طالبانو د راتلونکې مشرۍ لپاره وړ مشر بللی او باور يې پرې کړی دی.

د مولانا اختر محمد منصور یواځينی عکس
د مولانا اختر محمد منصور یواځينی عکس

په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د طالبانو د حکومت پر مهال د محاکمو پخوانی عمومي رييس مولوي هبت الله اخندزاده او د مولوي جلال الدين حقاني زوی ملاسراج الدين حقاني د ملا منصور مرستيالان ټاکل شوي دي.

په اعلاميه کې د طالبانو رهبري شورا نوي ټاکل شوي مشر ملا اختر محمد منصور سره د هر ډول وفادارۍ او اطاعت ژمنه کړې او له خلکو يې هم غوښتي، چې د خپل شرعي امير اطاعت وکړي.

په دې اړه د طالبانو اعلامیه چې کټ مټ یې نشر ته سپارو.

د اسلامي امارت د نوي امیر د ټاکلو په اړه د اسلامي امارت د رهبري شوری اعلامیه

الحمدلله رب العلمین والصلوة والسلام علی رسوله محمد و علی آله وأصحابه أجمعین و بعد
مسلمانانو وروڼو!

لکه څنګه چې خبر یاست دافغانستان د اسلامي امارت مؤسس او زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله علیه څه موده وړاندې د ورپیښې شوې ناروغۍ له امله خپل روح الله تعالی ته وسپاره او له دې دنیا څخه یي رحلت وکړ.

د نوموړي له وفات وروسته د اسلامي امارت رهبري شورا او د هیواد جیدو علماء کرامو اومشائخو د زعامت دټاکلو په چاره لاس پورې کړ، د اسلامي امارت د رهبري شوراغړو، مشائخو او علماء کرامو چې داهل الحل والعقد له شرعي اعتبار څخه برخمن وو، د یوې غونډې په ترڅ کې یي له اوږدو سلامشورو وروسته د ملامحمد عمر مجاهد نږدې او د اعتماد وړ ملګری او داسلامي امارت پخوانی مرستیال ملا اخترمحمدمنصور د اسلامي امارت دامیر په حیث وټاکه.

ملا اختر محمد منصور چې د مرحوم ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله لخوا هم په خپل ژوند کې داعتماد او د درانه مسئولیت د تحمل لپاره وړ کس بلل شوی وو او په کلونو د اسلامي امارت ټولې اجرایوي چارې ورسپارل شوې وې، داسلامي امارت رهبري شورا او علماء کرامو هم نوموړی د راتلونکي لپاره د افغانستان داسلامي امارت د رهبرۍ لپاره مناسب او مستعد شخص وباله او دشرعي امیر په حیث یي غوره کړ.

د زعیم ټاکلو په غونډه کې د علماء کرامو، مشائخو او اسلامي امارت د مشرانو لخوا له ملااخترمحمد منصور سره د امیرالمؤمنین په حیث علی السمع و الطاعة بیعت ترسره شو او نوموړي هم د شرعي امیر په حیث، شریعت ته دالتزام تعهد وکړ.
همدا راز د یادې غونډې په مشوره او تائيد هر یو د اسلامي امارت د محاکمو پخوانی عمومي رئیس شیخ الحدیث مولوي هیبت الله اخندزاده اود مشهورجهادي او علمي شخصیت مولوي جلال الدین حقاني حفظه الله زوی داسلامي امارت پيژندل شوی جهادي قومندان ملا سراج الدین حقاني د اسلامي امارت د مرستیالانو په حیث وټاکل شول .

د اسلامي امارت رهبر ي شورا د اسلامي امارت دغه تعین شوي زعامت ته دالله تعالی له دربار څخه د استقامت،امانت دارۍ او الهي شریعت ته د وفادارۍ خواست کوي، او مسلمان ملت په ځانګړي ډول د اسلامي امارت ټول مجاهدین یي د شرعي امیر په حیث اطاعت ته رابولي.

د افغانستان د اسلامي امارت رهبري شورا
۱۴۳۶/۱۰/۱۵هـ ق
۱۳۹۴/۵/۹هـ ش ــ 2015/7/31م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوی دیوبندي

امیرمودي سمعا وطاعتا ترڅوچي داسلام خدمت وکړي اودشریعت په چوکاټ کي ټوله بیعت ورسره وکړي ځکه امیرالمؤمنین شواونائب دامرالمؤمنین ولو

د سنګر طالب

الله اکبر، تل دې ژوندي وي زمونږ حقپالونکي علماء او ویښ مشران، چې په داسې نازکو شیبو کې یې زمونږ پرهرژلي زړونه د نوي باعزمه او درانده آواز لرونکي امیر(امیر المؤمنین ملا اختر محمد منصور) په ټاکلو سره درمان کړل، الله دې وکړي چې د افغانستان د مظلوم ملت او ټولې اسلامي نړۍ د دردمنو ولسونو د زړه ټکور او لکه د پخواني ملاصیب په څېر د شریعت خادم وګرځوي
آمین، آمین، آمین.

یاسین

انا لله وانا الیه راجعون، دروند ، عزتمن، غیرتمن او دپنځلسمې هجري پیړۍ مجدد شخصیت عالیقدر امیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد رحمة الله علیه ته دی لوی الله جنت الفردوس ورکړي والله که مي پرمرګ پیرزو وو، خوهر موجودپناه کیږي نوموړي ته هم خامخا پردغه لاره تلل اړین وو، درنې کورنۍ اونوی زعامت ته دی لوی الله صبرجمیل اودده پرقدم قدم ایښودل ورپه برخه کړي آمین.

حامد احمدی

د رهبری شورا خینی غړی د کابل میډیاسره خبری کړی چی دا سړی نه منو که په دی هکله مکمل معلومات راکړی-

nabil afghan

که چيري انسان ته سجده کیداي مابه نن له ملااختر محمد منصور ته په سجده سره بیعت کړی واي

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x