دعا راڅخه غواړي – سید الهام

سید احسان الله الهام
زړګى مي ناقرار دى مړ آشنا راڅخه غواړي
چي بيا راتللى نشي هغه بيا راڅخه غواړي

ملنګ نه يم ګله د ماشومانو را پسې ده
د كلي يتيمان دي خپل بابا راڅخه غواړي

د قبر په ځوځانو مي لمن چي بنديدله
په زړه كي مي را تير شو مړه دعا را څخه غواړي

بې ستا له فضله ربه ! بل ساتونكى نلرمه
بدرنګ راجمعه شوي دي ښكلا راڅخه غواړي

تنها زموږ په وينو يې ماتيږي كله تنده
ښارونه ګودرونه او بيديا را څخه غواړي

زه څنګه په رضا ور سره ولاړشم خداى دپاره ؟
ايمان راڅخه غواړي ګرانه تا را څخه غواړي

ګټلي مو چي تل د سر په بيه دي الهامه !
غليم ناترسه واړه اوس وړيا راڅخه غواړي
2015/07/30

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د