دیني، سیرت او تاریخ

شهادت – لیکوال: فرهاد خالد

بسم الله الرحمن الرحیم

مجاهدو وروڼو!
شهادت فی سبیل الله یوه عظیمه مرتبه ده، کومه چی الله پاک خوش قسمتو ته عطا کوي. دا درجه هغه چا ته الله پاک ورکوي چی له مخکی یې تقدیر په حق کی فیصله کړي وي. دشهادت رتبه له نبوت او صدیقیت نه وروسته دریمه درجه ده. دا د عامو شهیدانو حق ده او دخاصو شهیدانو رتبه خو له نبوت نه وروسته دویمه درجه وي. لکه څرنګه چې په حدیث شریف کی نبی علیه السلام فرمایي: له شهید نه انبیاء کرام صرف دنبوت د درجه په وجه مخکی وی.
لکه څرنګه چی شهید له ټولو لوړه قرباني ورکوي حتی چی دخپلی متاع عزیز ځان نه تیریږی. دهمدي دپاره په اسلام قران او احادیثو کی دشهید اوشهادت ډیر فضایل بیان شوي دی.

شهید ته شهید ځکه وایی:

بعضي علما وایی چی شهید ته شهید ځکه وایي چي دروح دوتلو سره سم یی روح جنت ته داخلیږي په داسی حال کي چي عام مسلمانان به دقیامت په ورځ  له حساب او کتاب وروسته جنت ته ځي. دهمدي مفهوم په اساس شهید دشاهد په معنی وی یعني په جنت کی حاضر کیدلو والا. دا قول دعلامه جوهری او قرطبی دی.

علامه ابن فارس فرمایي  چی شهید هغه څوک دی چی دالله په لاره کی ووژل شي، دی ته شهید ځکه وایي چي هغه ته فرشتی حاضریږي.

بعضو ویلي دي چی شهید ته شهید ځکه وایي چی ټول مسلمانان او ټولي فرشتي دهغه په جنتي کیدو باندي ګواهي ورکوي، بعضی علماؤ کرامو  فرمایلی دي څرنګه چی شهید دقیامت په ورځ دخپلو وینو او زخمونو سره راپاڅیږی  نو همدا زخمونه یی داعزاز نشان او د هغه په مظلومیت شاهدي ورکوي.

شهیدان مړه نه دی!

په قران عظیم الشان کی دشهید اړوند خاص ایتونه نازل شویدي.
ولا تقولو لمن یقتل فی سبیل الله اموات بل احیاء ولکن لا تشعرون(البقرة ۱۵۴)
ژباړه:. ای مؤمنانو! کوم کسان چي دالله په لاره کي ووژل شي هغوی ته مړه مه وایاست.بلکي هغوی ژوندي دي روحونه یي دشنو مرغانو په ججرو کي دي او په جنت کي چکري وهی. خو تاسي دهغه ژوند په حقیقت نه پوهیږی.
الله تعالی داعلاء کلمة الله لپاره جنګ ته دجهاد نوم ورکړیدی. د جهاد دپاره یی حرب،  قتال، جنګ او وغیره الفاظ دتعارف او پیژندني په توکه نه دي استعمال کړي. دجهاد دویم مفهوم داشو چی جهاد صرف جنګ نه بلکه مقدس جنګ دی.بیا نو الله پاک په دي لفظ کی یو خاص قوت ایښی دی، یوه عظیمه جذبه  پکښی ده.

 چی کله هم دجنګ یا جنګولو خبره راشي نو جذبه بل شان وي، خو چی دجهادلفظ راځي نو د هر مسلمان او اهل ایمان جذبه څه بل شان شی.
همدغه شان اسلام په جهاد کی له ځان نه تیرشوي سرتیري ته دمړی لقب نه دی ورکړی بلکی هغه یی داصطلاحی مفهوم په اساس دشهید په لقب نازولی دی.ګویا چی داعالَم مرګ نه دی بلکی دایو مقدس مرګ دی.
همدا وجه ده چی کله سړی دمرګ نوم واوري نو احساسات  او جذبات یی بل شان وی لیکن کله چی دشهید او شهادت خبره پيل شی او دالفظ په غوږو نو ولګیږی، نو بیا دهر مسلمان جذبات څه نور شان شی.

ځکه خو الله پاک له دوو وجهو شهیدته دمړی  ویلو نه منع فرمایلی ده.

۱:یوه وجه داده چی شهید فی الحقیقت ژوندی وي خوړل او څښل کوی.

۲: دویمه وجه داچي  په مړي ویلو سره د ژوندیو خلګو حوصلي ماتیږي بیا نو کفارو ته دنورو حملو موقع برابریږي. او دشهید په ویلو سره یي حوصلي پورته کیږي او دکفارو له همدي نه ویره وي. ځکه خو الله جل جلاله شهید ته له  مړی ویلو نه منع فرمایلي ده.

که چیرته په کوم ملک کي د کومي حادثی له وجهي په یو ځل څلورزره یاله دي نه زیات کسان په یوه وخت کی مړه شی بیشکه چی دابه دملک په ټوله اوسیدونکو ډیره ناوړه اغیزه ولري، حتی چی ملک به مفلوج شی او دهنګامي یا اضطراري حالت اعلان به اوکړي، لیکن که یو وړوکی ملک په جهاد کی له دي زیات کسان شهیدان ورکړي، بي شکه چی دپاتی خلګو حوصلي به لوړي شي او دهمدي مقام حاصلولو ته به لیواله وي. هغوی به دشهید د لفظ په اوریدلو او ویلو سره خوشحالي احساسوي.
د همدغو دوو وجهو په بناء باندی الله پاک فرمایلی دي:چی څوک دالله تعالی په لاره کی ووژل شی هغه ته مړه مه وایاست ځکه چی هغوی ژوندي دي. څوک چی دالله تعالی دپاره له ځان نه تیر شو بیشکه چی هغه په را روان جهان کی بریا ومونده، لیکن تاسو ته دهغه ژوند کیفیت معلوم نه دی او همدا دصبر نتیجه ده.

په شهیدانو دمړو ګمان مه کوی!

  وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتاً بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِم ْيُرْزَقُونَ.  فَرِحِينَ بِمَاآتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِهِ وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُواْ بِهِم مِّنْ خَلْفِهِمْ أَلاَّ خَوْف ٌعَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ.یستبشرون بنعمة من الله وفضل و ان الله لا یضیع اجرالمؤمنین (ال عمران. ۱۲۹ـ ۱۷۱)
ژباړه:هغه کسان دالله په لاره کی وژل شویدي په هغوی دمړو ګمان مه کوی بلکي هغوی ژوندي دي، او دالله په نزد رزق ورکول کیږي، او خوشحاله دي په هغه څه چی دالله یي دخپل فضل او کرم له مخی ورکوی، او کوم کسان چی لاتراوسه له دوي سره نه دی یو ځای شوي او ورسته پاته دي دهغوی دپاره هم څه ویره او خفګان نشته. او هغوی خوشحاله وی دالله په نعمت باندی بیشکه چی الله جله علی شانه دمؤمنانو اجر نه ضایع کوی.

یعنی په کور ناستی کس د مرګ مخه نشی ډب کولی. هوکی: سړی له هغه مرګ نه محروم وی کوم ته چی دمرګ په ځای حیات جاويداني ویل پکار دی.

 د شهیدانو  وروسته له شهادت نه یو ډول خاص ژوند وي. کوم چی مړو ته نه ورکول کیږي. شهیدانو ته دالله تعالی ممتاز قرب حاصل وی په ډیرولوړو درجو او مقاماتو فایز وي. دجنت رزق په ازادی ور رسیږي.

دشهیدانو روح کوم چی په اصل کی طیور خضر( دشنو مرغانو په ججرو) کی په جنت کی چکري وهي زیات خوشحاله وي.دهمدغو شنو مرغانو لویوالی یوازي الله پاک پوهیږي چی څومره به وي. دهغه ځاي شیان زمونږ دخیالاتو په احاطه کی کله راتلای شي. په هغه وخت کی شهیدان بي حده مسرور وي چی، الله تعالی په خپل فضل سره دځوانی(شباب) لوی دولت ور په برخه کړی وي.او دخپل فضل او کرم له مخي یي د هرهغه زیاتو او مجددو انعاماتو سلسله قایمه  کړی وي، کومه چی دنبی علیه السلام له اقوالو رابرسیره کیږي.په دی  ډیر خوشحاله وی چی په خپلو سترګو دالله پاک نعمتونه ګوري او وایی چی الله پاک د مؤمنانو اجر نه ضایع کوي، بلکه له خیال او ګمان نه هم پورته لوړ نعمتونه او بدله ورکوي.

بیا نو نه یوازي داچي په خپل حال باندی خوشحال او فرحان وي، بلکي دهغو مسلمانانو دتصور په کولو سره  هم خوښي حاصلوي څوک چي یي په جهاد فی سبیل الله او نورو دخیر په امورو کی له ځان نه وروسته پریښي دي دوی وایي چی که چیرته هغوی هم زمونږ په څیر په جهاد فی سبیل الله کی ووژل شي یا په ایمان مړه شي  نو هغوی به هم زمونږ په شان له دي بي فناء نعمتونو نه مزی لوټي. نه به دمخی ویره احساسوي او نه له شا غم.مأمون او مطمئین سیخ به دالله په رحمت کی داخل شي.
په بعضو روایاتو کی دي چي : داُحد او بئر معونه شهیدانو دالله نه تمنا وکړل چي کاش زمونږ د دي عیش او تنعم خبر څوک زمونږ تر کورنیو ورسوي، تر څو هغوی هم ځانونه شهیدان کړي او ځان له جهاد نه ونه کاږي. الله جله جلاله  وفرمایل چی زه یي رسوم نو دا ایت نازل شو او هغوي يي مطلع کړل چی ستاسو تمنا پوره کړل شول په همدي بیا دوی نور هم خوشحاله شول.
تفسیر عثمانی صفحه ۹۳

په بعضو روایاتو کی راغلي دي چي دشهید له ارواحو یو جسمِ مثالي تیار شي، او خپله هغه جسم پرواز کوي. په هر حال خپله جسم وي او یادجسم لپاره راکب وي، څه چي هم وي داکوم قید نه دی بلکه مثالي ازادي ده، لطیف جسم دی، لطیف شین رنګ دی، او لطیف قندیلونه دي.

دنبي علیه الصلوة والسلام په حدیثو کی دشهیدانو بیان کړل شوي فضایل:

حضرت جابر بن عبدالله رض فرمایي چي:
چي یوه ورځ زما خواته نبي علیه السلام وکتل وی فرمایل چي ای جابره! ولی خفه یي؟  ما اویل چي ای دالله رسوله صلی الله علیه وسلم! زما پلار شهید شوی دی، او پر هغه ډیره قرضه پاتي شویده، او عیال هم زیات تري پاتي دی. نبي علیه سلام وفرمایل چي ایا زه تاته دا خوشخبری وا نه وروم چی:  الله تعالی له چاسره هم خبری کړیدي، نو دپردي تر شایي کړیدي خو ستاله پلار سره یي بغیر له کوم حجاب او پردي نه مخامخ خبري کړیدي، او ورته ویلی يي دي چی ای عبدالله ! اوغواړه له مانه چی څه غواړی زه یي درکوم،عبدالله په جواب کی اوفرمایل چي ای زما ربه ما دد نیا طرف ته بوځه ترڅو چي زه یو ځل بیا شهید شم . الله جله علی شانه ورته اوفرمایل چي داخبره طی شوي چی دمرګ دڅکلو وروسته دنیا ته بیرته ستنیدل نشته. بیا عبدالله ورته وفرمایل: ای الله کوم کسان چی په دنیا کی پاتي دي هغوی ته زما د دغه حالت خبر ورسوه.
نو بیادا ایت نازل شو.   وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتاً بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِم ْيُرْزَقُونَ .فَرِحِينَ بِمَاآتَاهُمُ اللّهُ مِن فَضْلِه وَيَسْتَبْشِرُونَ بِالَّذِينَ لَمْ يَلْحَقُواْ بِهِم مِّنْ خَلْفِهِمْ أَلاَّ خَوْف ٌعَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ .
. سنن بیهقی

په یو بل حدیث کی راغلی دی چی:
دقیامت په ورځ به یو جنتي له جنت نه راوستل شي. الله تعالی به ورته وفرمایي ای د ادم بچیه! تا په جنت کی خپله دیره او مقام  څنګه وموند؟ هغه به جواب ورکړي ای الله ! ډیر عمده مقام دی . بیا به الله تعالی وپوښتی چی اوس اوغواړه او تمنا وکړه. هغه به په جواب کی اوایي چی څه اوغواړم او دڅه تمنا وکړم؟ هوکی ما بیرته دنیا ته ستون کړه ترڅوچی ستا په لاره کی لس ځله ووژل شم شهید شم.    
داده دی دپاره غواړی چی دشهید مقام ډیرلوړ او عالي دی.
حضرت جابر رض عنه فرمایي: چی زما شهید پلار نبی علیه السلام ته راوړل شو، چی کفارو یی شکل ورخراب کړی وو.  زه یی لیدلو ته هغه وخت لاړم کله چی دنبی علیه السلام مخی ته کیښودلي شو.ما اوغوښتل چی دخپل پلار څیره اوینم خو څه خلګو زه منع کړم. په دغه وخت کي د ژړیدونکی ښځي دچخنی اواز راغلی. خلګو ویل چی د اواز دعمر دلور یا خور دی. نبی کریم صلی الله علیه وسلم اوفرمایل چی: ژاړه مه په دي شهید باندی فرشتو دخپلو وزرونو سایه (سیوری) راوستی دی. صحیح البخاری.

حضرت ابو هریرة رض روایت کوی چی نبي علیه سلام اوفرمایل : شهید  دشهادت په وخت کی دومره درد هم نه محسوسوي لکه څومره تکلیف چی دمیږی له چیچلو محسوسیږي. ترمذی.

شهید او دغیر شهید په مینځ کی فرق:

۱: شهید ته مړی ویل جایز نه دي بلکی غیر شهید ته مړی ویل کوم باک نه کوی.
۲:دشهید له زخمو به دقیامت په ورځ وینه څاڅي له کومو چی به دمشک او عنبرو بوی راځی.
۳:شهید دنیاته دراتلو تمنا کوي او غیر شهید به هیڅ تمایل نه ښیې.
۴:شهید ته دټولو ګناهونودبخښنی ضمانت ورکول شویدی او غیر شهید ته نه دی.
۵:شهید ته نه غسل ورکول کیږی او نه کفن بلکی غیر شهید داسی نه دی.
۶:شهید به د شنو مرغانو په ججرو کی په جنت کی چکري وهی خو غیر شهید به داسی نه وی.
۷:شهید به دقبر له عذابه او فزع اکبر څخه محفوظ وی خو غیر شهید داسی نه دی.
۸:شهید به د ۷۰ کسانو شفاعت کوی.
۹:شهید په حالت دنزع کی حورو ته ګوری خو غیر شهید به یی نه وینی.
۱۰:شهید ته هر وخت دشفاعت کولو اعزاز ورکول کیږی.

په  پای کی:

دیوه مسلمان په صفت دځان مسؤلیت ګڼم چي ټول مسلمانان د جهاد سپیڅلی ډګر ته دعوت کړم. لکه څرنګه چي دغرب نه راغلو ځناور صفتو لښکرو او د دوی لاسپوڅو زمونږ  په ګران افغانستان له یوي لسیزي مسلسل یرغل نه وروسته زمونږ په دین او ملی ارزښتونو تعرضونه شروع کړیدي او دا نه زغمونکی لړۍ لا جریان لري. غرب ځپلي په نامه افغانان یی ننګه کوی او دهغوي په وحشت پرده اچوي. ومو لیدل چی دکندهار دزنګااباد په پيښه کی دی لاسپوڅو څنګه چوپه خوله اختیار کړه، او دومره لویه فاجعه یي هضمه کړه.

ګرانو مسلمانو!

 زمونږ هیواد یرغمل شوې دی. په مونږ جهاد فرض عین دی دلمونځ او نورو اسلامی ارکانو په څیر. جهاد د دي دپاره په مونږ فرض کړل شویدی چي الله پاک کفار زمونږ په لاس ذلیل کړي او دکومو موخو لپاره چی دوی راغلي دی دهغو دلاسته راوړلو پرته نا امیده بیرته ستانه شی.

مونږ باید دالله په نصرت توکل وکړو او ځیر شو چي ډیر ځله یو وړوکی او له مادي پلوه کمزوري ټولۍ دکفارو په لوۍ لښکر غالب شویدی. دالله نصرت حق دی، او دالله نصرت همیشه دپاکو مسلمانانو مل وٍي.  
راځۍ!

چي داسلامي امارت دجهادي قیادت ترسیوری لاندی دطاغوت په سر دتندر په څیر راپریوزو. راځۍ دا د اسلام او هیواد قسم خوړلی دښمنان نور دخپل ګران افغانستان له دی پاکی خاوری نه په زوره وشړو. راځی چی یو ځل بیا پری داجدادو تواریخ راژوندی کړو. همدا موقع ده چی د الله جله جلاله په لاره کی دخپل سر او ځان دنظرانه کولو ویاړ ترلاسه کړو. مونږ په حقه یو او زمونږ انګیزه سپیڅلی ده. راځی د دي بی وفا دنیا په ځای حیات جاویدانی انتخاب کړو ترڅو دابدی ژوندیو  سره یوځای دمحشر په ورځ کی د سترو سترو سعادتونو نه برخمند شو.

الله دی مونږ ټولو ته مقبول شهادت رانصیب کړي امین.

حۍ علی الجهاد

فرهاد خالد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x