افتخار مو ومړ خو مرګ حق دی

سمیع خوږیاڼی

انا لله وانا إليه راجعون

كله چې پیغمبر صلى الله عليه وسلم وفات شو خلكو په خاصه توگه حضرت عمر فاروق- له ډيره غمه نه باوروله، او نور صحابه يې هم له دې منع كول چا به چې د هغه صلى الله عليه وسلم په وفات ژړل، حضرت ابوبكر صديق رضي الله عنه وروسته له دې چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم يې وكوت چې وفات شوى، پاڅيد او ويي ويل: {من كان يعبد محمدا فإن محمدا قد مات، ومن كان يعبد الله فإن الله حي لا يموت}. بيا يې دا ايت تلاوت كړ: ( وما محمد إلا رسول، قد خلت من قبله الرسل، أفإن مات أو قتل انقلبتم على أعقابكم ومن ينقلب على عقبيه فلن يضر الله شيئا، و سيجزي الله الشاكرين) آل عمران.

عبد الله بن عباس رضي الله عنهما وايي: په الله قسم لكه صحابه چې په اول ځل د ابوبكر صديق له خولې دغه آيت اوري، بيا مو باور شو او زړه ته مو تسكين وغورځيد.

دغه سخت الفاظ كارول د حضرت ابو بكر صديق له خولې په دې معنا وه چي د پيغمبر وفات حق دى، لكه څنگه چې نور انبياء په دغه حقه لار لاړ دي دغسې حضرت محمد صلى الله عليه وسلم هم پر دغه لار ولاړ، بل دا چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم خپل دين پوره كړ او ددې مخكې وړلو مسؤلیت د صحابوو پر غاړہ و نو د مسؤليت، تلقين، صبر او استقامت لپاره ابوبكر صديق مسلمانانو ته دغه جملى وويلى، غوښتل يې چې د دغې غم پر ځاي مسلمانان خپل مسؤليت ته متوجه شي، همغه وو چې دغه كلمې د خلكو زړونو ته وغورځيدې او د غم پر ځاي خپل مسؤليت ته متوجې شول، تر څو د ټولو پر خوښه ابوبكر صديق د مسلمانانو اول خليفه وټاكل شو او د اسلام دين د قوي ايمان او قوت په زور په نړۍ كې خپور شو، پر دغه غټ غم صبر او بيا استقامت مسلمانان د كاميابۍ او برياليتوب لورې ته مخ كړل.

نور نو مونږ ته پكار دي خپل راتلونكي ته پام وكړو، تير غمونه شاته پريږدو او د خپل دين مسؤليت پر غاړہ واخلو.

مسلمانان بايد د ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله علیه مړينه خپله ناكامي ونه ګڼي، ځکه غم زياتول مو ناكامۍ ته مخه كوي خو غم شاته پريښودل مو د كاميابۍ سبب گرځي، ځكه د يو انسان لپاره دنيا كې دوه مرگونه نه وي او هغه يو حق او راتلونكى وي. كله چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفات شو ابوبكر رضي الله عنه يې سر ته ورته كښيناست په ژړا شو او ويي ويل: زما مور او پلار دې له تا ځار او قربان وي، الله ستا لپاره دوه مرگونه نه دي ټاكلي او هغه يو مرگ چې ټاكلى شوى دى تاته راغلى او ته وفات شوې.

هو! ملا عمر ومړ، نر ومړ، ازاد ومړ، غلام نشو، په مړینه یې ویاړ په کار دی، په نړۍ کې یې هېڅ پیغور ځان، کورنۍ او اسلامي امارت ته پرېنښود، نن چې د نړۍ مسلمانان د هغه په مړینه اوښکې تويوي ترې څرګنديږي چې ملا محمد عمر رحمه الله څومره د نړۍ مسلمانانو ته محبوب و. الله دې د جهادي فکر دغه مجدد رهبر حشر له نبیانو، شهداو صالحینو سره وکړي.
رحمه الله رحمة واسعة واسکنه فسیح جناته ورزقه الفردوس الأعلی. امین

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حامد احمدی
میلمه
حامد احمدی

واقعا ژړلی می دی خو ولی خلکو ته یی مړینه پټه شوه- باید یوه لویه جنازه یی شوی وی د ټول طاغوتیانو پرضد تاسی به لیدلی وی چی د اټک نه تر ننګرهار او مزاری نه تر هراته او کندهاره به خلکو پکیی ګدون کړی وی- ولی؟؟؟؟؟ اوس ماته د یو پښتون په صفت پیغور په کابل کی راکول کیږی چی ای اس ای وواژه ځه به ورته څه وایم؟؟

امین درمان
میلمه

کاشکی می دغه د غم خبر په ژوند کی نه وای اوریدلای
په مړینه یی سخت خواشینی سولو
ډیر یی وژړولو
انالله و انا الیه راجعون

احمد
میلمه
احمد

-=[دخپل ګران خوږغازی امیر په یادکی ]=- له سترګواوښکی ځی پرزړوبله لمبه ده نو= ټول عالم په ویردی ربه څه سخته صحنه ده. دګران امیر المؤ منین د مر ګ قصه د ه نو= ټول عالم په – – – – – – – – ته لوی اتل اوقهرمان وی = سترمجاهد مرد میدان وی . خاوند دټینګ عزم ایمان وی= پا یبند دحکم دقرآ ن و ی . پرصلیب تندر دآسمان وی = دګران اسلام حافظ هرآن وی . هرمجاهددی سوی اوردبیلتانه ده نو =ټول عالم په ویردی ربه څه سخته صحنه ده . نوربیا