خبرتیاوی او پیغامونه

د امیرالمؤمنین د وفات په اړه د هغه درني کورنۍ ته د تسلیت پیغام – ملا عبدالسلام ضعیف

بسم الله الرحمن الرحیم

کل نفس ذائقة الموت، دا چې هر نفس څکونکی د مرګ دی، دا چې دا تسلسل تر موږ پوري را رسیدلی، دا چې هره بداية انتها لري، دا چې هر ژوند په مرګ بدلیږي، دا چې هیڅ شی پرته د الله جل جلاله د ذات څخه باقي نه پاته کیږي دا زموږ ایمان دی چې پر دغه حقه لاره به خامخا یوه ورځ قدم ږدو، خو بختور به هغه کسان وي چې ژوند یې د الله جل جلاله د رضا او اطاعت له پاره تیرکړی وي، مرګ یي د الله جل جلاله په لاره کې وي، رښتونی مؤمن یي د مرګ په اوریدو غمژن سي، د دين دښمن اومنافق یي په مرګ خوښي څرګنده کړي.

د مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمدعمر(مجاهد) و درنې کورنۍ، دوستانو او ټولو خواخوږو ته د دې درنې او لويې واقعې د پيښیدو تسلیت ورکوم، الله جل جلاله دې په ده مرحوم باندې خپل عظیم رحم وکړي، کورنۍ، دوستانو او خواخوږو ته دې یې الله جل جلاله اجرعظیم، صبر جمیل او ښه خلف ور په نصیب کړي، دا چې د مرحوم مړینه او وفات د ټولو مؤمنو مسلمانانو لپاره یوه نه جبرانیدونکې واقعه ده او د ټولو خوږمنو، دردمنو مسلمانانو، د هیواد د کونډو او یتیمانو له پاره دغم یوه لویه واقعه ده، موږ په دې غم کې ستاسو سره یوځای یو، او د ده مرحوم وفات که څه هم د دښمن له پاره د خوښۍ یو لوی زیری دی او د دوستانو له پاره یوه لویه واقعه او پېښه ده، دا په اطمنان سره ویلای سو چې د هغه مرحوم ټینګ عزم لوی مقاومت د دین او وطن په سر نه معامله د شخصي عزت او قوت د لا پروایي ستر تاریخ د ټولو له پاره یو ستر ویاړ دی، الله پاک دي وکړي چې د ده حقيقي او معنوي وارثین دا ویاړ تر پایه پوري په اسلامي توګه وساتي.

انا لله واناالیه راجعون

عبدالسلام ضعيف
کابل افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اسدالله اسد

الله دی جنت فردوس ورنصیب کری آمین

افغان

ملا محمد عمر مجاهد سترګې پټې کړې او له دې فاني دنیا سره يې د تل لپاره مخه ښه وکړه، خو هر مسلمان به یې په درنښت یاد کړي، تاریخ به يې میړانه په خپلو پاڼو کې وستايي

الله دی جنت فردوس ورنصیب کری آمین

خاکسار فاریابی

الله دی جنت فردوس ورنصیب کری آمین

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x