خبرتیاوی او پیغامونه

د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز له خوا دامير المومنين ملا محمد عمر مجاهد پرمړينه دهغه کورنۍ، اسلامي امارت او ټولې اسلامي نړۍ ته دتسليت پيغام

په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې امير المومنين ملا محمد عمر مجاهد دتل لپاره له دې فاني دنيا څخه سترگې پټې کړي دي او خپل اخروي سفر يې پيل کړى دى . دملا محمد عمر مجاهد مړينه نه يوازې دهغه کورنۍ، اسلامي امارت ،دافغانستان مومن او مجاهد ته بلکې دټولې اسلامي نړۍ لپاره يوه ستره تشه ده چې هيڅ وخت به يې د ډکيدا دپاره بله هستي تر سترگو نه شي .ملا محمد عمر مجاهد په افغانستان کې ديوه داسې هېواد چې کلونه کلونه په کې پر افغان اولس ديرغلگرو لخوا جگړې تپل شوې وې دې جگړو ټوله فضا نيولي وه په خپل امارت کې يې په معجزانه توگه يو داسې امنيت راووست چې دحضرت عمر فاروق له دورې وروسته نه ؤ ليدل شوى ملا محمد عمر يوازې دافغان مجاهد اولس لپاره نه بلکه دټولې اسلامي نړۍ لپاره دکفري طاقتونو په مقابل کې دمقدس جهاد ښکارندويه او دملي يووالي امن او سولې ځلانده ستورى ؤ چې تاريخ به يې نوم دتل لپاره په ښه نامه يادوي .مونږ دملا محمد عمر مجاهد دکورنۍ اسلامي امارت او ټولې افغان مجاهد اولس ته دهغه پرمړينه خپل تسليت وړاندې کوو او ځان ورسره پدې ستر غم کې شريک بولو .

د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز
بنسټوال الحاج امام الدين ساپى
جرمني

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x