fbpx

ملا محمد عمر سره د داوود جنبش څو خاطرې

داوود جنبش

ملا محمد عمر ولاړ، خو ځانته یې په افغان تاریخ کې ځای پرېښود: دا چې دا ځای څه دی، غوره قضاوت به پرې هغه مهال شونی وي چې د اوسني پېر ترخې هېرې شي او د هماغه مهال نسل د ۱۳۵۷ کال د ثور تر کودتا وروسته ټول غمجن پړاو په سړه سینه وسپړي او څېړي.

ښایي د خبریالانو په ډله کې تر ما له مرحوم ملاصاحب سره ډېرې مرکې چا نه وي کړي. یو ځل مې پر ۱۹۹۶ کال چې د بېل کلنټن ادارې پر خوست د کروز توغندیو برید وکړ، نیمه شپه له خوبه راویښ کړ او نظر مې یې واخیست او خپور کړ. نژدې پر هره مهمه پېښه یې تل زما ټېلېفونو ته ځواب ویلی او مرکې ته یې غاړه ایښې ده. آن ترپټېدو لږ وړاندې یې وروستۍ مرکه هم د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې له ماسره وکړه او تر هغه وروسته یې بیا چا غږ وانه ورېد.

د ۱۹۹۶ په اپرېل کې چې کله ملا عمر د زرو روحانیونو د یوې ډلې له خوا «امیرالمؤمنین» و ټاکل شو، د لنډې کتنې له پاره مې د کندهار د والي په دفتر کې ورسره ولیدل او بنډار مو وکړ. تل ورو غږېده، غوسه یې نه کوله، جملې یې لنډې او ساده وې، په خبرو کې یې د نورو ملایانو خلاف د مذهبي متونو پر ځای ډېر کلیوال سمبولونه او معیارونه خوښول. یو ځل چې کله د اسامه بن لادن او امریکا ته د طالبانو د ګواښ پوښتنه ترې وشوه نو ده په ډېره ساده لهجه وویل: «… زموږ پښه په خپله پایڅه کې بنده ده…»

بل ځل چې کله ایران په مزارشریف کې د خپلو «ډېپلماتانو» د وژل کېدو په غچ کې لسګونه زره عسکر د افغانستان پولې ته راوخوځول، ملا عمر له هغوی نه د سړې سینې د غوښتلو ترڅنګ وویل: «… نو که چېرې ونه شوه بیا به یې تر اصفهانه پسې واخلو…»

د تهران پر ځای د اصفهان یادول یوه تاریخي تداعي وه. ده غوښتل ایرایناینو ته د هوتکي شاه محمود دوران ورپه زړه کړي چې په اصفهان کې یې د فارس صفوي واکمنه وپرځوله او هلته یې ځان واکمن کړ.

البته د ملا عمر له نامه او له طالب غورځنګ سره د افغانستان د ولس او ټولنې ډېرې ترخې او غمجنې شېبې هم تړلې دي، چې زه پر هغو دلته غږېدل نه غواړم. یوازې مې د طالب مشرتابه له خوا د ملا محمد عمر د مړینې د رسمي تایید په پلمه دا څو ټکي له خپلو خاطرو څخه له تاسې سره شریک کړل.

د دادوود جنبش له فیسبوک پاڼې په مننه

avatar
7 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
قاري سعيدخوستى
میلمه
قاري سعيدخوستى

انا لله وانا اليه راجعون ان لله ما اخذ وله ما اعطى وكل شئ عنده بأجل مسمى فنصبر ونحتسب
په ژوند كي ما دا تر ٹولو سختي شيبي
دوه ورونه مي شهيدان شوي خو په خداي قسم دهغوئ دشهادت په خبرما نه دي ژڑلي خو د عمرثالث د وفات په خبر مي سختي سوي سوي كڑيكي له خولي اوتي الله الله
خدايه سه عجيبه ورز ده

حافظ امیر خان
میلمه
حافظ امیر خان

انا للہ و انا الیہ راجعون روح دی شاد وی یاد دی تل وی الله پاک دی دده کورنی ته او ٹولو مجاهدینو ورونو ته صبر جمیل ورکڑی أو له الله پاک سخه هر مجاهد ته دده غوندی غیرت جزبه او ایمان غواڑم سی ده نڑی د هر طاغوت تکبر له خاورو سره خاوری کی او د مظلومو مسلمانانو غچ او انتقام واخلی

محمودالغزنوی
میلمه
محمودالغزنوی

والفضل هوماشهدبه الأعداء،،جنبش صاحب مننه،،ستاهغه راتګ زماهم یادأوپه والی کوټی(ولایتی)میلمستون کی موستادأوسیدوپه کمره کی شل مینټه آزاده ګپه هم وکړه ستاسره یوبل ملګری محب جان هم وه أوزماسره مولوی فضل أحمد(بدر)وه چی أوس مهال شهیدده رحمه الله تعالی)بیامرحوم عالی خان متقی راغی موږیی درنه ولاړکړو،ویل یی دامیلمانه مه تنګوی ،أوجنبش صاحب بوډاسوی یی ډیره ښه ځوانی دی وه أوس یوډول ډنګرأوپیکه مالومیږی،

امين وردګ
میلمه
امين وردګ

سړى څه ووايي ! ليکونکي : امين وردګ 30/07/2015 م يره …… دا د عراق او شام اسلامى دولت خو دې ژوندى وى ! دى ګلالي څه راته وايي ! مه ترېنه غګېګه امين صاب ځکه چې دا يوه آمريکايي پروژه ده . ښه دا طالبان څنګه بولې ? دا خو له وخته آمريکايان وو : چى isi راته وروزل . ښه القاعده ? القايده هم آمريکايي پلان دي. ښه نو دانورې جهادي ډلګۍ ? اوهو امين صيب ! هوښيار سړى يې هسې دې ځان په ناپوهۍ وهلى : زوروره ( د اوبو خړول او دا ماهيو نيول دى )… نور لوستل »

امين وردګ
میلمه
امين وردګ

(عمرثالث په خړه جونګړه کې !) ليکونکي : امين وردګ 31 /07 /2015 م د هغه ماشوم د ژوند لنډ حالونه درته ليکم : چې په 1339 هجرى لمريز کال کې يې د کندهار ولايت د خاکرېز ولسوالۍ د چاه همت په کلى کې دې غمجنې دنياګۍ ته سترګې لوڅې کرې . وړوکى ((عمر)) لا د ماشومتوب تانده دوره نه وه تمامه کړې ( د پنځو کالونو په عمر کې ٶ ) چې د خواږه پلار د هجران څاپېړه يې پرمخ و خوړله ، او د يتيمانو د کلى مېلمه شو ؛ دا مهال يې د خاکرېز خړو کورنو په… نور لوستل »

امين وردګ
میلمه
امين وردګ

…….پاتې مطلب ! 5-هرچا ته يې د ليدلو اجازه ورکوله (اما نېږدې ملګرو به يې د ده دا عمل د هغه شخصيت ته د خطرې رسولو لامل ګڼلو) چې په پاى کې پدې سلا شول : تر څو (خاکريزى اتل) له خپل تظاهر څخه ډډه وکړى ؛ همغه وو چې د ده پر نيولو ، او وژلو باندې غربيانو (10000000) لس ميليونه آمريکايي ډالره انعام کېښودلو ؛ نو ده هم جداً خپل ځان ته توجه و کړه ، او د مکار دښمن نه يې خطره احساس کړه ، خو بيا يې هم د خپل وطن د خړو جونګړو په منځ… نور لوستل »

امين وردګ
میلمه
امين وردګ

د امیر المٶمنین حضرت ((عمرفاروق)) د خلافت په هکله اجمالی معلومات : ليکوال : امين وردګ د اسلام ستر سالار ، د شجاعت لویه نمونه ، د عدل او انصاف تله ، د مجوسی فارسیانو لوی ټکوونکى : (فاروق اعظم) د (امیرالمٶمنین حضرت ابوبکر صدیق له وصیت سره سم ) د هجرت په 13 کال د مسلمانانو امیر ، او د اسلامی ادارې سرپرست وټاکل شو ، او تر 23 هجری کال پورې یې د مسلمانانو اسلامی خلافت ښه په مېړانې سره اداره کولو . د ده مبارک د خلافت په دور کې لاندې اهم ، او تاریخی واقعات تر… نور لوستل »