افغانستان

د ملا محمد عمر د ځای ناستی په ارتباط دهغه د کورنۍ موقف

اعوذ بالله من الشیطان الرجیم

بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی فی کتابه العزیز: واعتصموا بحبل الله جمیعا ولاتفرقوا

د عالیقدر امیر المؤمنین د ځای ناستی په ارتباط د عالیقدر امیر المؤمنین رحمه الله د کورنی موقف

لکه څرنګه چی د امیر المؤمنین رحمه الله همیشه د اتحاد او تفاق آرزو وه او په هفه آرزو کی تر ډیره حده کامیاب هم وو نو د هغه د آرزو د پوره کولو لپاره زموږ موقف دا دی چی د افغانستان د اسلامی امارت د مشرتابه یا زعیم په ټاکلو کی باید د هفو علماء کرامو او د هغو مجاهدینو او د هیواد د مخورو اشخاصو چی د افغانستان اسلامی امارت په بنسټ او ټینګښت کی یی پوره رول ادا کړی وو، نظر ته احترام وسی او د هغو د اثر او رسوخ څخه کار واخستل سی، نو به د عالیقدر امیر المؤمنین هغه آرزو پوره سی چی هر وخت یی د اتحاد او اتفاق په ارتباط درلوده، د دغی آرزو د پوره کیدو په صورت کی زموږ کورنی خدمت کولو ته اماده ده او د اختلاف په صورت کی د هیڅ فریق د ګټی یا تاوان حمایت نکوو هغه که د ملا اختر محمد منصور په ارتباط وی او که د نورو فریقو په ارتباط وی.

والسلام
د عالیقدر امیر المؤمنین رحمه الله کورنی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak.khan

مونږ دمرحوم عالیقدر کورنی اوخپلوانوته دتسلیت له پیغام سره سره دا داعزاز زیری ورکوو چې تاسو په نني مهال کښې مونږ ته دآبدالي میرویس هوتک اودغزنوي دالوادونوپه شان محترم یاستی اوترخپله توانه به مو قدر پالنه او احترام ترسره کوو،

حریا شملزی

الله تعالی د دمرحوم امیر کورنی ته د رحمت په سترګه وګوری او د اسلامی امارت رهبری شوری ته پکار ده چی دنوموړی کورنی وروڼه او اولادونه صرف نظر ونګرزوی او د زعامت په ټاکلو کی په اعتماد کی واخلی او د خدمت موقع ورکړی لکه امیرالمومینین چی خپلی کورنی ته زیاته ترجیح نده ورکړی ددی مطلب دا نده چی نن امارت اسلامی هغه صرف نظر وګرزوی امیرالمومینین له افغانانو او طالبانو سره نه هیریدونکی احسان کړی باید اولاد یی له ټولو حقوقو برخمن شی او د اتحاد او اتفاق راز هم پکی نغښتی ده

سعید

إن لله ما أخذ وله ما أعطي وكل شيْ عنده بأجل مسمى, فلتصبروا ولتحتسبوا. د مرحوم عالیقدر امیر المؤمنین رحمه الله رحمة واسعة، درنې او محترمې کورنۍ موږ هم خپله ژوره خواشیني، خفګان او د تسلیت مراتب وړاندې کوو، الله پاک دې عاليقدر امیر المؤمنین له شهداؤ صالحینو او پيغمبرانو سره حشر کړي، الله پاک دې جنت الفردوس کې عالي مقامات ورته نصیب کړي. او د هغه مبارک محترمې او مبارکې کورنۍ ته الله پاک جمیل صبر او عظیم اجر ورکړي. یقینا چې تاسو پدې غم کې یوازې نه یاست، او همدا افتخار مو بس دی چې د نړۍ په… نور لوستل »

قاري سعيدخوستى

موژ ستاسي داحسان پوروڑي يو او امارت به ستاسي ٹینگ كفالت كوي انشاءالله

عزام افغان

تقبل الله خدماتھم للدین واعطاھم صبراجمیلا

صلاح الدین

د مرحوم عالیقدر امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد درنې کورنی ته تعزیت وړاندې کوم او له الله تعالی نه ده ته د جنت الفردوس سوال کوم او کورنی ته یې صبر جمیل او اجر عظیم غواړم. په داسې کورنی ویاړو چې ټول عمر یې له اسلام څخه دفاع کړې او خپل خوږ ژوند یې په پوره خطر کي اچولی وؤ. له الله تعالی په آخرت کې دی او د ده کورنی ته د انبیاوو ،شهداوو او صالحینو مقام او مرتبه ؤر نصیب کړي. آمین

حامد احمدی

فقط اتفاق وکړی – کنه دشمن په کمین کی ناست دی

شاهین قریشی

د مرحوم امير المؤمنین دغه ارمان چې اتفاق باید وشي. پوره کوو انشاء الله

حامد احمدی

دا فدایی محاذ څوک او ولی؟ غربی میډیا ترینه دومره استفاده کوی

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx