افغانستان

سیاسي دفتر: د ملا محمد عمر د وفات خبر د دیني علماوو په غوښتنه له مونږ هم پټ ساتل شوی و

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري۹مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو سیاسي دفترپه خپلې ټویټر پاڼې هغه نیوکې رد کړي چې ګواکې دوی د خپل مشر د مړینې موضوع په جریان کې وو خو له نورو خلکو یې پټه ساتلې وه.

د سیاسي دفتر ټویټر پاڼه کاږي چې له عامو مسلمانو هیوادوالو څخه په دې موضوع کې هیڅ توپیر نه لري او لکه څرنګه چې نورو هیوادوالو او مسلمانانو د دې پیښې په اړه معلومات نه درلودل، سیاسي دفتر یې هم په اړه ناخبره و.

دا چې ولې دغه موضوع تر اوسه نه وه رسنیزه شوې، د طالبانو سیاسي دفتر ټویټر پاڼه د موضوع له اړوند جهت څخه په نقل قول زیاتوي چې هغه مهال دیني علماوو د نوموړي د وفات اعلان د «جهاد» د مصلحت په خاطر ځنډولی و او دا پرېکړه یې روان جهاد ته د تاوان د مخنیوی په منظور ترسره کړې وه.

که څه هم د ملا محمد عمر د وفات نه اعلانولو د طالبانو د مشرتابه په وړاندې یو شمیر نیوکې راپارولي، خو د سیاسي چارو کارپوه انجینر مطیع الله خروټی وايي چې د نړۍ د پرانیستو سیاسي نظامونو برعکس په تړلو سیاسي نظامونو کې د مشرانو مړینه تر یو وخته پټه ساټل مصلحت ګڼل کیږي.

ښاغلی خروټی وايي:
«د نړۍ په تړلو سیاسي نظامونو کې دا معمول دی چې د رهبرانو مړینه تر ډیره وخته پورې پټه ساتل کیږي، د مثال په توګه د ستالین، برژنف، فیډل کاسټرو او نورو هیوادونو د مشرانو په مړینه تر ډیره وخته څوک خبر نه و، ځکه چې د دغو نظامونو جوړښت دا ایجابوي چې د مشرانو مړینې د سمدستي افشا کولو څخه مخالفې کړۍ ګټه پورته کوي».

ملا محمد عمر چې د ۲۰۱۳ کال د اپریل په میاشت کې وفات شوی و، طالبانو یې تېره ورځ په رسمي توګه مړینه تایید کړه. د طالبانو له لوري رسنیو ته د لیږل شوې اعلامیې پر اساس، چې د دوی په ویب پاڼه «الاماره» کې هم خپره شوې، ملا اختر محمد منصور د طالبانو د نوي امیر په توګه ټاکل شوی.

په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د طالبانو د حکومت پر مهال د محاکمو پخوانی عمومي رييس مولوي هبت الله اخندزاده او د مولوي جلال الدين حقاني زوی ملاسراج الدين حقاني د ملا منصور مرستيالان ټاکل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

انالله و انا الیه راجعون

الله دي د اميرالمومنين سره ښه وکړي او الله دي يې قبر ورته د جنت باغچه وګرځوي. الله دي مسلمانانو ته د هغه پر وفات د صبر کولو او متحد پاته کېدلو توفيق ورکړي او الله دي يې د هر ډول فتنې څخه وساتي. آمين

صرف دومره وايم چي بايد د اميرالمونين رح د نوم په داسي جمله کي راوستلو څخه صرف نظر وسي چي پکښي ستالين، برژنيف او نور کفار ياد سوي وي. بهتره به دا وي چي تر قرآن او حديث پوري ځان او خپلي توجيه ګاني محدوده وساتو.

عبدالرحیم

ته هم نادرې کوې. یا د لوستلو څخه مفهوم او اخذ نه شی کولای. په دې جمله کې خړوټی صیب د ستالین او ملاعمر د عقیدې له لحاظه نه دي مشابه ګڼل شوی بلکه د مړینې اعلان دتاخیر په سیاسي عواقبو کي دمثال په ډول یاد شوي. ملامحمدعمر ته ستا خلوص او درناوی په سرسترګو منم خو لطفا له هرڅه نه د مولوي قلم الدین امربالمعروف مه جوړوئ چې خلکو ته یي له دین څخه بلا جوړه کړې وه.

احمد

دروند وروره عبدالرحيم ، زما مقصد دا ؤ چي د اميرلمومنين رح د وفات پټ ساتل کېدل او يا نوري داسي لويي پرېکړي بايد چي په سياست توجيه نه سي او نه بايد چي د کمونستانو ستالين و کذالک د تقليد احساس راوپاروي. مسلمانانو ته بايد چي هغه قرآني او د حديث دلايل په ښکاره وړاندي کړل سي، د کومو له مخي چي د امير المومنين رح وفات پټ ساتل سوی ؤ او يا يې د پټ ساتلو فتوا ورکول سوې وه. که مو ښه سياست مدار په کار وي نو بيا به مولانا فضل الرحمن صاحب امير کړو. خو… نور لوستل »

حامد احمدی

اخر ولی ماته چی ګران وو هم ډیر سوالونه پیدا کیږی؟

حنيف

كه دإسلام تاريخ ته وكورو درسول الله صلى الله عليه وسلم نه نيولي تر اوسه بوري دهيس يو امير يا خليفه مرك بت ندي ساتل شوي, زكه مسلمانان دعقيدي دلاري خبل امير تاكي نه ددنيا دمصلحتونو لباره, جي كله يو وفات شي به هماغه ورز بايد بل وتاكل شي او بيعت ورسره وكرل شي, كله جي رسول الله صلى الله عليه وسلم وفات شو نو به هماغه ورز او دهرسه نه مخكي مسلمانانو دابو بكر رضي الله عنه سره بيعت وكر, همدا رنكه كله جي دابو بكر مرك رانيزدي شو او به زان بوه شو خلكو ته يي اعلان وكر… نور لوستل »

Khalid

په اسلام کی یی ډیر واقعات شته لکه خالدبن ولید (رض) چی دابوبکر صدیق (رض) د وفات خبر یی تر ډیره پټ کړی وه او ډیرو صحابه و یی دا کار ستایلی وه او بل دا چی په اوس وخت کی جهاد په افغانستان کی د انفروا خفافا وثقالا د قرآنی آیت په اساس ده خو دا چی د یو واحد صف او واحد امیر تر لاندی وی دا بیا ډیره بهتره ده ځکه په پراګنده شکل کی یی نتیجه بیا د پخوانی جهاد په شان راوځی تف لعنت د وی په هغه چا چی بی اتفاقی ته لمن وهی… نور لوستل »

احمد

ګرانه وروره خالده، زه شکر الحمدالله نه د يو حزب او نه د بل حزب غړی يا پلوي يم. د ځان او ټولو مسلمانانو له پاره مي دا دعا ده چي هر وخت کي راته مرګ راتلی، په داسي حالت کي راته راسي چي په حزب الله کي داخل يم. زما ګرانه وروره، په باطن د انسان صرف الله خبر دی. شريعت پر باطن قضاوت نه کوي بلکه پر ظاهر قضاوت کوي. د وحي راتګ څوارلس سوه کاله پخوا درېدلی او اصحاب کرام هم نور نه دي ژوندي. په پټو سترګو ايمان راوړل يوازي پر الله او د هغه پر… نور لوستل »

Hikh wikh

دانجنير مطيع الله خروټي استدلال چى د پرانستو او تړلو سياسي نظامونو كى د امير د وفات مساله تو پير لري . دخلفايي راشدينو د خلافت حالات او دامارت اسلامي اوسنى حالت اسمان او ځمكه فرق لري . فوق العاده وضعيت فوق العاده تصميم او پريكړى ته ضرورت لري او هر هغه عمل چى د امت اسلامي خير او صلاح په كى ميسريږي فكر نه كوم چى دشريعت سره ټكر ولري ( زه ديني عالم نه يم او دا زما د فكر خبره ده ) . اوس زما په نظر دمرحوم حضرت ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله دوفات د ولى… نور لوستل »

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx