افغانستان

الاماره ویب پاڼه: ملا ذاکر د طالبانو له نوي مشرتابه سره د ده اختلاف رد کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري۹مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو په ویب پاڼه الاماره کې په یوه خپور شوي پيغام کې د طالبانو یو مخکښ نظامي قوماندان ملا عبدالقیوم ذاکر هغه ګنګوسې په کلکه رد کړې، چې ګواکې د ملا محمد عمر مجاهد له وفات وروسته یې د طالبانو د نوي مشرتابه د ټاکلو پر سر اختلاف کړی او د ملا اختر محمد منصور د ټاکنې سره یې مخالفت ښودلی.

په دغه پيغام کې چي د طالبانو د رسمي ادرس څخه خپور شوی په کښي ښاغلي ذاکر هغه راپورونه رد کړي، چې ګنې دی د ملا حسن رحماني او هغو کسانو له ډلې دی، چې د طالبانو له نوي مشر او مرستیالانو سره یې جوړ نه دی.

ملا عبدالقیوم ذاکر همدا راز له خپل ادرس نه په خپاره کړي پيغام کې ولس او خپلو ملګرو ته د طالبانو د نوي مشرتابه سره د بیعت او د هغه د اطاعت ډاډ ورکړی او ویلي يې دي چې د پخوا په څېر به د اسلامي امارت په لیکو کې خپل خدمت ته دوام ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ طالبانو په خپل رسمي پاڼه وویل چې ددوی د رهبري او اهل حل و العقد شورا له لورې د ملا اختر محمد منصور سره د طالبانو د نوي مشرتابه په توګه د بیعت او لاسنیوي وکړ.

د اعلامیې او خبر له خپراوي سره جوخت ملا محمد حسن رحماني او یو بل پخواني طالب چارواکي له ځينو رسنیو سره د نوي مشرتابه پر سر د را ولاړ شویو اختلافاتو خبر ورکړ او ګواکې د ملا محمد عمر مجاهد ورور، زوی او ملا ذاکر هم په دې ډله کې دي.

دغه خبرپاڼه چې نن ټکی اسیا ته هم رسیدلی په لاندي ډول ده:

دافغانستان داسلامي امارت درهبري شوری دغړي محترم ملاعبدالقیوم ذاکر وضاحت لیک

31-07-2015

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته :

محترمو مسلمانانو وروڼو او درنو مجاهدینو! ما واوریدل چې ملا محمدحسن رحماني، ملا عبدالرزاق او ملا محمدرسول او ځینو نورو کسانو په راډیوګانو او ځیني مجالسو کې ویلي چې ملا عبدالقیوم ذاکر له ملا اختر محمد منصور صاحب سره مخالف دی.

دا ډول خبرې هیڅ حقیقت نه لري، زه تاسو ټولو ته اطمنان درکوم چې په اسلامي امارت کې به په خپل ټول توان سره خدمت کوم او الله تعالی ته امید لرم چې تربل هرچا به ښه اطاعت کوم.

تاسو ټول دعاګاني راته کوئ او مطمئن اوسئ.

والسلام ستاسو کشر ورور ملا عبدالقیوم ذاکر

2015/7/31

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيدخوستى

د رحيم الله يوسفزي نفاق : دا خبيث د امارت په وخت كي د ملا صيب سره ببيعت هم كڑئ ؤ خو بيعت يي د نفاق ؤ تل يي په مجاهدينو د شا لخوا وار كڑئ دا د ابن سلول بچئ اوس بي بي سي ته اويل چي ملا ذاكر او ……… په خپل اختلاف همداسي ولاڑ دي حال دا چي همدي منافق ته د ملا ذاكر لخوا پيغام استول شوئ چي زه د نوي اميرالمؤمنين كلك اطاعت كوم او بيعت مي ورسره كڑئ او دا شايعات دروغ دي خو د دصليبي راديو غپيدونكئ حيوان بيا هم غاپي يارانو دا… نور لوستل »

غ.حضرت

د بی بی سی د شیطانی راډیو سره چه شناخت کوی نو دا بده او توره ورځ به هم ګالی.

الحاج استاذ بیانزی

د نړی په کچه او زمونږ د هیواد په کچه ، لکه یو انسان چه د بل سره ( حتی که سکه ورور یی هم وی ) په خواصو او خصلتونو کی لږ و ډير توپیر لری په قومونو کی هم داسی توپیر لیدل کیږی ځکه ټول په یوه چابیریال کی سره لوی شوی یو له بله یی زده کړی او یا د یوه بل سره یی په مثبتو یا منفی کړنو کی سیالی او مسابقه کړی وی مطلب می د یوسفزو له قوم څخه وو ، مونږ په کی د پام وړ ښه څوک تر اوسه نه دی لیدلی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د مخکی تبصری باقی : وبخښی د تبصره لږه برخه نیمګړی پاتی شوه ، زما ترور زوی چه د سیاف د بنیان المرصوص عری مجلی مسول وو راته د رحیم الله یوسف زی قیصه کوله دا هغه شبی ورځی دی چه امریکا زمونږ په هیواد باندی یرغل ته نزدی شوی . قیصه دا ده دغه وخت زما ترور زی او یوسف زی دواړه پشاور کی وو ، ویل ( قندهار ته ولاړ شه او د مشر ملا صاحب سره مرکه وکړه او دا د ا بوښتنی تری وکړه ، دومره زړه ډالری به درکړم ، ، ګاړی او ډریور هم… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x