نظــر

دخبریال ویب پاڼې لپاره کمپاین کېدای شي دپښتو لپاره ولي نه ؟

لیکنه به له دې ځایه پیل کړم چې خدای(ج) دي وکړي زما په لیک دخبریال ویبپاڼې چلوونکې ډله ، ددغې مشهوره ویبپاڼې قدرمن لوستونکي ، لیکوال او خواخوږي خفه نشي .
هو دا یو حقیقت دی چې خبریال یوه په زړه پوري ،خبري ، کلتوري ،سیاسي او دافغانستان دملي ګټو پالونکې ویبپاڼه ده . دا هم یو حقیقت دی چې ددغې ویبپاڼې چلوونکو ډېر خد مت کړی دی او ددوی سره دپاکستان له لوري شوی عمل په رښتیا هم دغندلو وړدی .

ډاکتر صیب نثار احمد صمد لیکلي دي چې:«حقیقت خو دا دی چی خبریال یو اهم او مغتنم سایټ دی . منځپانګه یې غنی  او مسغتی ده . خدمت او تګلوری یې ملی  ، معلوماتی او فرهنګی دی . دا یوه سوچه پښتو ویب پاڼه ده  ، تقریبأ ټول مواد او نشرات یې په پښتو ژبه دي . لوستونکي ، لیدونکي او لیکونکي یې هم ټول پښتانه دي . د زیاترو لیکوالو افکار یې ملی او لیکنی یې علمی دي .
رسنۍ باالعموم ذهنیتونه په ولسی عواطفو تړی . هغوی د زرګونو کیلو مترو واټن په صرف یو « کلیک » سره ختموی . هو خبریال هم یوه د دغو عوام پسندو ، محبوبو او بریمنو ویب پاڼو څخه ده .
تر کومه ځایه چی ما ته ثابته ده ، خبریال ویب پاڼه د بیان د سالمی آزادۍ ، ارزښتونو او اصلونو سره سم خپریږی او ملی ګټی ښه مراعاتوی او انتقادونه یې هم رغنده دي .»

 ډاکتر صیب نثار احمد صمد رښتیا هم یوو تکړه مسلمان ،دښو اخلاقو او انساني ارزښتونو پالونکی کس ،دپښتو ژبي تکړه او بې پرې لیکوال دی . زه دزړه له تله درناوی ورته لرم ،دروند سړی دی او بیا زما دعمر په اندازه دلیکوالي‌په ډګر کې تجربه لري چې دا صفت یې تر هرڅه زیات دی .
زه هم دا ورسره منم چې په خبریال ویبپاڼه کې دا ټول صفتونه شته دي . خبریال ښه پاڼه ده او دپاکستان له لوري یې دبندولو غندونکې یم او بیا پاکستان خو دا حق نه لري چې په افغانستان کې دننه پر خبریال څه چې پر هیڅ یوه افغاني اداره بندیز ولګوي ، دا افغانستان دی دلته دافغان کمزوري حکومت دځینو مجبوریتونو دنړۍ ډېری هیوادونه ناسمه ګټه پورته کوي او ګاونډیان خو بیخي په بې شرمي باندي دا کار کوي .

زه خپلي اصلي موضوع ته راګرځم . دډاکتر نثار احمد صمد صیب په څېر ګڼو لیکوالو چې دنومونو لیست یې ډېر غټ دی دخبریال ویبپاڼې لپاره دخلاصون په کمپاین کې داسي‌لیڅي‌راونغښتې چې شاید دا لېونۍ (آی – ایس ـ آی ) یې نا ارامه کړې وي‌ ، کور یې ودان خدای(ج) دي خیر ورکړي .
په پاکستان کې دافغانستان سفیر چې دافغان لیکوالو او ژورنالیسټانو فشار ولیدو په منډه یې دخبریال موضوع له حنا رباني کر سره شریکه کړه چې دپاکستان دبهرنیو چارو وزیره ده . دافغانستان دمخابراتو وزارت وزیر سنګین هم چیغي کړې چې که پاکستان خبریال خوشي نکړي نو افغان حکومت به دپاکستان انټر نیټ بند کړي .
دا لا څه دافغانستان دولسمشرۍ دفتر هم خورا تاوده تاوده خبرونه ورکړل او کرزي‌سنګین ته وویل چې هله خبریال ژر خلاصه کړه .
دلته سوال دادی چې دا خبریال ولي دومره مهمه ده ؟
 ایا دا دکرزي‌صیب دکورنۍ ده یوه دوست میرویس افغان ویپاڼه ده اوهغه کرزی له نېژدې پېژني ؟
ایا دا دخبریال کاري ډله دومري اړیکي لري‌چې په یوه غږ یې ټوله نړۍ وښوره وله ؟
 له کویټ ، بریتانیا ،امریکا ، کاناډا ،فرانس ،بلجیم ،هالنډ ، مالمو،دوبۍ ،هند پاکستان او دنړۍ له ګڼو هیوادونو داسي‌غږ را اوچت شو چې خدای شته زما لپاره عجیب غوندي‌وو. دا غږ دلیکوالو او ژورنالیسټانو وو. ټولو پر پاکستان باندي لعنت وایه او افغان حکومت یې په دې مجبوره کړو چې هله دخبریال دخلاصون لپاره ګام واخله . ټولو افغاني ویبپاڼو او رسنیو که هغه دکابل اخبارات وو او که ځايي راډیو ګاني او تلویزونونه بس هم دا موضوع یې را اخیستې وه .
ما دا هرڅه څارل او کتل مې مي‌چې څه به کېږي ؟

 زه خدای مکړه هیڅ وخت دا نه وایم چې ولي‌پښتنو دخبریال پښتو ویبپاڼې داسي ننګه وکړه خدای (ج) دي تل پښتانه په داسي اتفاق لري دا خو زموږ ارمان دی ،البته دا ضرور وایم چې دخبریال ویب پاڼې کاري ډلي دپښتو په حق کې ولي داسي‌ دروند او سم غبرګون ونه ښودو ؟
ولي افغان لیکوالو او ژورنالیسټانو دتو کیو په کانفرانس کې دپښتو ژبي پر نه شتون سترګي پتي کړې ؟
ولي دافغانستان دولسمشرۍ دفتر دتوکیو پر کانفرانس دپښتو نه شتون هیڅ وباله ؟
ولي دمافیا يي ویبپاڼو مشرانو دتوکیو پر کانفرانس چې پښتو ورکي یتیمه شوه هیڅ ونه ویل ؟
ولي امیر زي سنګین او په پاکستان کې دافغانستان سفیر عمر داودزي دپښتو پر مسئله سترګي پټي کړې ؟
ولي له کویټ ، بریتانیا ،امریکا ، کاناډا ،فرانس ،بلجیم ،هالنډ ، مالمو،دوبۍ ،هند پاکستان ، روسیې او دنړۍ له ګڼو هیوادونو داسي‌غږ را اوچت نه شو چې پښتو دجاپان له کانفرانس نه ایستل دافغانستان له یوه لوی ټبر چې ۶۵ په سلو کې دی نا انصافي وشوه ؟

غوا توره او شیدې یې سپیني دي ، خبره ښکاره ده ، موږ تش په نوم پښتانه پاتې یواو بس ، هر لیکوال او ژورنالیسټ مو دشخصي ګټو پر بنسټ کار کوي ،شخصیتونه پالو او دخبریال ویبپاڼې مشر نه خوابدی کوو. زه ډاډه یم چې ښاغلی میرویس افغان به په دغه لیکنه له مانه خوابدی شي او کیدای شي‌په خبریال کې خپره هم نکړي . خوبیا هم زه ویلای شم چې میرویس افغان پښتو او پښتون پاله افغان دی ،ګیله مي له دې نورو ژورنالیسټانو ،لیکوالو او دما فیا يي رسنیو له مالیکانو نه ده .

دخدای (ج) په خاطر زه نه وایم چې تاسو دخبریال ننګه مه کوئ دا خو اصلي پښتونولي ده ،اصلي افغانیت او اصلي لیکوالي او ژورنالیزم او ملي ګټي دي چې موږ له خپلو رسنیو دفاع وکړو، البته پښتو زرځله تر خبریال مهمه ده ، دپښتو پر سر هم یو ځلي هم دا ډول سره راټول شئ او هم داسي دا افغان حکومت مجبوره کړئ چې بیا په لویو کانفرانسونو او په افغانستان کې دننه پښتو هېره نکړي او پر پښتو باندي سترګي پټي نه کړي .
دخبریال ، او ټولو ویبپاڼو نه مي دا غوښتنه ده چې یو ځل خو داسي‌په مړانه دپښتو لپاره خپل امکانات په کار واچوئ او یوه هنګامه جوړه کړئ . زه به دا ووایم چې که پښتو نه وي ستاسو رسنۍ هیڅ معنا نه لري .
افغان لیکوالو وروڼو ته به دا وویم چې که پښتو نه وي درنو ورڼو ستاسو حیثیت هیڅ دی .
ژورنالیسټانو ورڼو او خویندو دپښتو پر سر که له کاره ګوښه شئ په دې فخر وکړئ هیڅ ګناه نه ده تاریخ به مو نومونه هیر نه کړي او تل به ژوندي یاست .
په پای کې یوځل بیا دپاکستان ددغه ناوړه عمل چې خبریال ویبپاڼه یې بنده کړې او په افغانستان کې فلټر کوي سخته غندنه کوم ، دا یو ناوړه او غیري‌انساني عمل دی . هم داراز له خپلو ټولو وروڼو بخښنه غواړم چې په تونده لیکنه مي‌خپه نشي ،پښتو راته ګرانه ده ، تر هر شخصیت ،تر هره ویبپاڼه ،تر هر ټلویژن او دنړۍ تر هر څه .
دیوه داسي افغانستان په هیله چې پښتو یې ملي ژبه او پښتانه یې مالیکان وي .

ستاسو خور زرغونه فریال

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x