fbpx

د ملامحمد عمر مجاهد مړینه د جهادي صف لپاره نه جبرانیدونکې ضائعه 

طالبانو د پنجشنبې په ورځ د یوې رسمي اعلامیې په صادرولو سره د خپل مشر ملامحمد عمر(مجاهد) مړینه رسما تایید کړه .
دا پیښه د طالبانو د تحریک په تیر شل کلن تاریخ کې تر ټولو ویرجنه او بوږنوونکې پیښه ده چې طالبان ورسره مخ کیږي او ښایي د هغوی په راتلونکې یې اغیزې هم منفي وي؛ ځکه په اوسنیو ډیرو نازکو شرائطو کې طالبان تر بل هروخت زیات تر سختو فشارونو لاندې او له ډیرو سختو ننګونو سره مخ دي.
په دغسي حساسو شرائطو کې هغوی تر بل هروخت زیات خپل منځي انسجام او همغږي ته ضرورت لري او هغه انسجام او همغږي د ملامحمد عمر(مجاهد) غوندي په جامع شخصیت کې په پوره ډول متظمنه وه.
ملامحمد عمر (مجاهد) له خپل خاموش او ګوشه ګیر خصلت سره سره ځیني داسې قیادي مشخصات او ځانګړتیاوې لرلې چې د مجاهدینو په قانع کولو راټولو او متحد ساتلو کې ډیرې اغیزمنې وې.
مثلا نوموړی په نړیواله کچه لومړنی جهادي مشر و چې د القاعده تنظیم مشر اسامه بن لادن او د هغه مرستیال ډاکټر ایمن الظواهري او ټولو پلویانو یې ورسره بیعت کړی او د ده قیات یې منلی و، حال دا چې یاد تنظیم په ټوله نړۍ کې هیڅ کوم بل جهادي او فکري تنظیم او جهت ته په بیعت او اطاعت نه وه معترف او جهادي مخېينه یې هم د طالبانو د اسلامي تحریک تر تأسیس وړاندې ده .
ملامحمد عمر (مجاهد) نور د ډیرو داسې مشخصاتو څښتن و چې هغه ته یې د یوه اسطوره يي قائد حیثیت وربښلی او پرته له دې چې څوک يي وویني په نړیواله کچه یې د مجاهدینو په زړه کې یې خاص ځای درلود.
د نوموړي تقریبا ټول ژوند په قیادت کې تیر شوی خو ژوند یې ډیر ساده او له هر ډول تجمل او ترفه څخه پاک و.
په جهادي ژوند کې یې عملي جانب پر قولي هغه ډیر غالب و. پاک نفسه او بي آلایشه شخصیت و، د اسلامي امت په قضایاوو یې خاص اهتمام درلود.
تل یې اسلامي مصالح په ټولو شخصي او تنظیمي مصالحو مقدم ګڼل او د ژوند تر وروستۍ شیبې پوري د خپل واک او قیادت د بقاء لپاره د اسلامي او جهادي مصالحو پر سر معاملې کولو ته حاضر نشو.
ملامحمد عمر(مجاهد) نن په جسمانی لحاظ ابدي نړۍ ته کوچیدلی، خو مسلمانانو ته یې له اسلام او اسلامي آرمانونو سره د متعهد پاتي کیدلو تاریخي مواقف تر شا پري ایښي، داسې تاریخي مواقف چې په زرینو کرښو باید ولیکل شي او منزل مقصود ته د رسیدو لپاره تري استفاده وشي.
نن ټکی آسیا د یوې اسلامي ژمنې رسنۍ په توګه د ملامحمد عمر مجاهد د وفات ویرجنه پیښه د هېواد د اشغال پر ضد روان مقاومت لپاره یوه نه جبرانیدونکې تشه بولي او له کبله یې درست اسلامي امت او افغان مسلمان ملت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي.
ان القلب ليحزن وان العين لتدمع وانا لفراقك لمحزونون

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
خاکسار فاریابی
میلمه
خاکسار فاریابی

مرگ ما به معنی شکست ما نیست! پیام تسلیت قاری فصیح الدین صائب به مناسبت وفات امیر المومنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ) إنالله وإناإلیه راجعون ( عرض تسلیت به همهٔ أمت مسلمه خصوصا به مجاهدین جان بکف اسلام و خانوادهٔ رنج دیدهٔ مرحوم أمیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد . بلی روز گذشته فامیل مرحوم أمیرالمؤمنین تی یک پیام رسمی درگزشت او را تأید نمودند. درست وفات این رهبر فرزانه ونام دار اسلام قلوب همهٔ مسلمانان را مجروح ساخت تنها افغانها را نه بلکه همهٔ أمت مسلمه را از عرب تاعجم از آسیا تا آفریقا همه وهمه را… نور لوستل »