ملا محمد عمر مجاهد ومړ؛ خو یو ستر جهادي او اسلامي فکر یې تر شا ژوندی پرېښود

لیکوال: حماد نیازی

د یوېشتمي پېړۍ د جهاد مجدد، د یوېشتمي پېړۍ د سنګرونو اتل، هغه څوک چې روسته له سلو کلونو یې نړیوالو ته د شرعي نظام ژوندۍ نمونه څرګنده کړه، هغه څوک چې ټول اسلامي ملت ته یې د جهاد روحیه ورکړه، هغه څوک چې د صبر او استقامت سمبول وو، هغه څوک چې په خپله ټوله واکمنۍ کې یې د هیڅ ډول دنیوي امتيازاتو په پار تنزل ونه کړ، هغه شخصيت چې په تاریخ کې یې نوی باب جوړ کړ او د یوه مسلمان‌ (اسامه بن لادن رحمه الله) لپاره یې ټوله واکمني دړې وړې کړه، هغه امیر چې د حضرت محمد او ابراهیم عليهما الصلوة والسلام سنت یې راژوندي کړل او د بودا مجسمې یې رانسکورې کړې، هغه ستر امیر چې د نړۍ ټولو مجاهدینو ورسره بیعت وکړ او د هغه په بیعت یې افتخار کاوه، هغه امیر المؤمینین چې د ټول مظلوم اسلامي ملت سترګې ورپسې وې د خدای له قانون سره سم (کل نفس ذائقة الموت) د اجل داعي ته لبیک وکړ او له دې فاني دنیا یې د تل لپاره سترګې پټې کړې.
هوکې!
هغه څوک چې د فلسطین بورو میندو، ورارو خویندو، ګونډو ناوکیو او ببرسرو یتیمانو یې د راتلو لار څارله، هغه څوک چې د چیچنیا، بوزنیا، عراق، کشمیر، فلسطين، بورما او… د ټولې نړۍ مظلومو مسلمانانو یې تر ژونده هېلې تړلې وې او د یاعمراه سوې او مظلومانه کړېکې او چیغې یې وهلې له دې فاني دنیا ولاړ، ځان یې مرګ ته وسپاری.
نن چې د نړۍ د مظلوم اسلامي ملت له سره سایه لرې شوه، ټوله اسلامي نړۍ پسې غمجنه شوه، ټولې اسلامي نړۍ ورپسې د وېر تاندې او چیغې وکړلې، پر ټوله اسلامي نړۍ د غم ټغر خپور دی، هر مظلوم مسلمان داسي انګیري لکه زړه چې یې له کوګله وتلی وي، لکه ټوله نړۍ چې ورانه شوې وي او لکه…
امیر المؤمینین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله ومړ، په مېړانه ومړ، داسي ومړ چې ټوله اسلامي نړۍ، په تېره بیا افغانان به یې تر قیامته په ژوند او مرگ سرلوړي ګرځي او افتخار به پرې کوي.
ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د رسول الله یو رښتينی امتي وو، داسي امتي چې د هغه صلی الله علیه وسلم په څېر یې په هیڅ میدان او هیڅ وخت کې ډار نه دی کړی او نه یو قدم روسته شوی دی.
ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله روسته له هغې چې د نړۍ کافرانو ورته راټول او يوموټي شول، د هغه اسلامي امارت یې راوپرزاوه او تقریبًا ۴۷ کفري، مجهز او په هر ډول عصري وسلو بار ځواکونو یرغل وکړ، په داسي سختو شرایطو کې لا هم ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله له افغانستانه یو قدم دباندي ونه ووت او دلته په داخل کې یې تر مرگه د مجاهدينو رهبري کوله.
شاید د مرحوم مجاهد دا تاریخي او شاهکارانه جرأت تاریخ مات نشي کړای.
مسلمان او افغان ملته!!!
په دې کې هېڅ شک نشته چې مرحوم ملا محمد عمر مجاهد له دې نړۍ د مرګ سترګې پټې کړې دي او بیا نه راځي؛ خو که مرحوم مجاهد له فاني نړۍ لاړ، نو تر شا یې داسي څوک پرېښودل چې ۲۰ کاله یې د صبر، استقامت، ورورولۍ، خواخوږۍ او د جهاد سره د میني درس ورکړ.
داسي څوک چې اوس پر هر څومره زورور دښمن ورزغستلای شي، داسي څوک چې په نازکو سینو پوري باروت تړلای شي، داسي څوک چې د مظلومو مسلمانانو چیغې یې په غوږو کې د تل لپاره انګازې کوي او په زړونو کې یې د انتقام جذبې راټوكيږي، داسي جذبې چې د ژوند ټول خواږه پورې ورته زهر ښکاري، داسي جذبې چې ځان لولپه کوي؛ خو هدف ته یې رسوي.
مرحوم مجاهد تر شا هغه سترې هستۍ پرېښودلې چې ۱۴ کاله یې نړیوال کفر ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، سپره امریکا یې له صفر سره ضرب کړه او لویه ناټو یې د برم او راج له هسکه برجه لاندې راوغوزوله.
داسي هستۍ چې کفر ته یې داسي درس ورکړ چې بیا ځل به پر کوم مظلوم مسلمان لاس پورته نشي کړای، کوم مظلوم مسلمان ته به برګ ونشي کتلای او…
ملا محمد عمر مجاهد ومړ؛ خو په اسلامي ملت کې د جهاد مړ روح یې راژوندی کړ، ټولې اسلامي نړۍ ته یې جهاد وغزاوه، هر ځای یې د→ مظلومانو کړېکې او اسوېلې واوریدل، د نړۍ پر سر یې ظالمانو ته ځمکه سره تبۍ کړه او پر ټولو ظالمانو یې د جهاد او انتقام کړۍ راتاو کړې.
مرحوم مجاهد ومړ؛ خو تر شا یې داسي علماؤ پرېښودل چې عملاً یې هم د جهاد، خواخوږۍ، ورورولۍ او مصلحت درس ویلی دی او هم یې دین زده کړی دی.
داسي علماء یې تر شا پرېښودل چې هم علماء دي، هم سیاست پوهان، هم مجاهدین، هم د مسلمانانو خواخوږي او هم د ټول اسلامي ملت لارښودونکي.
مرحوم مجاهد ومړ؛ خو جهادي فکر یې راژوندی کړ، هغه قراني ایاتونه او هغه مبارک حدیثونه یې عملي کړل چې د جهاد او د مظلومانو د انتقام په اړه رانازل شوي او را روایت شوي وو.
مرحوم مجاهد ومړ؛ خو د صحابوو رضوان الله عنهم اجمعين سیرت یې راژوندی کړ، د قیصر او کسری په څېر امپراتورۍ (امریکا او ناټو) یې راوپرزوله.
مجاهد ملته!!!
د مرحوم مجاهد رحمه الله په مرگ وېر مه کوئ، بلکې د هغه په مړیني مرګ وویاړئ، فخر پرې وکړئ او د هغه د ارمانونو د پوره کولو لپاره مټې راونغاړئ!!!
ان شاء الله بری زموږ دی او ذلت د کفر او د کفر د پلويانو په برخه دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

نیاری صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی ، ډیره ښکلی لیکنه او د هغه ستر لار ښود د ښه ستاینو نمایندګی یی کوله ، ما چه لوستل ما ژړل په دی می نه زړل چه په هغه خوابدی ووم ، هغه خپل مبارکه روح او باک بدن چه الله ج د عبادت د باره امانت ورکړی وو ، د هماغه عبادت د باره چه د الله ج توحید او اطاعت مجموعی ته ویل کیږی هغه په پوره امانت داری وکاروو ، هغه د حلافت د اشرف المخلوقات مقام تر لاس کړو چه ملایکو ورته د تعظیم سجده کوله .… نور لوستل »