ملا محمد عمر مجاهد

با وقاره امير/ لطف الله خیرخوا

لطف الله خيرخوا

دوه زره لسم کال و. “جنګ” ورځپاڼه کې مې د جماعت اسلامي د يوه مشر کالم لوست. کالم کې يې د امارت پر مهال کندهار ته د خپل يوه سفر رویداد ليکلی و. د ده له قوله، چې موږ سفر ته ډېر تياری نيولی و. زيرک او تجربه کار وفد مو برابر کړی و. دوه درې ورځې مو د ملاصيب ليدو ته انتظار وکړ. کله، چې د ملاقات شېبې راورسېدې، زموږ د پخو او خولورو سټو ارواوې والوتې.

وايي موږ د نړۍ د رهبرانو د تکلفاتو فکر کړی و، مګر ډېره ساده ودانۍ کې او ډېر ساده لباس کې يو معزز، مرعِب او چوپ انسان سره مخ شوو. وايي زموږ وفد، چې سخت متاثره و، نو زموږ پخو نطاقانو او خبرلوڅو هم خپلې خبرې منظمې ونه کړی شوې.

وايي موږ د نړۍ حسابونه ارزولي وو. په سياستونو وغږېدو. ستراتيژۍ مو ورمخې ته کړې، د خبرو جريان کې ترخه هم راتله او خواږه هم، مګر د دې موقر انسان تندی نه په خوږه له خپل حالته بدل شو، نه په ترخه ګونځې شو. وايي کله مو چې خبرې پای ته ورسېدې، ډېر لنډ ځواب يې راکړ : ستاسو خبرې پر ځای دي، خو موږ دغسې فکر نه کوو. زموږ لار بېله ده.

د ليکوال تبصره دا وه، چې څوک دين ته کار کوي، هغه بايد د ملاصيب په څېر همغه ډول فکر وکړي، چې دين ته پرې کار کيږي، نه دا، چې زموږ د تنظيمونو په څېر د دين په نوم، د دين مخه ونيول شي.

استاد مزمل زموږ څو ملګرو ته يو مجلس کې وويل، چې زه په مجلسونو او ملاقاتونو کې نه ډارېږم، خو ملاصيب ته، چې ورتلم، پښو مې زور نه اخيست او هغه څه مې، چې ويل غوښتل سم مې ونه شو ويلی.

دغه رعب د هغه وقار برکت و، چې ملاصيب د يو غښتلي امير په توګه درلود. د مسلمانانو د امير په توګه د هيچا دربار ته ونه درېد. هغه خلک، چې په ډېره نا ځوانۍ ملاصيب پرديو ته منسوبوي، نه دي پوهېدلي، چې همدغه جنرالان د درانه ملاصيب په مخ کې لکه د ملازمانو ووتل ننوتل. زه نه پوهېږم، چې کيسه به تر کومه سمه وي، خو د عوامي نيشنل ګوند مشر اسفنديار په يو ويډيو کې د “نصيرالله بابر” له قوله وايي؛ يوه ورځ مې ملاصيب ته د ډېورنډ کرښې خبره ياده کړه. وايي په يوه پټکه يې له کوره راوويستم!

د امت د وقار مجدد

د اسلامي امت تر منځ د ورورولۍ پولې د “سايکس بيکو” پولو نړولې وې او دي. داسې مهال، چې دې پولو واقعي بڼه نيولې او هر مسلمان ونامسلمان يې لکه عقيده داسې مراعاتوي. د دغو وضعي قوانينو نړول څه، چې وقتي مخالفت يې په نړۍ کې د يوه ستر جرم برابر دی، خو هغه څوک، چې “حدود الله” پېژني هغه پوهيږي، چې د کومو حدودو پايمال جرم دی او همده ته جوتيږي، چې د وضعي حدودو نړول څومره اسان دي.

په نړۍ کې د جهاد د ستر رهبر اسامه بن لادن پر ضد، چې نړۍ متحرکه شوه او د خپل امت د دفاع په تور يې نړۍ ته مجرم معرفي کړ، هيڅ جنرال دا نه شوه کولی، چې استکباري طاقتونو ته ان څه عذر وکړي، خو همدا د وقار څښتن او د فاء څلی د حدود الله د ساتنې په پار په هسکه غاړه ودرېد او د نړۍ د بې ساري تبليغ و پروپاګند تر منځه يرغه يرغه ووت.

هيچا ونه کړی شو، چې د ده په خاوره دې د هغه يمني الاصله مسلمان ويښته سپک کړي. ټولې نړۍ وليدل، چې هغه د جهادي عظمت منار چېرته هسک شو او چېرته ونړېد! زه خو هغو خلک ته حيرانېږم، چې څنګه د غه د امت په مفهوم پوهېدلي امير ته د محدوديتونو نسبت کوي. پولې نړول يا فيزيکي دي يا معنوي، چې د نړۍ هر محروم انسان ستا په خاوره د مصؤنيت او تاييد احساس وکړي.

هغه امت، چې خپله معنا يې يوازې تر کتابونو او درسونو منحصره وه، همداسې يو عزام انسان ته اړ و، چې دا معنا له کتابونو واقع ته راوباسي. عملا وليدل شي او دا ښکاره شي، چې دا معنا قابلِ ديد او تطبيق ده. هغه معنا، چې سايکس بيکو د مسلمانانو لاشعور ته غورځولې وه او ځينې خلک، چې د همدې نقشې په پلي کېدو پر امت مسلط شوي وو، هيڅ نه پوهېدل، چې دغه د وقار غر څنګه په دا زلزله رېزه فضا کې هم سوکاله دی.

په سياست کې د اسلامي رموزو احياء

د خلافت په نړېدو هغه نورمونه نږدې ورک ول، چې په اسلامي پېرونو کې کارېدل. لکه خلافت، امارت، اميرالمؤمنين، شريعت، اهل الحل والعقد، بيعت، سمع وطاعت، شرعي حدود، ولاء وبراء، جهاد…

دغه د وقار او ننګ څلي يو ځل بيا واکمنې حلقې ته پورته اصطلاحات ننويستل. له ۷۶ کلونو وروسته جهاد د يوې خاورې د واکمنانو بنسټيز کار و، بلکې داسې کار، چې تر سقوطه نورو کارونو ته ترې وزګار هم نه شول او سقوط هم داسې، چې بېرته يې په هسک وربرابر کړل.
کله چې دی ودرېد..کله چې ده غاړه نېغه يوړه..کله چې ده په مستکبرينو ورمېږونه مات کړل..خلک پوه شول، چې هر مهال ځان ګټل کيږي. خپل حق تر لاسه کيږي او هر مهال، چې اراده وي، ټينګار او تعهد وي هره ورکه پيدا کېدی شي او هره سخته اسانېدی شي.

هغو خلک، چې د خلافت د اعادې لپاره يې تحريکونه تاسيس شوي وو، دا مهال په طاغوتي کړيو کې ويلي کېدل. هغو تنازلاتو ته اړ شوي وو، چې هيڅ مسلمان ته يې الله جل جلاله او رسول اجازه نه ورکوي، هغه انسان خو لا پر ځای پرېږده،چې د خلافت د احياء لپاره د يوه متعهد انسان په توګه ميدان ته راوتلی وي.

دغه طبقه په طاغوتيانو کې ورننوتل او تازه تازه يې د ماتې ترخه تر ستوني ول، چې دغه د امت د قضاياو انسان د نړۍ حسابونه بدل کړل. خلکو ته يې وښووله، چې “پرېوتي” انسانان لار پرېږدي. پرېوتي مبارزين د خپلې مبارزې لپاره پردي شرايط او ظروف مني. ورويې ښووله، چې موږ د خپلې مبارزې لپاره خپل شرايط ټاکو، موږ خپلو شرايط په خلکو منو او همغه څه کوو، چې موږ پرې ايمان لرو!

د ايمان او ثبات غر

د امريکايانو د يرغل پر مهال ملاصيب يوه خبره کړې. باور مو وشه، چې يو عالم زور په کې دی، يو اطمينان په کې دی، يو سکون دی په کې. وايي ملاصيب ته چا وويل، چې امريکايان وايي موږ اسمان نه نيم انچ شی ګورو. نښه رانه نه خطا کيږي. وايي ملاصيب وويل : دا دوی وعدې دي، مګر زموږ رب هم وعدې کړي، ګورو، چې د چا وعده حقه ده. دوی دې خپل کار وکړي، موږ به خپل کار کوو.

د امريکايانو د غورځو پرځو په اړه ترې يو بله مشهوره خبره هم روايت ده. د امارت اخرنيو شپو کې يې مجاهدينو ته وينا کوله، چې : امريکايان ټکنالوژي لري، وژل به کولی شي، خو مرګ نه شي دفع کولی.

يوه وينا، چې ما خپله اورېدلې او امريکايانو ته يې پر افغانستان د بريد پر مهال په ډېره اطميناني لهجه کړې وه. ورته وايي دا نو شاهي نظام نه دی، چې تاسې راشئ، موږ به درنه لاړ شو. دلته مجاهدين دي، منظم قطعات دي، غرونو ته به درنه وخيژي، هسې به ځان هم خراب کړئ او موږ هم.

يو مشر، چې په مادي لحاظ دومره کمزوری وي، څه ډول دومره اطمينان لرلی شي، بې له دې چې خپلې عقيدې دومره ايمان او ثبات وربښلی وي. پرون يو مولوي صيب د شيخ حسن جان په حواله ويل، چې هغه به د ملاصيب په اړه ويل : د شرح عقايد او خيالي حافظ هم دومره کلکه عقيده نه لري، لکه ملاصيب.

رښتيا هم، چې د عقيدې ډېر شاګردان او استادان يې ايمان او ثبات کې شا ته پرېښوول. دغو شاګردانو او استادانو به کېدی شي په لسګونو کرتې په عقايدو کې د خلافت وامارت و ولاء وبراء درسونه ويلي او تدريس کړي وي، مګر دغسې به يې چا عملي کولو ته ملا نه وي تړلي، څه چې تصور به يې هم نه وي کړی.

رحمه الله رحمة واسعة، و أدخله فسيح جناته، و رزقه الفردوس الأعلی. آمين

avatar
7 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حریا شملزی
میلمه

مننه الله تعالی دی اجر درکړی

سمسور
میلمه
سمسور

په قلم دبرکت شه دیوډېر باوقاره انسان په اړه ډېره باوقاره لیکنه وه .

احمدضیاء
میلمه
احمدضیاء

۶ یا ۷ کاله مخکې مې یو وړوکي کتاب کې د امام مهدی اخر زمان د راتږ په اړه لوستلي وه په هغه کتاب کې چې ډیر مخکې لیکل شوی وه داسې لیکلي وه …… چې د امام مهدی نه مخکې به یو نیک انسان وفات یا شهید شي …. د هغه مبارک په مرګ سره به آسمان خپل قهر وښایې او ورښتونه به زیات شې ….. نور هم ډیرې خبرې لیکلې وې خو دا مې لږ په یاد دي …… رسنۍ وایې د ملا صاحب محمد عمر رح ، وفات په ۲۰۱۳ کال په ۴ رمه میاشت کې سوی… نور لوستل »

Khalid
میلمه
Khalid

احمد ضیا صاحب که ددی کتاب نوم راکړی مهربانی به مو وی ځکه ما خو د امام مهدی (ع) له راتګ نه مخکی د رسول کریم (ص) ډیر احادیث د احادیثو په مختلفو کتابونو کی لیدلی دی چی څه رقم حالات به وی ولی داسی کوم روایت می تر اوسه ندی لیدلی هو د قیامت په وړو علاماتو کی می ډیر زیات احادیث لیدلی چی یو هم په کی همدغه بی اندازه زیات او غیر معمولی باران ده چی ډیر زیات او په غیر معمولی شکل به اوری ولی فایده به یی کمه وی ولی په هغو کی هم اکثره… نور لوستل »

افضل خان
میلمه

الله دې قلم نور هم تاند کړه، باور وکړه، هره ليکنه چې دې ګورم، له خولې مې درته بې اختياره دعا وځي، شرخواهان دې ښاد مه شه

محمودالغزنوی
میلمه
محمودالغزنوی

مننه ،خالدصیب لاځیرک أوسی

حامد
میلمه
حامد

د ملا صاحب زوند جهاد مبارزه مختلف ابعاد لري فه هر بعد يي ديردبحث ور صفات لري جه كه وليكل شي نو يو لوي كتاب زني جوريداي شي همدارنكه د ملا صاحب مرحوم جهادي ملكري هريويي دلويو صفاتو لرونكي وو ددوي له مخونو نه دالله نور له ورايه شكاريده ما دافغانستان دديرش كلن سياسينو له جملي سخه تنها دامارت اسلامي دمشرانو برخورد اوددوي نوراني مخونه خوشيدل او بس

احمد
میلمه
احمد

گرانو ورونو او ددی مطالبو لیکونکو ته سلام !!
د هغی ورزی حخه چی د ملا عمر صاحب د مرینی خبرونه خپاره سول زنی خلک خوشحاله اوزنی به غصه سول.
دا د ژوند او مرگ خبره ده چی چاره زنی نشته مگر اصلی خبر داده چه هیخوک و نه ویل چی سنگه مر سو او چیری مر سو..