خبرتیاوی او پیغامونه

د قاري صاحب الهام الدين او قاري صاحب محمود شاه تعزيت او بيعت

بسم الله الرحمن الرحيم
د افغانستان د اسلامي امارت د مشرتابه محترم مقام ته!

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

د عاليقدر اميرالمؤمنين ملامحمد عمر مجاهد د خواشينوونکې مړينې له کبله تاسو ټولو مجاهدينو او ټول امت ته د تسليت مراتب تقديموو. الله جل جلاله دې د هغه مساعي په خپل دربار کې قبول کړي. د هغه د جهاد او قربانۍ ثمره دې الله جل جلاله نه خرابوي.
د هغه ځای ناستي اميرالمؤمنين ملا اخترمحمد منصور باندې د اعتماد اظهار کوو. دعاء کوو، چې الله جل جلاله يې په خپلو چارو کې موفق او کامياب کړي. همدا ډول د اميرالمؤمنين دواړو نائبانو هر يو مولوي هبة الله اخونزاده او ملاسراج الدين حقاني ته د ښه خدمت او جهاد د دوام دعاء کوو.

دې ټولو شخصيتونو پخوا هم ښه جهاد کړی او د اسلامي امارت سر کرده او معتمد خلک وو. دا چې د اسلامي امارت اهل الحل والعقد دوی باندې د امارت د مشرۍ لپاره اعتماد کړی، موږ هم په خپل وار او اسلامي مسئوليت له کبله دا فيصله تاييدوو. الله جل جلاله مو موفق او کامياب لره!

قاري محمود شاه، قاري الهام الدين او مولوي نجم الدين
د مولوي صاحب خالص له نږدې ملګرو څخه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خاکسار فاریابی

ډیییییییییرښه

حق دوست

قاري صيبانو او مولوي نجم الدين تاسو ملا اختر محمد منصور سره به سه باندي بيعت وكر؟ فكر كوم دبيسو به راتولولو كي جي دهري خوا نه وي. جهاد خو مو دملا عمر به بيعت كي هم ندي كري جي دملا منصور به بيعت كي به يي خه وكري…

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x