fbpx

ذبیح الله مجاهد: جلال الدین حقاني ژوندی او روغ دی

نن ټکی آسیا (جمعه، زمري ۹مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی آسیا ته په یوه ځانګړي پیغام کې وویل چې جلال الدین حقاني ژوندی او روغ دی.

نن ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې جهادي قومندان، جلال الدین حقاني وفات شوی دی.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې په ځینو رسنیو کې داسي راپورونه ورکړل شوی چې ګواکي جلال الدین حقاني هم وفات شوی او ویلي يې دي چې «مونږ دغه راپور په کلکه ردوو».
نوموړي وویل چې جلال الدین حقاني څه موده مخکې ناروغه و، خو اوس تر پخوا تکړه او د ښه صحت خاوند دی.
باید وویل شي چې نن ځینو پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې ګواکي د جلال الدین حقاني چې د روسي اشغال پر ضد جهاد کې له پېژندل شوو قومندانانو څخه و، د ورپيښي ناروغۍ له کبله وفات شوی. د جلال الدین حقاني زوی سراج الدین حقاني د طالبانو په وروستیو اعلامیو کې د نوي مشر ملا اختر محمد منصور مرستیال بلل شوی دی.

 

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
mayak.khan
میلمه
mayak.khan

الله تعلی دي محترم مشر او جهادي شخصیت الحاج مولوي جلال الدین حقاني صاحب ته له بشپړ صحت سره أوږد ژوند ورکړي او الله تعلی دي دیرغلګرو په کامل شکست خوشحال کړي،الله تعلی دې هغه ته دشهیدانو الوادونواوملګرو پوره پوره أجر اوبدل په دنیا اوقیامت کښې ورکړي، داواقغیت دی چې دتیر سپیلي جهاد یوه یوه سپيلې نمونه موجوده اوراتلونکي نسل ته دحقاني صحب دامت برکاته وجود دی، تاریخ به ئې په ډیر ویاړ په خپلو زرینو کرښوکښې یادونه خوندې وساتي، تل دې دسر لوړی برلاسی او دالله تعلی په ساتنه کښې وي،

خاکسار فاریابی
میلمه
خاکسار فاریابی

الله ج دی شفاء کامله ورکړی