افغانستان

قطر: د طالبانو سیاسي دفتر د خپل مشر د فاتحې مراسم پر ځای کړل

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري۹مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو د سیاسي دفتر له خوا د ملا محمد عمر مجاهد روح ته د دعاء په موخه د قرآن کریم د ختم او فاتحې مراسم ترسره شول.

قطر کې د نن ټکی اسیا همکار وايي چې فاتحه د جمعې په ورځ د مازدیګر لمانځه وروسته واخیستل شوه او د طالبانو د سیاسي دفتر مشر «سید طیب اغا» سربېره په کې د دفتر غړو، دیني علماوو او لسګونو کسانو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې له ګوانتنامو څخه ازاد شوو پنځو طالب مشرانو (ملا خیرالله خیرخوا، ملا محمد فضل اخند، ملا نورالله نوري، مولوي محمد نبي عمري او عبدالحق وثیق) چې دا مهال په قطر کې میشت دي، هم برخه اخیستې وه.

د ختم او فاتحې د مراسمو په لړ کې د سیاسي دفتر او د طالبانو د رهبري شورا غړي «شیر محمد عباس ستانکزي» وینا وکړه او د ملا محمد عمر مجاهد په ژوند او مبارزې يې رڼا واچوله.

ښاغلي ستانکزي وویل چې ملا محمد عمر مجاهد د روسانو پرضد د جهاد له مهاله په شجاعت، تقوی او فداکارۍ پیژندل شوی شخصیت و. د نوموړي وینا، کله چې د روسانو له ماتې وروسته کورنۍ جګړې پیل او په هیواد کې ظلم او فساد اوج ته ورسېد، ملا محمد عمر په ۳۰ میلیونه افغانانو کې یوازینی شخص و چې د مسئولیت احساس یې وکړ او د ظلم او فساد د ټغر په ورټولولو یې لاس پورې کړ چې دا د نوموړي لپاره ویاړ او افتخار دی.

نوموړي وویل چې اوس د غربپالو رسنیو د پوچو تبلیغاتو له کبله د ملا محمد عمر د شخصیت ناسم انځور ښودل کیږي، خو نوموړی ډاډ څرګند کړ چې د اشغالګرو له ماتې او د اسلامي نظام تر حاکمیت وروسته به ډیر حقایق بربنډ او د ملا محمد عمر رښتینی انځور خلک وپیژني او راتلونکي نسلونه به یې په میړانې او اتلولۍ ویاړي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه چې ملا محمد عمر له یو ټوپک سره د نړۍ هیڅ قدرت ته د غلامۍ غاړه کښینښوده، په داسې حال کې چې په پوځي اسلحو ډیر پیاوړي هیوادونه کفارو ته د غلامۍ سر ټیټوي.

نوموړي د اتحاد او اتفاق په اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې طالبان باید د ملا محمد عمر صفات او ارمانونه خپل کړي او د هغه لاره او تګلاره تعقیب کړي.

د فاتحې مراسم د دیني عالم او د سیاسي دفتر د غړي «مولوي سید رسول حلیم» په دعا پای ته ورسیدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حامد احمدی

څنګه به یی ومنو – یو کال مخکی مړ دی اوس مونږ خبریږو اخر ولی ازادی د مرګ یی نلرله د پاکستان یا بل چانه؟ ډیر راباندی ګران وو خو دا مرګ کی راته سوالونه پیدا کیږی

اونخیوال وردګ

حامد احمدی السلام علیکم وروره.
ستا دسوال په اړه زه هغه څه وایم چی کلچه چی دحضرت ابوبکر صدیق رض د وفات خبره ابوعبیده ابن جراح ته ورسد نو هغه دا خبره پټ وساتل ځکه چی دجهاد صفوف غیرمنظم کیدل نو پدی ملحوظ چی دجهاد صفوف غیرمنظم نشی دسیاسی لحاظه شه و که څوک دمشر ملاصاحب پخاطر جهاد کوی نو پریژدی که دالله ج درضا پخاطر جهاد کوی نو دهغوی لپاره داخبره کوم تفاوت نکوی.

دلازیاتو معلوماتو لپاره سیرت نبی مطالعه وکړه

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x