استرالیا له انګلینډ څخه په اتو ویکټو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (شنبه، زمری ۱۰مه ۱۳۹۴ل): د استرالیا او انګلینډ لوبډلو تر منځ درییمه ټیسټ لوبه د انګلینډ په بریا پای ته ورسیده. دغې لوبې کې انګلینډ د استرالیا لوبډلې ته په اتو ویکټو ماتې ورکړه.

استرالیايۍ لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. لومړی وار توپ وهنې کې د استرالیا لوبډلې پیاوړي توپ وهوونکي ډیره خرابه توپ وهنه وکړه.

استرالیايۍ لوبډلې په ۳۶.۴ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د روجرز غوره توپ وهنې په مرسته یوازې ۱۳۶ منډې جوړې کړې.

لومړی وار توپ وهنې کې د استرالیا لوبډلې لپاره روجرز په ۸۹ توپونو د نهو څلوریزو په مرسته ۵۲ منډو جوړولو سره تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی شو.

د انګلینډ لوبډلې توپ اچوونکو غوره او پیاوړې لوبه وکړه. د انګلینډ لوبډلې لپاره انډرسن د استرالیايۍ لوبډلې ۶ لوبغاړي په سوځولو بریالی شوی.

انډرسن خپل ۱۴.۴ اورونو ۴۷ منډو ورکولو سره شپږ، براډ خپل ۱۲ اورونو کې ۴۴ منډو ورکولو سره دوه او فېن هم خپل ۱۰ اورونو کې ۳۸ منډو ورکولو سره دوه ویکټې واخیستې.

انګلینډ لوبډلې خپل لومړی وار توپ وهنې کې د رووټ، علي او بېل غوره توپ وهنې په مرسته په ۶۷.۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۸۱ منډې جوړې کړې.

لومړی وار توپ وهنې کې د انګلینډ لوبډلې لپاره رووټ په ۷۵ توپونو د نهو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۳، علي په ۷۸ توپونو د یولسو څلوریزو په مرسته ۵۹ او بېل په ۵۶ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۵۳ منډې جوړې کړې.

د استرلیا لوبډلې لپاره لومړی وار توپ اچونې کې هذلووډ خپل ۱۵ اورونو کې ۷۴ منډو ورکولو سره درې، لیون خپل ۱۳ اورونو کې ۳۶ منډو ورکولو سره درې، سټارک خپل ۱۶.۱ اورونو کې ۷۱ منډو ورکولو سره دوه او جونسن خپل ۱۶ اورونو کې ۶۶ منډو ورکولو سره دوه ویکټې واخیستې.

استرالیا خپل دوهم وار توپ وهنې کې په ۷۹.۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د وارنر، نېول او سټارک غوره توپ وهنې په مرسته ۲۶۵ منډې جوړې کړې.

دوهم وار توپ وهنې کې د استرالیا لوبډلې لپاره وارنر په ۶۲ توپونو د یولسو څلوریزو په مرسته ۷۷، نېول په ۱۴۷ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۵۹ او سټارک په ۱۰۸ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۵۸ منډې جوړې کړې.

د انګلینډ لوبډلې لپاره دوهم وار توپ اچونې کې فېن غوره او پیاوړې توپ اچونه وکړه. فېن خپل ۲۱ اورونو کې ۷۹ منډې ورکولو سره شپږ ویکټې واخیستې.

د انګلینډ لوبډلې خپل دوهم وار توپ وهنه د ۱۲۴ منډو هدف په تعقیب پیل کړ او دغه هدف يي یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د بېل او رووټ غوره توپ وهنې په مرسته پوره کړه.

دوهم وار توپ وهنې کې د انګلینډ لوبډلې لپاره بېل په ۹۰ توپونو د لسو څلوریزو په مرسته ۶۵ او رووټ په ۶۳ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۳۸ منډې جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د