شعـــــرونه

غازي ګرانه!

چي ته نه يې ګـــــوردي لـــه چنــاره سـره ړنګ شي

اسيره ! مـــازديګــــــــردي له دياره سره ړنګ شي

غازي ګــرانه! په زړه درنه هـلــه درست لوګى شم

غليــم چي په ډګــــرستـــاله ګـــزاره سره ړنګ شي

بس مــه ژاړه يتيم ژړګيه!او ښکـــو نه دي جارشم

نورزرده چي مغــرورقـــاتل لـــه دره سره ړنګ شي

له غرونوغرونوژړونونه جــــوړسوى خراسان دي

دخټـــو ديــوال ندي چي لــــه واره ســره ړنګ شي

دوخـــت په فــريبي غـــمخـــورباورکــــــول خــطـــاده

زوى مړى بې ايمــــان له استغفـاره سره ړنګ شي

ملــکې غـــــوړوي ورته په ځـــمــــکــــــــــه وزورنــه

مزدورچي په اخلاص له درانه باره سره ړنګ شي

قربان کـــه ايمـــان شې نـــوقسم باک پـــرې نکـــــړم

اوربل کـه مي الهامــه! له سينګاره سره ړنګ شي

١٣٩١-٤-١٨

سيداحسان الله الهام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x