نظــر

د افغان حکومت غوښتنه او د ناټو نیت

د افغانستان بحران ډیر پیچلی پړاو ته داخلیږی د بهرنیانو اهداف هره ورځ تغیر کوی او یا مجهول کیږی ، داسی پیچلی پړاو چی اوس غربی متحدین هم په خپلو کی د جلا جلا موخو په تعقیبولو سره ویشل سوی دی همدا علت دی چی سوله لړزانه او وړاندی تګ ټکنی دی، دیوه طرفه امریکا او متحدین یی د شیکاګو په غونډه کی د افغان امنیتی ځواکونو د پیاوړتیا په موخه خاصی ژمنی کوی خو له بله طرفه په عمل کی ځنی د دوی داسی کړنی ترسره کوی چی کړی تعهدات تر سوال لاندی راولی. د ناټو ځواکونه په افغانستان کی د محلاتو څخه د وتلو په بهیر کی هغه تاسیسات چی د خپلو عسکرو لپاره یی جوړ کړی وه پ

ر ځای ددی چی افغان امنیتی ځواکونو ته وسپاری له منځه وړی او په بی رحمانه توګه اباد تعمیرونه د داوطلبی له طریقه د انفرادی ساختمانی شرکتونو په وسیله تخریبوی، یعنی پر ابادیدو یی يو ځل مصرفونه کوی او په چپه کیدو یی بل مصرف کوی. د مثال په توګه د کاپیسا ولایت څخه د فرانسوی ځواکونو تر وتلو وروسته هغوی خپل جوړکړی عسکری بارکونه تخریب کړه د بامیان او هلمندپه په ولایتونو کی هم ورته عمل تر سره سوی دی.آن تر دی چی جمهور ریس د دفاع وزیر ته لارښوونه وکړه چی د ناټو سره خبری وکړی تر څو د وتلو په وخت کی خپل د اوسیدو تعمیرونه چپه نکړی . دا ساختمانونه دومره مُدرن دی چی حکومت وایی کیدای سی د کلنیکو او مکتبو کار ځنی واخیستل سی .
له بله اړخه هغه لس پرونده څرخی الوتکی چی د امریکا له طرفه د روسیی څخه د افغانستان لپاره رانیول کیږی غالبا زړی دی او له بله اړخه دا سوال پیدا کیږی چی د ټولو نارو سرو سره سره امریکا ولی امریکایی الوتکی افغان ځواکونو ته نه ورکوی ؟ او ولی افغان ځواک  د تخنیکی پلوه یو ډول سلاحو څخه برخمن نه وی چی استعمال او ترم یم یی ورته ساده او اسان وی اوس مهال سپکی وسلی او ځنی زغره وال وسایط امریکایی ورکول سوی دی خو څرخی الوتکی د روسیی ساخت ورکوی ایا دا د سلاحو او تجهیزاتو دوه ګونی به د ترمیم او استعمال په برخه کی ستونځی رامنځ ته نکړی ؟ مخکی تر دی هم یو څو امریکایی الوتکی افغان لوری ته ورکړه سوی دی چه افغانستان ته په رارسیدو ترمیم طلبه سوی چون د امریکایی الوتکو استعمال او تخنیک دلته شتون نلری ځکه غیرفعالی ولاړی دی. که تجهیز کول دا ډول وی خو مشکله ده چی افغان ځواکونه لکه څنګه چی توقع ده هغسی پر پښو ودریږی.
  همدا ډول د بهرنیانو همکاری د افغانستان څخه د دفاع په هکله هم د ډیر ډاډ وړ نه ښکاری په هغه ستراتیژیکه توافقنامه کی چی اوباما وکابل ته د بیړنی سفر په ترڅ کی د جناب کرزی سره امضا کړه په یو ډول  افغانستان د بهرنی تجاوزاتو او تهدیداتو په وړاندی تضمین سویدی حال داچی میاشتی کیږی د ناټو او امریکا په شتون کی پرکنړ د پاکستان توغندی لګیږی حتی خلګ پکښی وژل کیږی کلی خالی کیږی او ولسونه د ځایه بی ځایه کیږی ټوله رسنۍ هره ورځ په دی هکله خپرونی کوی ، مرکی کوی د کنړ والی د تلویزیونی مرکو په ترڅ کی شکایتونه کوی حتی په یوه ورځ اضافه تر دری سوه توغندۍ د کنړ ولایت پر دامګان ولسوالی لګیږی وکیلان د پارلمان څخه حکومت ته سپارښتنی کوی خارجه وزارت د پاکستان سفیرته په کابل کی د موضوع د وخامت یادونه کوی خو امریکا او ناټو د خپل ځواکمن شتون سره سره او د ستراتیژیکو اسنادو د عقد کولو سره له بده مرغه  د عکس العمل په توګه خپل مکلفیت تر اوسه ندی ترسره کړی هغه مکلفیتونه چی د ستراتیژیکو اسنادو او توافقاتو پر بنسټ دوی ته متوجه دی. پس له میاشتو ایساف د خوبه راپورته سو او پرون ماښام یی د یو اعلامیی په ترڅ کی د افغان ولس د خولو پټولو په منظور د پاکستان له لوری د توغندیو ویشتل صرف وغندل ددی اعلامیی تر خپریدو وروسته تر سلو زیات نوری توغندۍ پر دامګان ولسوالی ولګیدی. په دی ډول د ستراتیژیک توافق او د ناټو د پراخ حضور په هکله هم سوالونه پیدا کیږی. بهرنۍ لاس وهنی خو په لس کاله کی د امریکا او ناټو په ټول توان بندی نه سوی اوس بهرنی تجاوزاتو ته هم لاس تر زنی ناست دی.سوال مطرح کیږی چی ایا د ناټو دا یونیم لک مجهز عسکر یوازی د افغان غریب او بی دفاع ولس د ټکولو لپاره راغلی دی ؟ اوکه نور څه مکلفیتونه او دندی هم  لری.
لس کاله تیر سوه نه افغان امنیتی ځواکونه سامبال سول اونه د افغان امنیتی ځواکونو په وسیله د بهرنی عسکرو وژل تم سول.دا مطلب خپله شاهدی ورکوی چی د اعتماد نه شتون نه یوازی د افغان دولت او ولس لمنه نیولی ده بلکه د افغان او بهرنی ځواکونو ترمنځ هم باور ټکنی دی . په دغسی یو متشنیجه فضا کی نژدی ده چی غربیان هم د افغانستان په وړاندی په دوه مخه کړونو تورن سی . لس کاله دمخه د امریکایانو د راتګ سره داسی ګنګوسو شتون درلود چی ګواکی امریکا د پاکستانی زمامدارانو سره د پاکستان د ګډون په بدل کی ، د تروریزیم سره د جګړی په ایتلاف کی یو لړ ژمنی کړیدی، یو د هغو ژمنو څخه داوه چی هیڅکله به غربیان په افغانستان کی ځواکمن افغان پوځ رامنځ ته نکړی تر څو د پاکستان اهداف د مشکل سره مخ نسی. اوس چی د ناټو لخوا د وتلو پر وخت نظامی قرارګاوی له منځه وړل کیږی داسی تصور رامنځ ته کوی چی شاید هغه اوازی حقیقت ولری.
د پوځی تعامُل له مخی کله چی د دو هیوادونو مجهز او سامبال قوتونه د جګړی په حال کی وی هر طرف چی شاته تګ کوی نو خپل تاسیسات تخریبوی تر څو دښمن ګټه ځنی وانخلی ،   دلته سوال پیداکیږی چی ایا فرانسوی ځواکونه هم ځان د ماتی او شاته تګ په موقف کی احساسوی ځکه خپل جوړ کړی بارکونه له منځه وړی؟ او که افغانستان دښمن هیواد بولی؟دا په داسی حال کی چی د افغان حکومت  هیله مندی داده چی بهرنی دوستان د وتلو پروخت ډیر تجهیزات او سلاوی سربیره پر قرارګاهو،بارکونو او تاسیساتو د افغان ځواکونو د پیاوړتیا په موخه دوی ته پریږدی. اوس پکارده د دا ډول کړونو اساسی عامل و لټول سی چی ولی بهرنیان پر افغان امنیتی ځواکونو دومره بی باوره دی چی ان خپل تاسیسات ورانوی ولی افغان مسلحو ځواکونو ته یی نه  سپاری ایا امریکا تر اوسه اراده نه ده کړی چی افغان قواوی سامبال سی؟ شک نسته چی په پرنسیب کی امریکا افغانستان د ناټو څخه بهر خپل مهم متحد هیواد ګڼی خو کوم ملاحظات ددی سبب سوی دی چی په اوسنی وخت کی د زړه له کومی مرستو ته زړه نه ښه کوی. او یا د افغان ځواکونو ظرفیت دومره نه بولی چی پاتی شونی ورته پریږدی.که د ظرفیت سوال وی نو امریکا او ناټو په تیرو لسو کالو کی  د افغان امنیتی ځواکونو د ظرفیت سازی مسولیت په غاړه درلود .
داسی انګیرنی هم سته چی بهرنیان نور نه غواړی د هغوی د مرستو څخه ناوړه ګټه پورته سی لکه اضافه تر څلویښت ملیونه ډالره چی د دفاع وزارت او داود خان روغتون ترمنځ ورکی سوی مګر بهرنیانو او چارواکو ونه غوښتل د موضوع مناسبه پلټنه وسی او ولس د نتایجو څخه خبر کړی، له بله طرفه بهرنیان د افغان  بی مسولیته توپک لرونکو شتون خسته کړیدی، هغوی په فساد ککړ بولی او په تبعیضی چلند، سمتی ،ژبنی او تنظیمی تعصُبونو یی تورن ګڼی حتی د امنیتی ځواکونو څخه د ځان د ساتنی لپاره ګټه پورته کیږی هغه ځواکونه چی د هیواد د امنیت لپاره باید ګمارل سوی وای په درزنو د دولتی چارواکو د ساتنی په موخه پکار اچول سوی دی او د باډیګارډی درانده مسولیتونه ور په اوږو سوی دی  . ناټو دا ډول کړنی  د ښه حکومت کولو پر خلاف بولی او عواقب یی نامناسب ګڼی . سربیره پر هغه پرله پسی پر بهرنی عسکرو د افغانی عسکرو له خوا حملی د بهرنیانو باور پر افغان امنیتی ځواکونو له منځه وړی دی او په امنیتی لیکو کی د مخالفینو نفوذ انکار نه منونکی بولی له همدی کبله د امنیتی ځواکونو ملی والی هم تر سوال لاندی راځی که سمتی ، ژبنی او تنظیمی چلند شتون ونلری نو څنګه مسلکی تحصیل یافته او د کلونو حکومتی او امنیتی تجاربو درلونکی کسان پر کور ناست وی او کم تعلیمه کسان بدون له دی چی د مسلکی تجاربو څخه برخمن وی پر لوړو منصبونو رهبری رولونه لوبوی هغوی دا منصبونه خپل دایمی حق او غنیمت بولی حتی غواړی چوکۍ د انحصار په توګه له ځانه سره وساتی . له همدی کبله ظرفیت په امنیتی ځواکونو کی ټیټ او د مخالفینو د نفوذ لاره خلاصه ده.

عبدالباری”عارض”
 ۱۳۹۱/۵/۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x