fbpx
ملا اختر محمد منصور

د طالبانو نوی مشر: د اسلامي نظام تر راتګه به جهاد روان وي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري ۱۰مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو نن د خپل نوي مشر د لومړنۍ وینا غږیز کلیپ خپور کړ. ملا اختر محمد منصور، چې د پنجشنبې پر ورځ، وروسته له هغې چې طالبانو د خپل مشر د وفات خبر رسماً تایید کړ، د امیر المومنین په توګه وټاکل شو. ښاغلي منصور په خپلې پرانیستونکې وینا کې خپلو ملګرو او لارویانو ته د یووالي د ټینګښت لارښوونې کړې دي.

ښاغلي منصور د خپاره شوي کلیپ د ویاند د خبرو له مخې، په دې غونډه کې د طالبانو نظامي مشران او دیني علما رابللي وو. د غونډې ځای ناجوت دی.

ملا اختر محمد منصور په دې وینا کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې «جهاد به تر هغې روان وي چې په ملک کې اسلام نظام نافذ شي». د طالبانو نوی مشر داسې مهال د ملا محمد عمر پر لارې ټینګار کوي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د هېواد په شمال کې ډېرې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

د طالبانو نوي ټاکل شوي مشر خپلو پلویانو ته د یووالي د ټینګښت پر مهال وویل: «اتفاق او اتحاد ته ضرورت دی، که موږ تاسې متفق وو، نو دښمن به ناکام وي او زموږ تاسې کامیابي به زموږ تاسې او د ټولو مسلمانانو په نصیب وي». ملا اختر محمد منصور زیاتوي: «دنیا ډېر کوښښ وکړ چې صف کې درز پيدا کړي، په صف کې بې اتفاقي پيدا کړي او یا دا د جهاد لاره کمزورې کړي». مګر دی وايي: «خو دا د الله تعالی نصرت دی، چې تر اوسه نه د هغوی پیسو کار وکړ، نه د هغوی زور کار وکړ».

ملا اختر محمد منصور د خپلو ټولو ناراضه ملګرو د خوشالولو لارښوونه هم کوي: «که څوک خپه ملګري وي، یا ناراضه ملګري وي، یا فرضاً لرې وي، د ټولو زړه ساتل پکار دي، د هغوی د خوشالۍ لپاره تکلیف او برداشت پکار دی او هغه له ځان سره ملګري کول پکار دي».

د افغانستان او پاکستان حکومتونو اعلان کړی و چې د تېرې جمعې پر ورځ به د اسلام اباد په مري کې، هغه څه چې دوی یې د «سولې مذاکرات» بولي، دویم پړاو ترسره شي. د طالبانو نوی مشر دغه ګنګوسې د «دښمنانو تبلیغات» بولي: «دا د دښمنانو خبرې دي، چې دا د سولې پروسه ده، دا د مذاکراتو پروسه ده، دا پلانۍ پروسه ده. د دښمن تبلیغات ډېر زیات دي، د پيسو او مطبوعاتو کوښښ او علمای سوء له لارې يې کوښښ کړی، چې دا د جهاد سلسله کمزورې کړي او دا اتفاق له منځه یوسي».  ښاغلی منصور خپلو پلویانو ته د تبلیغاتو په تړاو وايي: «د سولې خبرې او دې شیانو ته به غوږ نه نیسو».

ملا اختر محمد منصور هم د طالبانو د پخواني مشر په څېر پر نظامي لارې ټینګار وکړ: «دا جهاد به په ملک کې تر هغې جاري وي، تر څو چې اعلا د کلمة الله او اسلامي نظام قایمېږي». منصور هم شریعت سره کرښه بولي: «تر شریعت هاخوا بل مسیر نه لرو، ډیموکراسي هم نه په کې ځایېږي».

ښاغلي منصور د وروستیو تبلیغاتو او فشارونو په اړه وايي: «کوښښ به کوو چې خپلې لاسته راوړنې په اخر کې له لاسه ورنه کړو، په اخر کې دا فتوحات چې رانژدې کېږي او کامیابي راځي، نو ‘خلک’ هم خپل کوششونه کوي».

ملا اختر محمد منصور خپلو پلویانو ته د ډاډ په توګه وايي: «موږ به هر یو پر خپل سر پیره کوو او بدګومانۍ به نه سره کوو، یو طرفه فیصلې به نه کېږي، د تنهايۍ فیصلې به نه کېږي.که مو څو واورېدل او شک راته پیدا و، له مافوق مرجع یا له مسوولې مرجع څخه پوښتنه وکړو چې دا شی حقیقت لري که یې نه لري».

ملا اختر محمد منصور داسې مهال د طالبانو د نوي مشر په توګه ټاکل کېږي، چې طالبانو د بل هر وخت په پرتله جګړو ته زور ورکړی. منصور داسې مهال د «سولې مذاکرات» ردوی، چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه ورته لېواله دي.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جمیل انوري
میلمه
جمیل انوري

الله تعالی دي دمرحوم امیرالمؤمنین غوندي استقامت درپه برخه کړي ، درباندي ویاړو ګرانه مشره ، الله تعالی دي ټولو مجاهدینو ته اتحاد ، اتفاق ورپه برخه کړي

کندهار
میلمه
کندهار

الله دی د دمرحوم امیرالمؤمنین رحمه الله پر لار روان کړه ، که دی ده هغه سپیڅلی مشر لاره ټینګه کړه تر نر او ښځو دی په چوپړ کی دریږو

اونخیوال وردګ
میلمه
اونخیوال وردګ

لبیک یا امیر المومینین
الله ج د حفاظت او ساتنه وکړه
د پخوانی امیر المومینین رحمه الله په لاره روان اوسه

عمر مختار
میلمه
عمر مختار

زمونږ په سر سترګو قبول یې ! مرحوم امیر په دعا ګانو کې مه هېروئ ! زما مشره ! زما کشره ! زما خپله ! له ما نه لرې او ما ته نږدې ټولو ملګرو نه هیله کوم چې ګران امیر ته دعا ګانې وکړئ ! ډېر ډېر د قدر وړ وو خو افسوس چې ژوند وفا وونه کړه ! سل دې ومره سر دې مه مره ْ! د کتابونو تاریخونه بیا ژوندي شول او بیا کتابونو کې درج شول !

رحیم الله همدرد
میلمه
رحیم الله همدرد

الله تعالی دي دمرحوم امیرالمؤمنین غوندي استقامت درپه برخه کړي ، درباندي ویاړو ګرانه مشره ، الله تعالی دي ټولو مجاهدینو ته اتحاد ، اتفاق ورپه برخه کړي.او کوښښ وکړه چی په ګران او سپیڅلی وطن کی صلح او امن راشی او یهود او نصاری زمونږ دملک څخه ووځی نو په ملک کی به امن اوامان راشی.په دنیا او اخرت کی کامیابه ووسی او مرحوم امیرالمومینین ته باید ټول مسلمانان دمغفرت دعاګانی وکړی الله تعالی دی ورته جنت الفردوس ورنصیب کړی امین ثم امین.