افغانستان

روزګان کې طالبانو ۸۰ تنه اربکیان محاصره کړي

نن ټکی اسیا (شنبه، زمري۱۰مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان ولایت امنیتي چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ په سلطان محمد ناوه سېمه کې ۸۰ تنه محلي پولیس د طالبانو تر سختې محاصرې لاندې دي.

د راپورونو له مخې، د خاص روزګان ولسوالۍ په سلطان ناوه سېمه کې چې له څو ورځو راهیسې پکې د طالبانو او سیمه یېزو اربکیانو او پولیسو تر منځ سختې نښتې روانې دي، اوس طالبان د اربکیانو وروستي مورچل ته رسېدلي او هغه کلا يې تر ټینګې محاصرې لاندې کړې، چې یادو پولیسو پکې له پوستې جوړې کړې دي.

د روزګان د سرپرست والي ویاند دوست محمد نایاب او د خاص روزګان ولسوال عبدالکریم کریمي ویره وښوده، چې که مرکزي حکومت او د سیمې نور نظامي چارواکي د کلابندو پولیسو د ژغورلو او د هوا له لارې د اکمال لپاره کوټلي ګامونه وانخلي، نو ښايي ټولټال ۸۰ تنه محاصره پولیس ووژل شي،ځکه د ځمکې له لارې اکمالات ناشوني دي.

د ولسوال په خبره، د سلطان محمد ناوه سېمه د خاص روزګان ولسوالۍ نیمايي برخه جوړوي، چې د امنیت چارې يې د ملا عبدالصمد په نوم د سیمه یېزو پولیسو د قوماندان په غاړه دي ، چې اوس مهال له خپلو ساتونکو سره یو ځای د طالبانو تر محاصرې لاندي دي.

ولسوال همداراز زیاته کړې، چې د ولسوالۍ نورو پاته پولیسو ورته ګواښ کړی، چې که اربکي قومندان ملا عبدالصمد ته کوم زیان واوښت او یا طالبانو ته تسلیم شو، نو دوی به هم ټول طالبانو ته خپلې وسلې پر مځکه کښېږدي.

ویل کېږي، چې د سلطان محمد ناوې سیمه کې د امنیتي ځواکونو د جرړو د ایستلو لپاره روزګان د طالبانو سربېره د غزني او زابل څخه هم ځينې طالبان د جګړې ډګر ته رسېدلي او دا جګړه چې له تېرو شلو ورځو راهیسې پيل شوې او له تېرو څلورو ورځو راهیسې  بیا د اربکیانو د محاصرې کړۍ تنګه شوې، نور ښايي  جګړه په وروستي پړاو کې وي، چې په سېمه کې د ټولو سیمه یېزو پولیسو په ختمېدا یا تسلمېدا به تمامېږي.

د یادونې وړ ده، چې په دې سېمه کې وروسته له هغې جګړې شدت مومي ، چې په تېره روژه کې د دغې سیمې د اربکیانو یوه داسې ویډيو خپره شوه، چې پکې د یادې سیمې اربکیان په زور د لسګونو ځوانانو او سپین ږېرو ږېري ور خریي او ریشخند پرې وهي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx